تازه سرليکونه
د (خبرتياوي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تعلیم الاسلام د نجونو مدرسه
  تعلیم الاسلام مدرسه
  September 8, 2017
  0
 

معلومات: ۰۷۰۶۶۶۰۰۸۳
 
 
په بې شمیرو دلایلو ثابت حکم دی او  ټول علماء کرام پر دې متفق دي، چي پر ښځو هم د نارينه وو په شان دیني زده کړه فرض ده او هم يې د کمال او شرف لوړ صفت ګڼل کېږي؛ ځکه ښځي هم د نارينه وو په شان د الله تعالی په عبادت مکلفي دي. الله سبحانه و تعالی پر ایمان او صالحو عملونو د جنت زېری ورکړی دی؛ د کفر او ګناه له بد انجام څخه يې ډارولي دي؛ ځکه نو پر ښځو هم دونه دیني زده کړه فرض ده، چي ایمان او فرضي عبادتونه په وپېژني؛ څو اسلامي عقیده خپله کړي او د فرضي عبادتونو د ادایني طریقه په وپېژني. دغه ډول د کفري عقیدو، کفري عملونو، کفري ویناوو او د ګناهونو پېژندنه هم پر لازمه ده څو ځانونه ورڅخه وژغوري.
 
خو د دې سره بیا هم زموږ په افغاني ټولنه کي د نجونو مدرسې نسبت د هلکانو مدرسو ته ډېري لږي دي. دا له دې کبله نه، چي پر ښځو دیني علم فرض نه دی او يا ورته اړتیا نه لري، بلکي له دې کبله چي د ښځو د تعلیم لپاره، چي کوم شرایط  لازم او په کار دي، د هغو پر ځای کول ستونزمن کار دی. لکه څه ډول چي پر ښځي هم -که يې د کولو توان ولري- د نارینه په شان حج فرض کېږي؛ مګر د ادایني او د واجبېدو په شرطونو کي يې تر منځ څه فرق سته؛ مثلاً د نارینه لپاره د محرم ملتیا شرط نه ده؛ خو د ښځي لپاره د خپل مېړه یا محرم ملتیا په سفر کي ضروري ده. بېله محرم یا مېړه څخه د فرضي حج لپاره لا هم سفر کول ورته حرام دي. 
 
زموږ د پلان دوهمه برخه د نجونو لپاره په تدریجي ډول د داسي دیني مدرسو پرانيستل دي؛ چي په هغو کي د امن، حجاب او د ښځو د ښه تعلیم او تربیت لپاره لازم ټول شرایط په کښي په پام کي نیول سوي وي. دغه کار که څه هم ډېر ستونزمن، دروند، حساس او ستر مسؤلیت دی، خو بیا مو هم دا هر څه  ته د دې لپاره ټټر وهلی دی، چي د امت نيمه برخه یعني ښځي هم د دیني علم څخه برخمني سي؛ څو هم د خپل رب  جل جلاله  عبادت په صحیح ډول وکړای سي او هم سبا د خپلو اولادونو صحیح تربیت وکړای سي؛ ځکه د نن نجلۍ د سبا ورځي مور ده او د مور غېږ  د اولاد لومړنۍ مدرسه ده.  
 
د الله رسول  صلی الله علیه وسلم  چي د نکاح لپاره د ښځي د شتمنۍ، لوړي کورنۍ او ښایست تر صفت د دیانت صفت غوره او تر ټولو مهمم بللی دی، د هغه یوه وجه دا ده، چي د دینداري ښځي په غېږ کي د اولاد صحیح تربیت کېدلای سي. د ښځي په اصلاح او دیانت یوازي کورنۍ نه بلکي د کورنۍ تر څنګ ټولنه او مجتمع اصلاح کېږي او د دې بر عکس د ښځي په فساد ټولنه فاسدېږي.
 
دغه حقیقت کافرانو درک کړی دی؛ نو ځکه هغوی ډېر کوښښ کوي، چي د بیلابېلو پروګرامونو له لاري د ښځو زړونه او اذهان په کفري افکارو او عقایدو فاسد کړي؛ د مخ څخه يې د حیاء حجاب پورته کړي؛ په کار او تعلیم کي د نارينه وو سره په اختلاط يې عفت زیانمن کړي؛ څو د شیطاني لومي په ډول کار ترې واخلي او اسلامي ټولنه په فاسده کړي. 
 
د کافرانو په دغه ډول دسیسو او لومو کي ډېری هغه ښځي کښېوځي، چي د قرآني علم څخه بې برخي پاتي وي؛ لهذا د دغو فکري یرغلونو څخه د ښځو د ژغورني لپاره تر اسلامي رسنۍ او د نجونو تر مدرسو بله ښه وسیله او خوندي قلعه نه لیدل کېږي او دا دواړي هغه وسیلې دي، کومي چي کافران يې په فکري یرغل کي تر بلي هري وسیلې زیاتي کاروي اوله دې لاري يې بریاوي  هم لاس ته راوړي دي.
 
زموږ په ټولنه کي، چي د ښځو د دیني تعلیم په وړاندي کوم خنډونه پراته دي، د هغو له جملې څخه یو ستر خنډ د ښځینه استاذانو نه شتون دی؛ په داسي حال کي، چي استاذ د تعلیمي ادارې لپاره دونه مهم رکن دی، چي بېله استاذ څخه مدرسه نه سي جوړېدلای. الحمدلله نارینه استاذان لرو خو په نارینه استاذانو هم دا تشه په پوره ډول نسي ډکېدلای؛ ځکه له يوې خوا د ښځو لپاره د حجاب مسئله ډېره مهمه او ضروري ده او له بلي خوا د حجاب په نه مراعاتولو فساد رامنځته کېږي او د ښځو عفت زیانمن کېږي.
 
بېخي وړو نجونو ته که نارینه امین استاذ تدریس کوي، په دې کي کوم شرعي ممانعت نسته؛ خو د بېخي وړکتوب په دې لنډه مده کي ناممکنه ده، چي فرضي علم دي په بشپړ ډول په کښي حاصل سي. همدا وجه ده چي اکثره نجوني د هغي اندازې دیني علم څخه لا هم بې برخي پاته دي، کوم چي پر هري ښځي فرض عین دی.
 
د تعلیم الاسلام د نجونو د مدرسو په اړه په لنډ ډول ویلای سو، چي موږ د کندهار ښار په مختلفو خوندي منطقو کي د مدرسې لپاره وړ او غټ کورونه کرایه کوو. د مدرسې د احاطې په دیوال کي دننه د ټولو کارونو لکه ادارې، تدریس، تنظیف، څارني او نورو خدماتو لپاره ښځي په معاش يا افتخاري ډول استخدامېږي. د نصاب هغه کتابونه او مضامین، چي ښځینه استاذاني یې په مسلکي ډول نه سي تدریسولای، هغه مضامين به د جدیدي معلوماتي ټکنالوجي څخه په استفادې سره د تعلیم الاسلام راډیو له مرکزي دفتر څخه نارینه جید علماء کرام، قاري صاحبان او درانه استاذان تدریسوي. د هرې مدرسې نجوني په ژوندۍ بڼه په خپلو درس ځايونو کي د استاذانو ږغ اوري؛ هم له استاذ څخه پوښتنه کولای سي او هم هغه کتاب او مضمون، کوم چي استاذ یې د تعلیم الاسلام تدریسي غرفې څخه تدریسوي، د انټرنيټ او پروجيکټور په مرسته د ټولګيو پر دیوالونو هغوی ته ښکاري. هره جمله، کلمه او توری په اشاره ورته ښوول کېږي. په دغه طریقه الحمدلله د ښځینه استاذانو د کمښت یا نه شتون هغه تشه ډکېږي، کوم چي مخکي یې موږ یادونه وکړه.
 
پر ښو، محنت کښو او با استعداده استاذانو سربېره د ښځو لپاره ځانګړی صحیح تدریسي نصاب، د تدریسي موادو لکه د کتاب او لنډو درسي یاداښتونو تهیه کول، صحیح نظم او اداره، د کور او مدرسې تر منځ د انتقال لپاره د امن مستور ټرانسپورټ او د غرمې د ډوډۍ انتظام ټول هغه څه دي، چي د تعلیم الاسلام د نجونو د مدرسو د ښه پرمختګ لپاره په ډېر جدي ډول په پام کي نیول سوي دي. (۱)
 
حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ. رَبَّنَا آَتِنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَدًا و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و صحبه اجمعين. آمين. ربنا و بك نستعين.
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 اړوند:

 
 
 
 
 
 
(۱): تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته