تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دا څنګه محبت دی؟
 
  December 19, 2011
  0

دا څنګه محبت دی؟


رالېږونکی: ګل فضلي

څومره محبت په زړه کي دفاني دنيا لرې
کم سند په لاس کي د باقي ژوند د سبا لرې
ليري کړه دسترګو د ظلمت او معصیت غواش
ځانته دي خوښ کړي داد عيش او دعشرت فراش
څنګه به کړي هغه سخت ساعت د آخرت برداشت
ځا ي د سود و زيان دي که څه فکر دعقبا لرې
کم سند په لاس کي د باقي ژوند د سبا لرې

په مخ کي دي برزخ دي بد فعلونه طاغوتي پريږ ده
دفاني دنيا دغه عشقونه و دو ستي پريږ ده
هغه دځواني د وخت خيالونه ومستي پريږ ده
څو ترڅو به داسي نواقص فعل وخندا لرې
کم سند په لاس کي د باقي ژوند د سبا لرې

تاچي دغفلت پر بستر خپل ځان غو ړولي دي
نفس دي دهوا په ټال کي ډير ډير زنګولي دي
پاته دي شعور دي عقل ستا له سره تللي دي
خام دزړه تصديق دي دي خالي د زړه وينا لرې
کم سند په لاس کي د باقي ژوند د سبا لرې


تاته ندامت کومه زه په تير خطا ربه
زماپر ګنا کش کي الهي پنسيل پاک ستا ربه
داخواست مي قبول کړي زماغريب  حبيب الله ربه
هر عيب مي راپټ کړي دزړه حال ټوله زما لرې
کم سند په لاس کي د باقي ژوند د سبا لرې

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته