تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له ژوند نه خوند واخله : ځانګړی اوسه!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 11, 2018
  0

ژباړن: نصرت الله محمود / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
كتاب: له ژوند نه خوند واخله

 

ځانګړی اوسه
ولې دوه کسه سره خبرې کوي او خبرې یې په شخړه پای مومي؟ او دوه نور بیا خبرې کوي او خبرې یې په مینه او خوښۍ سره پای مومي؟!


دا د خبرو کولو وړتیاوې دي.


ولې دوه کسه یوه خطبه وایي په عیني الفاظو سره، د لومړني حاضرین ګورې چې خسته او خوب وړي دي! ځینې بیا د جومات له فرش سره لوبې کوي او پام یې په بل خوا وي!


خو د دویم حاضرین بیا ګورې چې بیدار او متوجه دي او هره خبره په ډير دقت او د زړه په غوږو اوري.


دا د بیان کولو وړتیا ده.


ولې هغه فلانکی چې په مجلس کې غږیږي ټول اوریدونکي ورته چوپ شي او په غور سره ورته متوجه وي؟!
بل خوا هغه بل چې غږیږي نو اوریدونکي په خپلو منځو کې جانبي خبرې شروع کړي او څوک مبایل پیغامونو په کتلو مصروفه شي؟!


دا د خبرو کولو وړتیاوې دي.


ولې یو استاذ چې په پوهنتون کې تیریږي نو محصلین پرې را پنډ وي، یو ورسره روغبړ کوي، بل ترې مشوره اخلي، دریم خپل مشکل ورمخکې کوي او که په خپل دفتر کې کیني او محصلینو ته د داخلیدو اجازه ورکړي نو په یوه ګړۍ کې به ټول دفتر ډک شي، ټول یې مجلس خوښوي!


بل خوا بل استاذ چې په پوهنتون کې روان وي نو تنها وي او د پوهنتون له جومات نه چې راوځي نو تنها وي، هیڅ محصل نه ورنږدې کيږي او په ورین تندي روغبړ ورسره نه کوي، نه څوک مشوره ترې اخلي او نه هم خپل مشکل ور وړاندې کوي او که خپل دفتر شپه او ورځ خلاص کړي یو کس هم نه ورنږدې کیږي او مجلس یې چا ته خوند نه ورکوي.. ولې؟!!
دا د خلکو سره د ناستې ولاړې وړتیاوې دي.


ولې یو کس چې مجلس ته وردننه شي نو د ټولو تندی ورین شي، ورته ودریږي او په راتلو یې خوښ شي او هر یو دا خوښوي چې د ده تر څنګ کیني؟


بل خوا چې بل را دننه شي نو هر یو سوړ روغبړ ورسره وکړي – هغه هم د عادت له مخې- بیا ځان ته په مجلس کې خالي ځای ګوري او څوک یې د ځان خواته نه راغواړي. ولې؟!!


دا د زړونو خپلولو او خلکو متأثره کولو وړتیاوې دي.


ولې یو پلار چې کور ته راځي بچیان یې په خوښۍ سره پرې را ټول شي او لاسونه یې ښکل کړي؟


بل خوا دویم چې کور ته دننه شي نو څوک پام ورته نه کوي!


دا د اولاد سره د چلند وړتیاوې دي.


همداسې په جوماتونو، ودونو او نورو مراسمو کې در واخله...


خلک د نورو سره په تعامل کې د خپلو صلاحیتونو او وړتیاوو له مخې مختلف دي او همداسې نور له دوی سره په تعامل کې سره مختلف دي.


د خلکو متأثره کول او مینه یې خپلول له هغه چې موږ فکر کوو ډير اسانه ده...!


زه په دې کې مبالغه نه کوم بلکې دا مې بیا بیا تجربه کړې ده چې د خلکو زړونه په ډيرو اسانو طریقو او وړتیاوو ښکار کولی شو په دې شرط چې پکې رښتني واوسو او سم یې زده کړو.


خلک زموږ له رویې او چار چلند نه متأثره کیږي، کیدی شي موږ پرې پوه هم نه شو.


دیارلس کاله په یوه پوهنځي کې امام او خطیب وم، جومات ته زما لار په یوه دروازه وه چې په مخکې به یې یو چوکیدار ولاړ وو دروازه به یې خلاصوله او بندوله نو د تیریدو په وخت به ما هڅه کوله ده سره د مسکي کیدو وړتیا وکاروم نو په لاس به مې اشاره ورته وکړه او مسکی به شوم او له لمانځه وروست به بیرته موټر کې سپور شوم کور ته به تلم.
او اکثره وخت به زما موبایل له پیغامونو ډک وو چې د لمانځه په جریان کې به راغلي وو نو زه به د پیغامونو په لوستلو مصروفه وم او چوکیدار به دروازه خلاصه کړه نو مسکي کیدل به رانه هیر شول تر دې چې یوه ورځ یې حیران کړم د باندې یې ودرولم ویې ویل: شیخ صیب! ته له ما خفه یې؟!


ومې ویل: ولې؟!


ویې ویل: چې کله ننوځې نو مسکی وې او خوښ ښکارې خو کله چې بیرته راوځې نو ستړی او خفه ښکارې او په شونډو دې مسکا نه وي!!


هغه یو ساده سړی وو نو بیچاره قسمونه راته خوړل چې مینه راسره لري او په لیدو مې خوښیږي نو ما بښنه ترې وغوښته او د خپل مصروفیت وجه مې ورته بیان کړه.


نو بیا متوجه شوم چې په دې وړتیاوو د عادت کیدو نه وروسته هغه زموږ د طبیت یوه برخه ګرځي که ترې غافله شوو نو خلک ورته متوجه کیږي.


حاصل: 
د مال په ګټلو خلک له لاسه مه ورکوه ځکه د خلکو ګټل د مال د ګټلو یوه لار ده.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته