تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ذوق د استعداد تابع کړئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 13, 2018
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

الله جل جلاله هر انسان د يو خاص استعداد او ځانګړي ذوق څخه برخمن کړی دئ؛ خو ځيني وخت استعداد د ذوق سره په ټکر کي وي. ښه او مناسبه دا ده، چي خپل استعداد معلوم کړل سي او له هغه څخه استفاده وسي؛ د استعداد مطابق پوهه حاصله سي او د ذوق څخه تېر سي؛ ځکه ډېری وختونه د انسان ذوق د استعداد سره توپير کوي؛ د بېلګي په ډول د يو انسان دا خوښه وي، چي انجينير سي؛ خو استعداد يې د طبابت سره موافقت ولري؛ نو که دغه شخص د خپل ذوق مطابق انجينيري ووايي، کېدای سي، د تحصيل په دوران کي د درس د پوره نه أخذ له امله پر ځان فشار راوړي او په زور هغه څه زده کول وغواړي چي دده د استعداد څخه مخالف دي او دی يې نسي جذبولای. 

 

له بلي خوا به د استاذانوڅخه په شکايت وي؛ ځکه هغوی به درس غواړي؛ د سوالونو صحيح ځواب به غواړي؛ خو انجينير صاحب به په درس او سوالونو کي ستونزي لري؛ نو په نتيجه کي به يا ناکام وي او تحصيل به ورڅخه پاته وي. د ښه تکړه انجينير پر ځای به يو عقده لرونکی دوولسم پاس وي. که فارغ هم سي نو ښه تکړه انجينير به نه وي. له يوې خوا به يې وخت ضايع سوی وي او له بلي خوا به يې د طبابت موقع يا له لاسه تللې وي او یا به د انجينيرۍ څخه تر فراغت وروسته د طب ويلو لپاره هغه انرژي نه لري، چي د انجينيرۍ حاصلولو څخه مخکي يې درلوده.

 

 

ځيني کسان کوښښ کوي، چي په هره برخه کي معلومات ولري؛ چي د دوی دغه زيار تر يو بريده د ستايني وړ دی او د ژوند ستونزي کمولای سي، خو لږ تر لږه د يو فن تخصص لازمي دی.


 
ذکر سوي مطلب ته په اشارې سره بايد هغو کسانو ته هم توصيه وسي، چي د ديني علومو استعداد لري؛ خو دوی د نورو علومو مادي ګټو ته ګوري او هغه زده کوي؛ يا د ديني علومو د يوه فن استعداد لري او دی بل فن زده کوي. نو يو وخت به پر تېر وخت پښېمانه وي او بيا به پښېماني د ګټي پر ځای د وخت ضايع کول او د خپل ځان ملامتول وي. نوره نتيجه به نه لري.

 

نو توصيه مو دا ده، چي خپل ذوق د استعداد تابع کړئ! لږ تر لږه په يوه فن کي تخصص ولرئ، چي نتيجه به يې حتماً مثبته  وي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۳ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته