تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څلور بد عادتونه چي میلیونران یې مفلسه کړل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 9, 2018
  0

ژباړن: جمع ګل همدرد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

میلیونران په احتیاط او ځیرکتیا سره د خپلو پیسو د صحیح مصرفولو، ښه پلان جوړولو او په مسلسله توګه د نوو نظریاتو د اخیستلو، وختي را کښېنستلو او په ځانګړې توګه و خپلي روغتیا ته په پام کولو سره مشهور دي. لیکن، موږ د داسي میلیونرانو د لیدلو شاهدان هم یو چي د ځانونو د اداره کولو عادتونه نه لري، هغه میلیونران چي د یو داسي چاه سره واده وکړي او یا هم ورسره ملګری کوي چي هغوی له وړاندي پیسي نه لرلې او نه پوهېدل چي پیسي باید څنګه وساتل سي. هغه میلیونران چي په سادګي سره د پیسو د ګټلو او ساتلو پر ځای د هغه خلاف عمل کوي او بد عادتونه خپلوي په نتیجه کي مفلسه کیږي.

 

لاندي هغه څلور مشهوره بد عادتونه دي چي په نتیجه کي یې میلیونران مفلسه کړل:

 

۱: دوی خپلو مصارفو ته حساب نه درلودی


که تاسو یوعادي لیکوال یاست او که بیلګېټس یاست، (بیلګېټس د مایکروسافټ نړیوال شرکت څښتن دی، د نړۍ د میلیارډرانو څخه دی) هر څوک بوديجې ته اړتیا لري. خپلو پیسو ته په کتلو سره تاسو باید هره پیسه په دقت سره مصرف کړئ، د مصرف پلان جوړ کړئ او ځان خبر کړئ چي ستاسو هره پیسه چیري ځي.

 

زه په ځانګړې توګه د هغو کوچنیو مصارفو د کتلو مشوره در کوم چي موږ ډېر پام ورته نه کوو. هغه بانکي حساب چي د میاشتي لس ډالره مصرف پر راځي بالاخره دا مصرف زیاتیږي، هر څومره بانکي حسابونه چي تاسو لری هغومره پیسي به په میاشتني حساب ستاسو له بانکي حساب څخه وځي. په داسي حال کي چي دا ډول عادتونه نژدې ټول میلیونران لري. د مفلسه کېدو په جریان کي میلیونران د خپلو پیسو د کنټرلولو او تعقیبولو چاره نه سنبالوي او حتی په دې هم نه پوهیږي چي پیسې یې چیري ولاړې. دوی حتی و خپل بانکي حساب او خپلو بیلانو ته هم پام نه کوي چي لږ تر لږه ځان یقیني کړي چي د دوی د حساب څخه خو به نور خلک پیسي نه اخلي.

 

دوي د ریستورانتونو، هوټلونو، د شیانو د رانیولو او د سودا کولو بیلانو ته هم پام نه کوي چي ځان ته معلوم کړي چي د دوی څخه خو به در ټاکلي اندازې ډیري پیسې نه وي اخیستل سوي. دوی د ورځنیو شیانو د رانیولو پر وخت د بیو مقایسه هم په پام کي نه نیسي. په اخر کي دغه میلیونران و خپلو حسابونو ته په پام نه کولو سره ډيري پیسې ضایع کوي. د دوی دغه ډول کړني په لومړیو کي کوم مشکل نه ښکاري خو په پای کي په چټکتیا سره دوی د پیسو نه لرلو سره مخامخ کیږي. او پیسې نه لرل یو لوی مشکل دی.

 

 

۲: دوی لوړ قیمته او جذباتي سوداوي کولې
هغه میلیونران چي د مفلسۍ خواته ځي د لوړ قیمته او بې پروا رانیولو عادت لري. د مثال په توګه، کله چي په کار کي جنجالي ورځ ولري او یا ستړی سي نو لوی مصرف کوي، یا دا چي دوی د یو څه په اړه پریشانه وي نو ښايي په اونۍ کي دوه ځلي په کور کي د پخولو پر ځای د دباندي څخه ډوډۍ را وغواړي. ډیری میلیونران سپما کوونکي او د خپلو پیسو په احتیاط سره په مصرفولو باندي مشهور دي. دوی د احساساتي او بې پروا سوداوو (رانیولو) څخه مخنیوی کوي ځکه چي همدغه احساساتي او بې پروا سوداوي دي چي تر عادي سوداوو ګراني تمامیږي. 

 

دغه ډول بې پروا سوداوي چي د کښتۍ د ډوبېدو په معنی دي. یو مثال یې مشهور غزلچي ایم سي هېمر دی. په سرو زرو پوښلي دده غټي دروازي وې چي د "هېمر وخت" پر لیکل سوی وو او دده ۲۱ دانې د مسابقي آسونه وه. د هېمر د پاره غوره دا وه چي خپل وخت او اقتصاد ته په کتو سره یې د شاهانو په څېر عمل نه وای کړی او یا په بله معنی د خپلي کمبلي سره یې پښې سمي غځولي وای خو د ۳۳ میلونو ډالر سرماي یې اکثره په عیش او عشرت کي مصرفول، مصارفو ته یې حساب نه کاوه بالاخره ډېوالي سو او د راپور له مخي ۱۳ میلونه ډالره قرضداره سو... 

 

هغه میلیونران چي تر ډیره سرمایدار پاته کیږي ټول وخت کوپن کاروي (کوپن هغه سند دی چي د هغه له مخي خوراک، چیښاک، لباس او نور شیان په ټاکلې بیه اخیستلای سي).دوی د شیانو د رانیولو په وخت کي چنې وهي او دې خبري ته تل متوجه وي چي تر اندازې زیاتي پیسې ور څخه وانخیستل سي.

 

اسراف کوونکي میلونران پر ډيرو مصارفو سربیره اروپایي هیوادونو ته سفرونه هم کوي او قیمتي شیان اخلي لکه د الماسو ګوتمۍ او نور. زما له نژدې دوستانو څخه یو میلیاردر دی. تېره اونۍ یې زه د کوره سره تېرېدم چي پر ټیلیوفون یې د یوې کمپنۍ سره پر ۴۰ ډالرو چنې وهلې. نو تل سپما کوونکي اوسۍ توپیر نه کوي چي د ژوند په کومه درجه کي یاست.

 

۳: دوی د عوایدو بېلابيلي لاري نه درلودې
د لیکوال توماس سي هغه پنځه کلنۍ څېړنه چي "د خپل ځانه میلونران جوړوني" په نامه ده ترسره کړې ده په هغه کي يې دا حقیقت روښانه کړی دی چي دغه یادو میلونرانو اکثره د عوایدو بېلا بيلي سرچينې درلودې. په حقیقت کي ۶۵٪ میلیونران درې د عوایدو سرچينې لري او ۳۵٪ یې څلورو د عوایدو سرچينې لري. 

 

که څه هم ټول میلیونران بېلا بيلي سرچينې نه لري د مثال په توګه ایک پاټیسکا یو برازیلي تجار دی چي سرمایه یې نژدې ۳۵ میلیارده ډالرو ته رسیږي. دی په دې باور وو چي هیڅ شی هم د دده د ګازو او تیلو تجارت نسي کمزوری کولای او نه هم تاوان ورسولاي سي. د (او جي ایکس) په نامه کمپنۍ د نوموړي قیمتي خزانه ګڼل کيده، لیکن کله چي د تیلو نرخونه کښته سوه نوموړی تجار ډیوالي کېدو ته مجبورسو. توماس لیکوال واي چي د بېلابيلو عایداتي سرچینو درلودل یو منطقي کړنه ده؛ کله چي یوه سرچینه د اړوند نړیوال  اقتصاد له امله تاوان مومي چي تاسو هیڅ کنټرول نه باندي لری نو نوري عایداتي سرچينې راځي تاسو ژغوري او ستاسو سره مرسته کوي چي د خپل ژوند بهیر د ناڅاپه متاثره کېدو څخه وژغوري. د دې معنی دا هم ده چي تاسو هغو اصولو ته ژمن یاست چي وای (خپلي ټولي هګۍ په یوه ټوکرۍ کي مه ږدئ).

 

۴: دوی بې صبره او بې پروا پانګه اچوونکي وه
د اوږد وخت پانګه اچوونکو پر خلاف چي همیشه صبر کوونکي او ارام وي، دغه ډيوالي سوي میلونران تر حد زیات بې پروا پانګه اچوونه کوي. دوی د وال سټریټ (چي په نیو یارک کي د نړۍ د راکړي ورکړي مرکز دی) ورځني حالت ته په کتو سره د خپل تجارت لپاره کاروباري طرحه جوړوي. دوی په دې ګومان ونډي اخلي او په وارخطايي سره زیاته پانګه اچوي فکر کوي چي دوی در نورو ښه پوهیږي او د متخصصو او باتجربه میلیونرانو مشورې ته غوږ نه نیسي او پر خپله هغه وړتیا باور لري چي په کوڅو کي یې د ځینو بې لارو د شان او شوکت څخه زده کړې ده.

 

اخري خبره دا ده چي پیسې د الله تعالی نعمت وبولئ، د پیسو په اړه روزنه واخلئ، خپلي پیسې مو وساتئ، خپلي پیسې مو در نظر لاندي ونیسئ، مه  اسراف کوئ او مه بخل بلکي تعدل ساتل پکا ردی، د خپلو پیسو سره په ماهرانه توګه عمل وکړئ تر څو تاسو هم خداي مه کړه یو د مفلسه او ډیوالیانو څخه ونه واوسی.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته