تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د نوي ځوانۍ په عمر کي نکاح...
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 6, 2019
  0

نبوي سیرت (۴۷ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د نوي ځوانۍ په عمر کي د ۴۰ کلني کونډي سره نکاح


دلته د يو څه تبصرې ضرورت وينم، هغه دا چي: هغه اول شئ چي انسان يې د دغه زواج يا واده څخه تر هر څه د مخه فهم او ادراک کولاى سي هغه دا دى: چي رسول الله ﷺ  د جسدي خوندو او خواهشاتو او د هغو د پوره والي په فکر او اهتمام کي نه ؤ، ځکه که دئ ﷺ  لکه د هغه وخت يا اوسنۍ زمانې د نورو ځوانانو پر قسم د جسد د خواهشاتو د پوره کولو په فکر کي واى نو به يې د داسي چا سره واده کولاى چي هغه څوک تر ده ﷺ  په عمر لږ واى، يا لږ تر لږه د ده سره يې عمر برابر واى.


 او دا چي رسول الله ﷺ  د خديجې رضی الله عنها  سره د واده کولو ميل ښکاره کړی د هغه څخه په ښکاره او واضحه ډول معلوميږي چي دغه ميل او  رُغبت د دې رضی الله عنها  د شرف په سبب ؤ ځکه دا په خپل قوم او خاندان کي په ښو اخلاقو سره مشهوره وه، تر داسي اندازې چي د جاهليت په زمانه کي د (العفيفه الطاهره) په نامه سره يادېدل او دغه واده د خديجې رضی الله عنها  تر وفاته پوري دوام درلودى چي د وفات په وخت کي د خديجې رضی الله عنها  عمر و پنځه شپيته کلو ته رسېدى او د رسول الله ﷺ  عمر و پنځوسو کلو ته قريب ؤ، په دغه ټوله موده کي رسول الله ﷺ  د بلي ښځي يا بلي پيغلي سره د واده کولو په فکر کي نه سو حال دا چي د انسان د عمر د شل کلنۍ او پنځوس کلنۍ په منځ کي هغه وخت دى چي په دغه موده کي یې د ښځو د ډېرولو و طرف ته ميل او رُغبت زيات وي او د شهواني قوت د زيات والي په سبب يې د زوجاتو و تعدُد ته ميل وي، مګر رسول الله ﷺ  د عمر دغه ټوله موده بېله دې څخه تېره کړه چي د بلي ښځي يا واده په باره کي دي فقط فکر هم وکړي، د خديجې رضی الله عنها  سره يې نه بله ښځه او نه مينځه يو ځاى کړه.


پر نبي ﷺ تهمت ویل د هغو کسب او د پیسو ذریعه ده
که رسول الله ﷺ  غوښتلاى هم به يې بله زوجه پيدا کړې واى هم ډيري مينځياني او دا کار په هغه وخت کي نه د عادت او نه د رواجه څخه مخالف کار ؤ بلكه ډيرو خلكو همداسي کول، مګر رسول الله ﷺ  يواځي د خديجې رضی الله عنها  سره په واده غاړه وايستل، حال دا چي هغه کونډه وه او هم تر رسول الله ﷺ  تقريباً د ده د عمر په اندازه تر ده مشره وه، دا هغه حقيقت دى چي د دغه حقيقت په بيانولو سره د هغو کسانو و خولو ته لُجام او قيضه ور اچول کيږي چي د دوى زړونه د اسلام سره د حِقد او حسد په اور کي سوځي، ځيني مبشرين او مستشرقين او د دوى جاهل متابعين داسي ګمان کوي چي دوى د رسول الله ﷺ  د زوجاتو د تعدد په سبب داسي موضوع پيدا کړې ده چي په هغه سره دي اسلام ته ضرر ورسوي، يا دي د رسول الله ﷺ  په رسالت کي يوه خدشه پيدا کړي، دوى دا ګمان کوي چي د رسول الله ﷺ  د زوجاتو د تعدد په بيانولو سره دي رسول الله ﷺ  د خلكو په نظر يو شهواني انسان ښکاره کړي (نعوذ بالله) چي په جسدي لَذاتو کي ؤ خو دا معلومه خبره ده چي مبشرين او اکثره مستشرقين د اسلام سرسخته دښمنان دي، دا ځکه چي د دغه دين دښمني د دوى کِسب دى او په دغه دښمني سره ځان ته سرمايې پيدا کوي.


مګر هغه جاهل خلك چي بيا د دوى تر شا رهي دي هغه فقط تقليدي د اسلام دښمني کوي، خپل فکرونه او عقلونه د بحث او فهم دپاره نه خلاصوي، که نه: يو شهواني انسان! په داسي محيط کي لکه د هغه وخت د عربو او بيا د جاهليت په زمانه کي پنځه ويشت کاله پاک او عفيف نه ګرځي، خامخا يې د فساد يو موج ور کشوي، شهواني انسان دا نه قبلوي چي د کونډي سره دي واده وکړي، يواځي کونډه نه بلکه عمر دي يې هم د ده د عمر دوه چنده وي او بيا دي هم د هغې زوجې سره تر هغه وخته ژوند کوي چي حتّْی عمر يې د ځوانۍ تر دورې تېر سو او د شيخوخت و درجې ته ور داخل سو، مګر دا چي بيا رسول الله ﷺ  تر دغه وروسته د حضرت عائشې رضی الله عنها  او د نورو زوجاتو سره واده کړى دى، هغه ودونه هر يو ځان ته قصه او ځان ته حکمت لري چي د رسول الله ﷺ  پر عظمت د مسلمان ايمان ور زياتوي او په دې سره اقرار کوي: چي د رسول الله ﷺ  شان لوړ او اخلاق يې کامل وه، که رشتيا هم رسول الله ﷺ  د ډيرو ودو سره علاقه درلودلاى نو به يې په دغه ځواني کي يو بل واده هم کړى واى.


د افضل الانبیاء ﷺ د نکاحو حکمتونه
رسول الله ﷺ  پر خديجې رضی الله عنها  بله ښځه نه کړه په نکاح که څه هم دا کونډه او تر ده ﷺ  پنځلس کاله مشره وه او  بيا د دې د وفات په وخت کي د رسول الله ﷺ  عمر پنځوس کاله ؤ، نو معلومه خبره ده چي د رسول الله ﷺ  د ودو سره علاقه نه وه خو دا چي بيا په وروسته کي رسول الله ﷺ  نور ودونه کړي دي د هغو د پاره لوړ اخلاقي او اسلامي سببونه سته، يا دا چي د خپلو اصحابِ کرامو څخه يې د يوه شخص د درجې اظهار کاوه، لکه د حضرتِ عائشې رضی الله عنها  سره واده چي د حضرتِ ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  لور وه، يا د حضرتِ حفصه رضی الله عنها  سره واده چي د حضرتِ عمرِ فاروق رضی الله عنه  لور وه، چي په دې ودو کي د دوى مقام او درجه معلومېدل او لوړېدل، يا د اُم سلمه رضی الله عنها  سره واده چي په دې واده کي د رسول الله ﷺ  د وفات سوي ملګري او صاحب حتّْی رضعي ورور د زوجې مراعت ؤ، که څه هم په دغه وخت کي ام سلمه رضی الله عنها  سپين سرې او په عمر زياته وه، نو که رسول الله ﷺ  د ودو يا ښځو سره علاقه درلودلاى خو يوه ځوانه ښځه به يې په نکاح کړې واى، يا! خبره د علاقې نه ده بلکه د ابو سلـمه رضی الله عنه  سـره د وفاء په سبب او د اُم سلمه رضی الله عنها  د رضائيت او د هغې د سر پرستۍ په سبب يې د هغې سره واده وکړی. 


يا دا چي د ده ﷺ  واده به د يوې پوره قبيلې د راجلبولو او جذبولو د پاره ؤ چي مثال يې د حضرتِ صفيه بنت حُيَى بن أخطب رضی الله عنها  سره واده دى، او په دغه دوستي سره یې د ټولو یهودو هغه عداوت او دښمني چي د مسلمانانو سره یې درلودل تر ډیري اندازې لږ او کمه کړل، مقصد دا چي د رسول الله ﷺ  د هر واده د پاره خاص خاص سببونه موجود وه چي په راتلونکو قصو کي به تر یوې اندازې را ته معلوم سي، (مخکنیو انبیاؤ علیهم السلام هم تر یوه زیات ودونه کړي دي)،  نو د محمّد ﷺ  په ودو کي نور لوى او عمده مقصدونه پراته وه نه په ښځو سره مشغوله کېدل، که چيري د دغو ودو څخه مقصد په ښځو سره اشتغال واى رسول الله ﷺ  به هغه وخت ودونه کولاى چي دئ  ﷺ  ځوان ؤ. 


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته