تازه سرليکونه
د فصیحي عربي ژبي اغېز
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 10, 2019
  0

ژباړه: بخت محمد معتصم بالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


عربي ژبه په جزیرة العرب کي د اسلام نه وړاندي رامنځ ته سوه ، او عربي په هغه وخت کي په مختلف قومونو او قبیلو کي ویل کیده او د بعضو قومونو د پاره ځیني خاصي لهجې وې چي ددغو لهجو ترمنځ لږ غوندي توپیر وو.


خو د عربو ترمنځ چي یوه مشترک ژبه او لهجه وه هغه فصیحه عربي ژبه وه. دا فصحیه عربي د شعر او د خطابت ژبه وه ، چي عربو په هغه سره خبري او اتري کولې. وروسته چي  اسلام راغلی قرآن کریم الله جل جلاله په فصیحه عربي ژبه نازل کړی ، لکه څنګه چي الله تعالی فرمايي:


 (إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ) الایة


قرآن کریم د عربي ژبي و ځينو قدیمي الفاظو ته نوي معناګاني ورکړې او نوي طریقې يې ایجاد  کړې ، چي تر دې مخکي عربي ژبي دا بدلونونه نه پېژندل. د عربي علومو په ایجاد او تحقیق کي قرآن کریم لویه ذریعه او سبب وګرځېدی لکه : علم النحو ، علم الصرف ، بلاغت... او همدارنګه نور اسلامي علوم لکه : علم التفسیر ، علم الحدیث اوعلم الفقه او داسي نور...


عربي ژبي د اسلامي امت د ولسونو او قبایلو پر نورو ژبو پراخ اغېز وکړئ، لکه : پښتو، فارسي ، اردو او سواحلي . او دې ژبو ډیر الفاظ  د عربي څخه په قرص وا خیستل ، او په دغو کي ډيري ژبي په عربي حروفو او لغاتونو ولیکل سوې ، او نورو ژبو ته يې بعضي عربي الفاظ ورکړل لکه : انګلیسي، فرانسوي او هسپانوي. (ماخذ: العربیة بین یدیک:۲)

 

ــــــــــــــ

د دیني علم لپاره د عربي ژبي زده کړه
د عربي ژبي دخیل کلمات تحریفول

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته