تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د کعبې شريفي بیا جوړېدل (۴۹)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 12, 2019
  0

نبوي سیرت (۴۹ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د کعبې شريفي بیا جوړېدل
د کعبې شريفي په تعمير کي چاکونه او درزونه پيدا سوه چي تاريخ وايي دغه درزونه د سيل او سېلاب په واسطه وه، اصلاً مکې مکرمې ډير زيات او شديد سېلابونه درلودل ځکه غرنۍ او شيله لرونکې مځکه وه او دغه سېلابونه بیا خاصتاً د کعبې شريفي سره جمعه کېدل، نو د يوه شديد سېلاب په سبب د کعبې شريفي بناء او تعمير و نه نړېدى مګر ضعيفه سو او وښورېدى او د دې ډير امکان ؤ چي و دي نړيږي ځکه د دېواله ډبري يې د خپله ځايه څخه ښورېدلي وې، دا يو روايت دى.


 او بل روايت وايي: چي يوې ښځي و کعبې شریفي ته خوشبويي دودول او غوښتل يې چي د کعبې شريفي پوښونه خوشبويه کړي خو په دغه حالت کي د کعبې شريفي پوښ اور واخست او ټول پوښونه وسوځل سوه او د دغه اور په سبب د کعبې شريفي بِناء وښورېدل او د نړېدلو امکان يې ؤ.


 د کعبې شریفي د دېوالو د ضعیفه کېدلو په باره کي دغه دوه روايتونه دي خو په هر حال دا واضحه وه چي ممكن کعبه شريفه ونړيږي او بېله دې څخه چي د کعبې شريفي بِناء نوې جوړه کړل سي بله چاره نه وه، نو د قريشو مشران او سرداران په دارالندوه کي سره را ټول سوه او پر دې يې اتفاق وکړی چي کعبه شريفه بايد نوې او د سره څخه جوړه سي اوس په دې فکر کي سوه چي څنګه يې بيرته جوړه کړي، ځکه د جوړېدلو د پاره ډبري په کار دي او د چت د پاره لوى لوى لرګي په کار دي او بل دوى د ډبرو په بِناء هم نه پوهيږي ځکه د دوى بِناوي ټوله د خټو څخه جوړي سوي وې او په هغه ښه پوهيږي خو د ډبرو بِناء يې نه ده زده، ځکه د کعبې شریفي هغه اوله او د مخکنۍ بِناء ابراهيم علیه السلام  جوړه کړې وه او هغه د شام ؤ او په شام کي د ډبرو بِناء معروفه او مشهوره وه، خو اهلِ مکه د ډبرو په کار نه پوهيږي. 
او بل د چت د پاره ډيرو اوږدو لرګيو يا تيرانو ته هم ضرورت لري او هغه هم د دوى سره نسته، اوس نو قريش په فكر او حيرت کي دي چي څه وکړي؟ 


سبحان الله! الْهي کارونه دي په دغو  ورځو کي خبر راغلى چي د جدې په بحر کي يوه کښتۍ د ډبرو سره جنګېدلې او ماته سوې ده، د دغي کښتۍ لوى او اوږده لرګي د درياب څپو و ساحل ته را غورځولي دي او خلكو هغه لرګي د خرڅولو د پاره و مکې مکرمې ته را وړي دي، قريشو و ويل: دايې اوله آساني، اوږده لرګي په خپله را ورسېدل او څو ورځي وروسته د مکې مکرمې په بازار کي يو مريئ خرڅېدى چي نوم يې عامر القُدسي ؤ او د ډبرو بِناء او تعمير يې زده وه ويل: دا يې بله آسانتيا، اوس بَناء او مُعلِّم هم پيدا سو چي د ډبرو بِناء را و ښيي چي کعبه شریفه بايد څنګه جوړه کړو، نو قريشو د مال په ټولولو شروع وکړه چي د کعبې شريفي د بِناء او جوړېدلو د پاره پيسې ټولي کړي مګر دلته يې د پيسو د ټولولو د پاره پر خپلو ځانو شرطونه کښېښوول، ويل: دا د اللهﷻ کور دى دا نه ښايي چي موږ يې بيله پاک او حلال مال څخه په بل شي جوړ کړو، نو يې پاک مال معلوم کړى چي پاک مال څه شي دى؟ اول يې د زنا مال ځني وايستى، ويل: د زنا مال بايد نه سي پکښي داخل.

 


 

ځکه هغه وخت هم ځينو کسانو په زنا سره تجارت کاوه، يعني: مينځياني يې درلودې او په هغو به يې پيسې برابرولې، نو قريشو و ويل: هر هغه څوک چي مال يې د دغه قسمه څخه وي زموږ سره دي د دغه بِناء په کار کي حصه نه اخلي او بل بايد د ظلم مال نه سي پکښي داخل، د تجارو څخه چي هر يو په ظلم سره مشهوره دى هغه به زموږ سره په دې کار کي حصه نه اخلي او بل د رِبا مال به څوک نه راوړي، رِبا و سود ته ويل کيږي، که څه هم په دوى کي رِبا معمولي او رواجي کار ؤ او ډيري معاملې يې په رِبا سره کولې خو پوهېدل چي دا يو خبيث کار دى، د مخه تر دې چي اسلام سود او رِبا حرام کړي دوى ته معلومه وه چي دا ښه کار نه دى مګر کاوه يې.


 او بيا يې د مال په ټولولو شروع وکړه، په دغه وخت کي يې د کعبې شريفي د نړولو إراده هم وکړه، خو ټول قريش بيريږي چي د کعبې شريفي په نړولو څنګه شروع وکړي، ځکه دوى ټولو د ابرهه قصه په خپلو سترګو ليدلې وه، هغه صرف د نړولو إراده کړې وه رب عزوجل  څه په وکړه؟ او اوس دوى په خپله دا کار کوي، ډير بېريږي او د کعبې شريفي پر نړولو جرئت او اقدام نه سي کولاى، هر يو و هغه بل ته وايي چي ته يې ونړوه خو ټولو د دې کار څخه انکار کاوه، دوى غواړي چي ويې نړوي مګر بېريږي، په آخر کي وليد بن مغيره چي د خالد بن وليد پلار دى هغه و ويل: زه يې نړوم، نو يې يُوم او کُلنګ را واخستل او د هغه دېوال په نړولو يې شروع وکړه كوم چي د رُکنِ يماني او حجرِاسود په منځ کي دى په کُلنګ يې وهي او ډبري را لويږي، يو څه چي يې ونړاوه نو يې پر دا نورو قريشو ږغ وکړی چي اوس نو مرسته را سره وکړی، هغه نور وايي: يا! تر سبا پوري درته ګورو چي په تا څه کيږي؟ که تر سبا پوري څه نه در وسوه نو بيا مرسته او کومک در سره کوو او که په تا يو څه وسوه موږ به دغه نړېدلي ډبري بيرته پرخپلو ځايو کښيږدو، پوره ورځ دغه نورو قريشو کار نه ور سره وکړی او د ده د حال انتظار کوي، خير شپه تېره سوه او سبا سهار بيا وليد د خپلو اولادو سره راغلى کُلنګان ورڅخه دي کار يې شروع کړى او نورو قريشو يې هم په مرسته کولو شروع وکړه خو په عين حال کي دعاوي هم کوي او وايي: الْهي! زموږ إراده د خير ده، موږ يې د دې د پاره نړوو چي بيرته يې جوړه کړو، د شَر إراده نه لرو، (دغه ټولي خبري د بيري څخه کوي) څو بالآخره يې کعبه شريفه ونړول، مګر د کعبې شريفي د هغه وخت بِناء او تعمير داسي نه ؤ لکه دغه اوسنۍ بِناء، د دغه څخه يې فرق درلودى.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته