تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رزق اړوند د یوه بزرګ توکل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 14, 2019
  0

ژباړه: کریم الله 


سفيان ثوري  رحمه الله  مشهور محدث او عابد تیر سوی دی. هغه فرمايي: یوه ورځ مشهور عابد او زاهد محمد بن واسع رحمه الله  ما ته وویل، چي راځه نن د یو بزرګ د زیارت لپاره ځو. موږ د بصرې څخه ووتلو، د محمد بن واسع  رحمه الله  په لاس کي د ډوډۍ یوه ټوټه وه. د هغه بزرګ ځای د آبادیو څخه لېري په ځنګل کي وو. موږ هلته ورغلو او د هغه د دروازې سره کښېنستو. له دننه څخه مو څه آواز واورېدی. کېدای سي د هغه اولادونو د هغه سره د خوراک او څښاک په باره کي بحث کاوه او د خپل بد حالت یعني فقر شکایت يې کاوه. هغه بزرګ تسلي ورکوله او ورته ويل يې، چي کوم ذات پیدا کړي یاست؛ خوله، غاښونه او نس يې درکړي دي؛ هغه پر تاسو ډېر مهربان دی.

 

په همدغه حالت کي موږ د دننه ورتګ اجازه وغوښته. هغه هم اجازه راکړه او موږ ور داخل سوو. هغه چي زموږ سره وکتل، نو ويې پوښتل، چي ستاسي نومونه څه دي؟ موږ وویل: محمد او سفیان. 

 

ويې فرمایل، چي د څه لپاره راغلي یاست؟ محمد بن واسع  رحمه الله  وویل: د ډوډۍ یوه ټوټه مو د دغو ماشومانو لپاره راوړې ده. بزرګ وفرمایل: تاسو پر ښه وخت راغلاست. بیا موږ د هغه سره کښېنستو. په دغه وخت کي یو شخص د دننه راتګ اجازه وغوښته. بزرګ وپوښتل څوک يې؟ هغه شخص جواب ورکړ: مالک بن دینار. ( دغه کس هم د الله جل جلاله ډېر لوی ولي تیر سوی دی.) 

 

بزرګ وفرمایل: راسه! بیا یې د هغه څخه وپوښتل: څنګه راغلې؟ مالک  رحمه الله  وویل: د دغو ماشومانو لپاره مي دوه درهمونه راوړي دي. بزرګ وفرمایل: محمد بن واسع ستا څخه سبقت (وړاندیوالی) وکړ. هغه د خوراک لپاره دومره څه راوړي، چي د ماشومانو لپاره نن ورځ بسېږي. مالک بن دینار  رحمه الله وفرمایل: حضرت! دغه دوه دینارونه د سبا لپاره وساته. بزرګ وفرمایل: اې مالکه! ته مي له لوږي څخه بېروې!؟ بیا ما ته مه راځه! 

 

سفیان ثوري رحمه الله فرمايي: محمد بن واسع ما ته وویل، چي د دغه شخص د توکل مقام وګوره او د ده د کور بد حالت؛ یعني د فقر حالت يې هم وګوره، چي په کور کي يې د خوراک لپاره شی نسته؛ خو د توکل مقام يې دا دی، چي د يوې ورځي لپاره هم د هیڅ شي ساتنه نه خوښوي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۳ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته