تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شاهد روایت او د هغه اعتبار
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 16, 2019
  0

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


که يوحديث د يو صحابي څخه رانقل سوى وي او بيا د هغه حديث متن په هغو الفاظو ومندل سي چي د يو بل صحابي څخه هم رانقل سوی وي هغه وروستي موندل سوي روايت ته شاهد وايي.


د مخکني حديث د لفظي شاهد مثال دا دی : نسائې د محمد بن جبير په روايت د ابن عباس عن النبي صلی الله وسلم څخه کټ مټ دا ډول حديث رانقل کړى دى  لکه څنګه چي عبد الله بن دينار د عبد الله بن عمر څخه رانقل کړى دی. 
پورتنی مثال مو ځکه لفظي شاهد ونوموى چي د يوه حديث معنی که د بل صحابي څخه رانقل سوې وي هغه ته هم شاهد وايي. البته دا د معنی په اعتبار د هغه شاهد بلل کيږي . 


امام بخاري د محمد بن زياد عن ابي هريرة رضی الله عنه څخه مخکنی حديث په دې الفاظو رانقل کړى دى (فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلاَثِينَ) دغه ته هم شاهد وايي خو د معنی په اعتبار، ځکه الفاظو ئې متفاوت خو معنی د دواړو يوه ده .


لنډه دا چي يو حديث چي په ابتدا‌‌ کي د فرد خيال پر سوى وي خو وروسته ښکاره سي چي دا حديث په همدغو الفاظو يا په بېلو الفاظو په يو بل سند هم د همدغه صحابي څخه رانقل سوى دى هغه ته متابع وايي او که همدا حديث په لفظ يا معنى د يو بل صحابي څخه رانقل سوی وي هغه ته بيا هم شاهد وايي. 


ځيني بيا متابعت هغه ته وايي چي د يو فرد حديث متن کټ مټ په هغو الفاظو د هغه صحابي يا بل صحابي په روايت کي وموندل سي او شاهد بيا هغه ته وايي چي د يو فرد حديث د متن معنی د هماغه صحابي په روايت کي وموندل سي او کله بيا څوک متابعت د شاهد او شاهد د متابعت په نامه يادوي .


الاعتبار: 
د احاديثو په کتابونو کي  د فرد ، متابع او شاهد حدیث د پيدا کولو تلاښ او تتبع ته اعتبار وايي او دا تلاښ ځکه کيږي څو د متابع او شاهد په لاس ته راوړلو فردِ نسبي قوت پيدا کړي. البته ځيني راويان دا ډول دي چي راساً د هغوى روايت د منلو وړ نه دی خو د متابع په حيث ئې روايت منل کېدلاى سي .


لکه څنګه چي ائمه کرام د ځينو راويانو په هکله وايي:  (فلا صالح للاعتبار)

ژباړه : فلانی د اعتبار وړتيا نلري.


يعني د فلاني روايت که څه هم په انفرادي ډول نه منل کيږي خو روايت ئې د متابع او شاهد په ډول د منلو وړ دی.


نور ان شاءالله بیا...


ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته