تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عربي نړۍ تعلیمي نظام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 21, 2019
  0
ژباړه: مولوي بخت محمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
په عربي نړۍ کي د تعليم مختلف مرحلې سته چي یو متعلم یې د ابتدا څخه تر انتهاء پوري طی کوي. کله چي يوه مرحله په کامیابۍ پای ته ورسوي نو بيا وبلي مرحلي ته منتقل کيږي.
 
په ډيرو عربي هيوادونو کي عربي تعليمي مرحلې د څلورو مرحلو څخه جوړيږي، چي پدې ډول دي:
 
۱: ابتدائي مرحله
۲: متوسطه مرحله
۳: ثانويه مرحله
۴: جامعي مرحله (لوړي زده کړي)
 
او په بعضو عربي هيوادونو کي شاګردان د ابتدائي مرحلې څخه مخکي لاندي مراحل طی کوي:
 
• الحضانة
• الروضة (وړکتون)
• التمهیدي
 
شاګردان په عمومي توګه په ابتدائي مرحله  کي د شپږو کلونو په عمر داخليږي او د ابتدائي مرحلي زده کړي تر شپږو کالو پوري غځيږي او د متوسطه مرحلې زده کړي تر درو کالو وخت نیسي او همدارنګه د ثانویه زده کړي درې کاله وخت نيسي. او د جامعي (پوهنتون) یا لوړي زده کړي د څلورو او شپږو کالو په منځ کي دي.
 
کله چي زده کونکی د ثانوي مرحلې څخه په ښه تقدیر او نمرو سره فراغت تر لاسه کړي نو بيا په پوهنتون او معهدونو یا دیني مدارسو کي داخله اخلي او کله چي بیا د پوهنتون سند او شهادت پاڼه په جيد جداً يا ممتاز درجو سره کاميابي حاصله کړي نو بيا خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکوي تر څو د ماسټرۍ او بالاخره د دکتورا سندونه تر لاسه کړي.
 
د بله اړخه په عربي هيوادونو کي د تعليم دوه ډوله نظامونه دي، یو دولتي زده کړي دي چي دولت يي پالنه کوي، د مکاتبو او پوهنتونونو تعمیرات جوړوي، درسي مواد او استاذان ورته برابروي. او دوهمه ډول بیا غير حکومتي یعني شخصي تعلیمي نظام دی چي د هغه پالنه ځیني ټولني، ادارې او یا افراد کوي. (العربیة بین یدیک، ۲)
 
د تعلیمي مراحلو جدول
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته