تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د زمانې منافقان !
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 2, 2019
  0

مولوي عنایت الله علمي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

هغه عُیینه چي د غطفان رئيس ؤ او په پخوا کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د احمقِ مُطاع نوم پر ايښى ؤ او په وروسته کي مسلمان سو، خو د ده اسلام هم د غنيمتو د پاره ؤ،  حتّْی د مکې مکرمې فتحي ته هم د غنيمت د پاره راغلى ؤ، اوس طائف ته هم په دغه مقصد راغلى دى، دغه عُیینه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: يا رسولَ الله! اجازه راکه چي زه د طایف د مشرانو سره خبري وکړم او ما وژلاى هم نه سي ځکه زه د  غطفان رئيس او سردار يم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم اجازه ورکړه چي هو ورسه خبري ور سره وکړه، عُیینه بن حصن و اهل طائف ته ورغلى اول يې امان  و غوښتى امان ورکول سو او دئ هلته دننه و قلا ته ورغلى د طائف مشران ورته را ټول سوه ويل: څه خبر دي را وړى دى؟ ده ورته و ويل: خبره دا ده چي زموږ لښکر ضعيفه دى د جنګ طاقت نه لري تاسي نه وليدل چي په حنين کي په اوله حمله مات سوه، ورته ټينګ سئ او صبر وکړئ په تاسي هيڅ نه سي کولاى تاسي په قلاوو کي ياست مسلمانان ستاسي سره د جنګ کولو طاقت نه لري پام کوئ چي تسليم نه سئ.

 

سبحان الله! دا اوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قاصد دى او خبري ټوله د مسلمانانو پر ضد کوي، د اهل طائف هم اطمينان حاصل سو او نيت يې وکړی چي نه به تسليميږو، که څه هم د مخه بيرېدل او په شک کي وه چي تسليم سو که يا؟ مګر اوس چي عُیینه بن حصن ورغلى او دغه خبري يې ورته وکړې اهل طائف بالکل تسليمېدل رَد کړه او د جنګ نيت يې وکړی، عُیینه بن حصن بيرته و مسلمانانو ته ورغلى. 

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه ځني وکړه چي کومي نتيجې ته ورسېدې؟ عُیینه ويل: يا رسولَ الله! و مي بېرول ستا او ستا د لښکر قوت مي ورته بيان  کړی، ورته و مي ويل: تاسي څوک ياست چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  سره جنګېږى؟ خيبر په هغه اسلحه او هغه قلاوو نه سو ورته ټينګ! تاسي ورته ټينګېدلاى سى؟ تسليم سئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دغسي دي ورته و ويل؟ ده ويل هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا! بلکه تا داسي او داسي ورته و ويل، عمر فاروق رضی الله عنه ولاړ سو او توره يې پورته کړه ويل: يا رسولَ الله! اجازه راکه چي غاړه يې ور پرې کړم دا منافق دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: پرې يې ږده يا عمر! بيا به خلک وايي چي محمّد خپل ملګري وژني، حضرت ابوبکر رضی الله عنه  ولاړ سو هغه هم دغه حال نه سواى زغملاى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قاصد دي وکفارو ته د زړه ډاډ ورکړي او هغه دي د مسلمانانو و جنګ ته تشويق کړي، ويل: يا عُیینه! داسي کارونه کوې او داسي درواغ وايې! حال دا چي ته په کلمه سره د (لا إلْه إلاّ الله و أن محمّداً رسول الله) شاهدي آداءکوې آيا دا د مسلمان کار دى؟ عُیینه په عذر او زاريو شروع وکړه ويل بخښنه غواړم زه ضعيفه يم بيا داسي نه کوم، خطاوتم عذرونه وايي. 

 

وروڼو! دغسي معلومات زموږ او ستاسي د پاره درس او عبرت دی، اسلامي ټولنه هيڅ وخت د دغسي ضعيف الإيمانه او منافق مزاجه انسانانو څخه نه خالي کيږي، دا نبوي عهد ؤ او دغسي اشخاص پکښي پيدا کېدل، خو بيا هم هلته الْهي وحيِ نازلېدې او دغسي اشخاص لکه عبدالله بن اُبى بن سلول، يا عُیینه بن حصن او داسي نور پکښي رسوا کېدل، اوس خو وحيِ نسته او د زړو مالک الله دى، نو ويښ او بيداره اوسئ په اشخاصو او د هغو په نظرياتو پسي مه ځئ، د خپل ځان پيشوا او مقتداء کلام الله او رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د هغه غوره اصحاب وګرځوئ، نو به مو د جنت د داخلېدلو اميد پر ځاى وي، په پوره ډول سره ځانونه د واقعي اسلام په  احکامو خبر کړئ. د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ژوند او احاديثو ځان خبرکړئ او عمل په وکړئ، ځکه نن ورځ داسي شيطان صفته مسلمانان د علماوو  په نامه سره پيدا سوي دي چي د کلام الله او احاديثِ رسولِ الله صلی الله علیه وسلم  معناوو ته هم د خپلو شيطاني مقصدو د حاصلولو د پاره تغير ورکوي، د خپلو شخصي ګټو د حاصلولو د پاره يې د دين په اړولو هيڅ پروا هم نه کيږي، د پاره د دې چي د دغسي کسانو په دام کي و نه لوېږى فقط د پخوانيو علماوو پر تفاسيرو او د احاديثو د کتابونو پر شروحو اعتماد کوئ، نه د دغو بې پروا مسلمانانو پر فتواوو.

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته