تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عمرو بن العاص ؓ د قیادت مهارتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 17, 2019
  0

مولوي عنایت الله علمي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ذات السلاسل په غزا کي  د لښکر عمومي قومندان عمرو بن العاص رضی الله عنه  ؤ او د اصحاب کرامو لوى لوى مشران د ده تر امر لاندي وه حال دا چي دئ نَوَى مسلمان دى او د اول وار دپاره د لښکر امير مقرريږي، فقط پنځه مياشتي د مخه د کفارو د رئيسانو څخه ؤ او اوس د مسلمانانو آمر دى، خير لښکر د قضاعه پر طرف ور رهي دى د شپې تګ کوي او د ورځي پټيږي څو بالکل و قضاعه ته ور نژدې سوه.

 

اوس چي د دوى او قضاعه په منځ کي ډيره لږ فاصله پاته ده شپه ده او ډير شديد يخ دى، دا هغه شپه ده چي سبا حمله کيږي خو په دغه شپه عمرو رضی الله عنه  ټول لښکر د اور بلولو څخه منعه کړى، خلک د يخه څخه ډير په عذاب سوه، تاسي پوهېږى چي په دښت کي يخ ډير شديد وي خاصتاً دغه منطقه چي د شام حدود دي ډيره يخه ده او بيا اور هم نه وي، نو خود ټول لښکر د يخه څخه په عذاب او تکليف ؤ، د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د طاقته و وتل او عمرو رضی الله عنه  ته ورغلى ويل: يا عمرو! خلک دي په تکليف کړه پرېږده چي اور بل کړي، عمرو رضی الله عنه  ويل: يا! قسم په الله يو نفر به هم اور نه کړي بل، عمر فاروق رضی الله عنه په قهر او غُصه بيرته ځني راغلى.

 

خير شپه تېره سوه سهار سو، په شپه کي پر عمرو بن العاص رضی الله عنه  د جنابت غسل لازم سوى ؤ پسله استنجاء څخه يې تيمم و واهه، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه وليدى چي عمرو تيمم وهي، ويل ولي تيمم وهې؟ عمرو رضی الله عنه  ويل: پر ما د جنابت غسل لازم سوى دى، عمر رضی الله عنه ويل: اوبه موجودي دي، عمرو ويل: يا په اوبو غسل نه کوم، ويل: څنګه غسل نه کوې؟ اوبه چي موجودي وي تيمم نه دى روا، عمرو رضی الله عنه ويل: ډير زورور يخ دى غسل نه سم کولاى، خير تيمم يې و واهه او خلکو ته يې هم په دغه تيمامه لمونځ ورکړی، اوس نو پر مسلمانانو دغه د ده کارونه نور هم درانه سوه، عمر بن الخطاب رضی الله عنه  ته قهر ورغلى مګر بيا هم غواړي چي د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه سره مشوره وکړي، ويل: يا ابا بکر! ته نه ويني چي عمرو څه کارونه کوي؟ ځکه عمرو رضی الله عنه  نسبت و دوى ته نوى مسلمان ؤ د دين په کارو او مسئلو دومره نه ؤ خبر لکه دوى او پر هغه سربېره په دين کي او د دین په کارونو کي پر دوى آمريت کوي او داسي مخالف کارونه کوي، نو ځکه مسلمانان دغه د ده په تصرفاتو نه وه راضي، مګر ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه چي په ټول عمرکي صِديق ؤ و ويل: يا عُمر! په والله که عَمرو د دغه کار د پاره تر تا بهتر نه واى رسول الله صلی الله علیه وسلم  به پرتا نه واى آمر کړى.

 

نو عمر رضی الله عنه د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه په دغه جواب چپ او ساکت سو څه یې و نه ویل. 

 

 

كله چي مسلمانان د سهار د لمانځه څخه فارغه سوه، مسلمانانو د عمرو بن العاص رضی الله عنه  په امر د قُضاعه پر قبيله په يوه وار حمله وکړه، حمله ډيره شديده او يو ځايي وه د قضاعه د قبيلې هيڅ دا خيال او ګمان نه ؤ چي مسلمانان دي پر دوى حمله وکړي، جاسوسانو يې هم خبر نه ؤ ورته را وړى دا حمله ناڅاپه وه، د قضاعه خلکو په تېښته شروع وکړه بالکل د خپلي منطقې څخه و وتل، خپله مځکه او قبيله يې پرېښوول، مسلمانان په پسې دي وژني يې بنديان ځني نيسي، په دغه وخت کي عمرو بن العاص رضی الله عنه  امر وکړی چي پرې يې ږدئ او ځني را وګرځئ. 

 

دلته بيا مسلمانان ناراضه سوه وايي موږ اوس پر کاميابه سوو پرېږده چي بنديان ځني ونيسو، وې وژنو، هغه دي دوى تښتي، عمرو رضی الله عنه  ويل: يا! پرې يې ږدئ او ځني را وګرځئ، مسلمانان نور هم د ده په دغه امر سره ناراضه سوه، ويل: ممكن ټوله قبیله بنديان ونيسو، خو ده رضی الله عنه  امر وکړی چي ځني را وګرځئ، مسلمانان که څه هم ناراضه وه خو د خپل امیر اطاعت یې وکړی او را وګرځېدل، هغه شيان چي د قضاعه په قبيله کي موجود وه لکه پسونه، اوښان او نور سامانونه چي دوى را وړلاى سواى هغه يې په غنيمت واخستل او د غنيمتو سره بيرته مدينې منورې ته راغله. 

 

کوم وخت چي لښکر مدينې منورې ته ورسېدى مسلمانانو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د عمرو رضی الله عنه  د اعمالو او تصرفاتو څخه شکايت وکړی چي د دوى سره يې داسي او داسي کول، رسول الله صلی الله علیه وسلم  عمرو رضی الله عنه راوغوښتى او ويل: يا عمرو! ولي دي خلک په تکليف کړه چي د اور و بلولو ته دي نه پرېښوول؟  عمرو رضی الله عنه  و ويل: يارسولَ الله! زموږ شمېر او عدد لږ ؤ، قُضاعه او هغه کسان چي د دوى ترشا ولاړ وه که په موږ خبر سوي واى والله موږ ټول به يې وژلي واى، نوکه موږ اور بل کړى واى يقينًا او بېله شکه هغه په موږ خبرېدل او قسم په الله چي بيا به مو نجات نه واى پيدا کړى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: صَدَقتَ، رشتيا او صحيح دي و ويل. 

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا ورته و ويل: ولي دي د خلکو امامت وکړی او تا تيمم وهلى ؤ؟ حال دا چي اوبه هم درسره وې، عمرو رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! دومره زورور او شديد يخ ؤ که مي غسل کړى واى هلاکېدم، مړ کېدم او الله جل جلاله فرمايي: 

 

(وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ...) [البقره:۱۹۵] 
يعني:خپل ځانونه په خپل لاس په هلاک کي مه اچوى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: صَدَقتَ. 

 

بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ولي دي خلک د بنديانو د نيولو څخه منعه کړه؟ عمرو رضی الله عنه و ويل:يا رسولَ الله! که دوى په هغو پسي تللي واى سره پاشل کېدل او که پاشل سوي واى بيا دښمن را باندي غالبه کېدى، دا نه ده صحيح چي موږ په داسي مځکه کي چي هلته زموږ دښمنان ډير وي يو يو او سره وپاشل سو، په داسي ځاى کي چي د دښمن شمېر زيات وي لښکر بايد سره يو ځاى وي او ما هم دغه امر ورته کړى دى چي را ټول سئ مه سره پاشل کېږئ، بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و فرمايل: صدقتَ.

 

 رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عمرو بن العاص رضی الله عنه  ټول تصرفات او اوامر صحيح او پرځاى و بلل او هغه يې ور تائيد کړه. 

 

د نبوي سیرت څخه

سرته