تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نیت د مسلمان د زړه رادار دی (۴)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 19, 2019
  0

ليكنه : مفتي احسان الله رشاد


د مسلمان نیت په هر عمل کې زیات اهمیت لري ، نیت د روح په مثال دی او اعمالو د جسد ، نیت د درختي د ريښو په شان دی ، او اعمال يې د ښاخو ، که روح نه وي ، بدن په مړو کې حساب دی ، او که د ویني ريښې پرې شي نو ښاخونه به يې د ځمکي پر سر را پرېوزي ، نو ځکه په هر عمل کې نیت ډیر مهم دی ، که مو نیت صحیح وو ، عمل مو سالم او ثواب ورباندي مرتب دی ، خو که نیت فاسد وي ، عمل مو نه دا چې د ثواب ذریعه نه کیږي ، بلکي ریاء ، سُمعت او شرک ترینه جوړیږي .


علامه انور شاه کشمیري رحمه الله تعالی په حجة الله البالغة (۲/ ۲۵۷) کې وايې : د نیت اصلاح د برکاتو د نازلېدلو سبب دی .


علامه زحیلي رحمه الله تعالی په الفقه الإسلامي وأدلته (۱/ ۲۲۶) کې داسي لیکي : نیت د مسلمان د زړه رادار دی ، یا به يې د خیر لور ته سوق کړي او یا د شر خوا ته .


نیت د مسلمان د عمل دارومدار دی ، او د شرعي اعمالو لکه : عبادات او معاملاتو د سوچه کولو معیار دی ، په دې سره به شرعي عمل یا صحیح سي او یا به ورباندي باطل او بې کاره سي .


نیت پر عمل باندي د آخرت د ثواب لامل دی ، یا به د ثواب او د تل پاتي جنتونو لپاره لامل وګرځي ، لکه د جهاد نیت ، د مؤمنانو سره مینه او د زړه صفايې او یا به د عذاب ، کینې، حسد او بغض ، ریاء ، شهرت او د ځان ښکاره کولو سبب سي .


د چا چې نیت ښه سو او باطن يې صالح سو ، نو بس په دنیا او آخرت کې کامیابه او سرلوړی دی ، او د چا چې نیت خراب سو ، باطن يې فاسد سو ، نو په دنیا او آخیرت کې تاواني سو .


د مسلمان د اعمالو لپاره نیت ستر اهمیت لري ، په نیت سره سړی کولای سي ، چې ښه زیاتي نیکیاني بې له کوم مشقت او تکلیفه وګټي .


رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : دنیا څلورو نفرو وګټله :
اول : هغه سړی ، چې الله ورته مال او علم دوراړه ورکړي وي ، په دې کې ښه پرهیزګاره واوسي ، صله رحمي په کې وکړي ، او په دې کې د الله حق وپېژني ، دا نو تر ټولو ښه منزلت دی .


بل هغه څوک چې الله ورته علم ورکړی وي ، او مال يې نه وي ورکړی ، خو دی ښه نیت لري ، او وايې : که مي مال درلودای ، نو فلان فلان کار به مي کړی وو ، بس دا سړی په نیت سره اجر ګټي ، دا او ړومبی سړی سره برابر دي .
او بل هغه څوک دی ، چې الله مال روته ورکړی وي او علم نلري ، په مال کې تنګدستي کوي ، په دې کې پرهیزګاري نه کوي ، صله يې رحمي نه کې پالي ، او په مال کې د الله حق نه پېژني ، دا نو تر ټولو بد منزلت والا دی .


او بل بیا هغه څوک دی ، چې نه مال ولري او نه علم لري ، خو دا سړی وايې : که زما مال وای ، نو ما به فلان کار په کړی وای ، بس له دې سړي سره د ده په نیت معامله کیږي ، ، د دې او مخکني سړي اجر سره برابر دی.


 ( یعني : څوک چي مال هم لري علم هم لري ، او نیک عمل کوي ، له دې سره د دې سړي چې نه مال لري او نه علم لري ، خو نیت لري ، دواړه په اجر کې سره برابر دي ) . سنن الترمذي ت بشار (۴/ ۱۴۱)


نو ګرانه لوستونکي زرینه موقع ده ! 
کوښښ وکړه ، او ژر تر ژره داسي نیت وکړه ، چې که مي مال درلودای ، نو صله رحمي به مي په کړې وای ، د مورو او پلار سره به مي نیکي په کړې وای ، د فقیرانو ، محتاجو او مسکینانو لاس نیوی به مي کړی وای ، مسجدونه به مي په جوړ کړي وای ، مدارس به مي په جوړي کړي وای ، د حق د لاري مجاهدین به مي په تیار کړي وای ، چې د کفارو سره يې په ښه توګه جهاد کړی وای ، د مسلمانانو بندیان به مي په ازاد کړي وای ؛ د یاد حدیث په رڼا کې که تاسو دا رنګه نیت وکړی ، نو که څه هم یو څه هم په عمل کې ونکړی ، خو بیا به هم الله رب العزت د دې ټولو ثوابونه در کوي .
رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد کوي :
څوک چې له زړه د الله څخه د شهادت غوښتنه وکړي ، الله به يې د شهیدانو مرتبې په برخه کړي ، که څه هم پر خپل ځای مړ سي . (صحيح مسلم: ۳/ ۱۵۱۷)


له دې حدیث څخه دا په ښکاره معلومیږي ، چې یوازي په نیک نیت سره الله د شهادت مرته ور په برخه کوي ، ځکه د شهادت رښتنې غوښته داسي ده ، ګواکي ده ځان د شهادت لپاره وسپاری او زړه يې ورباندي راضي سو ؛ او دا هم یاد ساتئ ! چې د مجاهدینو لپاره په جنت کې سل درجې دي ، چې د یوې او بلي درجې په منځ کې د ځمکي او اسمان فاصله ده .


نو مناسبه دا ده ، چې مسلمان په هره دعا کې د زړه له اخلاصه د شهادت غوښتنه وکړي .


عمر رضي الله تعالی عنه به دا دعا کوله ، چې الله دي ، د الله په لار کې شهادت را نصیب کړي ، او الله مي دي مرګ د ده د رسول صلی الله علیه وسلم په ښار کې وګرځوي . لور حفصې ( رضي الله تعالی عنها ) ورته وویل : دا نو څنګه سره کېدلای سي ؟ ده ورته جواب ورکړ : چې که د الله خوښه سي ، نو وبه سي ، هغه همداسي وسول ، مجوسي هلته په شهادت ورساوی .


ملا علي قاري رحمه الله تعالی وايې : چې دا هم مستحب ده ، چې سړی د الله څخه د رسول صلی الله علیه وسلم په ښار کې د مرګ غوښتنه وکړي . (مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح: ۳/ ۱۱۵۷).


یحیی بن کثیر به ویل : چې نیت زده کړئ ، ځکه نیت تر ټولو غوره عمل دی .


ځیني علماء وايې : د نیت تجارت د علماؤ تجارت دی ، ولي چې علماء په دې پوهیږي ، چې څرنګه نیت وکړي ، او له کوم عمل سره د کوم عمل نیت مل کړي ، نو له دې نه دا واضحه سوه ، چې د نیت لپاره تر ټول غوره شی ، هغه علم دی .
یاد ساتئ ! د نیت تجارت ، هغه غوره تجارت دی ، چې په لږ وخت کې ډیره ګټه لري .


نور بیا...

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته