تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت حسین رضی الله عنه ژوند او مناقب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 5, 2019
  0

بسم الله الرحمن الرحيم

راغونډونه: شریف الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

حضرت حسین بن علي رضي الله عنه 
حضرت حسین بن علي رضي الله عنه د څلورم هجري کال د شعبان په مياشت کي پيدا شوی، له پیدایښت نه وروسته یې رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر تالو شهد ور وموښل او خوله  یې په خپله مبارکه ژبه ورلمده کړه ، دعا یې ورته وکړه او حسین نوم یې ورباندي کېښود.


او لکه مخکي چي یادونه وشوه د حضرت حسن رضي الله عنه مخ د رسول الله صلی علیه وسلم له نوراني مخ سره ورته والی درلود پداسي حال کي چي د حضرت حسين رضي الله عنه جسم د رسول الله  صلی الله علیه وسلم له مطهر جسم سره ورته والی او مشابهت درلود.


د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات پر مهال حضرت حسین رضي الله عنه ښپږ نيم کلن وو.


له حضرت ابو ایوب انصاري رضي الله عنه نه روايت دی چي وایي: یوه ورځ زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته ورغلم ، حضرت حسن او حضرت حسین رضي الله عنهما دواړو د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مبارکه سينه لوبي کولې، ما عرض وکړ: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له دوی سره څومره مینه کوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل هو، ولي نه، دا دواړه په دنیا کي زما ګلونه دي.


حارث له علي رضي الله عنه څخه په مرفوع روایت را نقلوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي حسن او حسین د جنت د ځوانانو سرداران دي ، د یزيد بن ابي زياد په روایتونو کي راځي چي یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم د حسين رضي الله عنه د ژړا آواز واورېد، نو د هغه مور یعني خپلي لور ته یې وویل : آیا ته په دې نه پوهېږې چي د حسین ژړا ما خفه کوي؟


حضرت حسین رضي الله عنه په (۱۵) هجري کال کي په قسطنطنیې باندي د بربر په عملیاتو کي ګډون درلود او په همدې حمله کي یزید بن معاویه رضي الله عنه هم ګډون درلود.


حضرت حسین رضي الله عنه ډیر عبادت کونکی، د لمانځه، روژو او حج پابند او شل ځله یې پیاده د حج سفرونه کړیدي .
حسین بن علي رضي الله عنهما ډیر متواضع انسان و، یو ځل یې په داسي حال کي چي پر آس باندي سپور وو، یوه ډله غريبان یې وليدل چي په ځمکه ناست وه د ډوډۍ ټوټې یې خوړلي سلام یې ورته وکړ، هغوی ځواب ورکړ او ورته ويې ویل: هلم یا ابن رسول الله صلی الله علیه وسلم ! اې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زویه! راسه له موږ سره ډوډۍ وخوره ، حضرت حسین رضي الله عنه فوراً له آس نه راکوز شو، ورغی او په ډوډۍ ورسره شريک شو او دا ایات یې تلاوت کړ: 


(إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِينَ) (النحل: ۲۳) 
[الله تعالی کبرجن خلګ نه خوښوي ] 

 

حضرت حسین رضي الله عنه چي له هغه خلګو سره هغه ټوټې ډوډۍ وخوړله ، فارغ شو، نو ورته ویې ویل: وروڼو! تاسو بلنه راکړه ما ومنله ، اوس زه تاسو ته د خوړو دعوت درکوم ، هغوی ومنله او د حضرت حسین رضي الله عنه کورته ورغلل ، هلته چي کېناستل ، حضرت حسین رضي الله عنه خادم ته غږ کړ: ربابه ! راوړه ، څه چي پاتي دي خوندي ساتل شوي هغه راوړه .

 


 

حضرت ابن عیینه ویلي چي له عبدالله بن زید نه روایت دی وایي: ما حسین بن علي رضي الله عنهما هغه وخت ليدلی چي د سر او مبارکي ږيري ويښتان یې تور وه ، یوازي د مبارکي ږيري په پورتنی برخه کي یې سپین لګېدلي وو.


عمر بن عطاء وایي: ما حضرت حسین رضي الله عنه ليدلي چي په وسمه به یې د ږیري مبارک ورېښتان رنګول، د سر او ږيري ورېښتان يې بالکل تور وه. 


د یزيد بن معاویه ولایت
حضرت معاویه رضي الله عنه له ځانه وروسته حضرت حسن رضي الله عنه د خليفه په توګه کانديد کړی وو، خو یو شمېر واليانو او مامورينو د يزيد د ټاکلو وړانديز کړی وو، او معاویه رضي الله عنه په دې اړه متردد وو، مګر کله چي حضرت حسن رضي الله عنه وفات شو، نو د یزيد د ټاکلو او وليعهد د مقررولو امکانات زيات شول. د معاویه رضي الله عنه تردد ختم شو ، ځکه پلار وو او په اولاد دا ډول مهرباني غیر طبیعي خبره نه وه. معاویه رضي الله عنه د یزید د ټاکلو او خلافت په اړه له حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنه سره د خبرو په ترڅ کي ویلي وو: لدېنه ویره لرم چي له ځانه وروسته رعیت په داسي حال پرېږدم لکه د میږو ، بزو رمه چي په باران کي په یوه او بله روانه وي، او شپون ونه لري .


په هر حال د یزيد لپاره بيعت واخستل شو او دغه مهال هغه (۳۴) کلن وو. حضرت معاویه رضي الله عنه په (۴۹) هجري کي خلګ له یزيد سره بیعت ته راوبلل ، مسلمانانو په عامه توګه دا اقدام خوښ نکړ، سخت اختلاف او عکس العمل یې څرګند کړ ځکه خلګ د یزيد له اعمالو، ښکار او نورو تفريحي مشاغلو نه خبر وو، مسلمانانو یزيد ته هم وويل چي ددې کار لپاره را مخکي نشي او همدا به یې په ګټه وي. یزيد چي د خلګو له رایي نه خبر شو، عام ذهنیت ورته معلوم شو ، نو لدې کار نه یې د لاس په سر کېدو فيصله وکړه ، د ولي عهدۍ دندي اخستلو اراده یې پرېښوده، له پلار سره يې خبري وکړې او دواړه ددې کار په پرېښودو او د خپلي ارادې په بدلون موافق او متفق شول . 


خو چي ۵۶ هجري کال راغی معاویه رضي الله عنه بیا د یزید لپاره د بیعت اخستلو لپاره اقدامات او اجرآت پیل کړل، خلګو ته یې بلنه ورکړه او ټولو ولایتونو ته یې مکتوبونه واستول په نتیجه کي ټولو ولایتونو بیعت وکړ ، یوازي عبدالله بن عمر، حسین بن علي، عبدالله بن زبير او عبدالله بن عباس رضي الله عنهم بیعت ونکړ.


بیا معاویه رضي الله عنه د حج د مناسکو د ادا لپاره مکې ته لاړ، او له مکي نه د بیرته ستنېدو په وخت مدينې منورې ته ورغی او هلته یې یوه خطبه وویله او په داسي حال کي چي پورته یاد سوي کسان له منبر سره نږدې ناست وو، خلګو له یزيد سره بیعت وکړ، خو دوی پخپل ځای ناست وو نه یې ښکاره مخالفت وکړ او نه یې موافقه وښودله، ځکه سخت تهديد او ویرول شوي وو، او په دې ترتيب سره د یزيد بیعت په ټولو سيمو کي ومنل شو او له ټولو و لایاتو نه یزید ته د پلاوو راتلل شروع شول.


د یزید ژوند دود او اخلاقي حالت
طبراني ليکلي چي : یزید د خپلي ځوانۍ په پیل کي شراب څښل او د کم عمره خلګو په لار روان وو.


ابن کثير ليکي: یزيد غوره صفات هم درلودل لکه سخاوت، مروت، فصاحت، شاعري، مېړانه، شجاعت، په ملکي امورو کي مهارت او همدارنګه د شکل او قیافې له پلوه هم ښکلی وو، په معامله او د خلګو په ليدو کتو کي خوش اخلاقه انسان وو، خو ددې ترڅنګ یې آزادۍ، عیش او ارامۍ ته تمایل درلود، کله کله به یې لمونځ نه کاوه او ځیني وخت به یې بالکل لمونځ پرېښود. تر ټولو ناوړه صفت چي د خلګو د غوسې سبب شوی وو هغه د شرابو څښلو، غیر اخلاقي ژوند دود او د شريعت مخالف ځیني اعمال او حرکات وو.


خو په یزید باندي د زندقیت او الحاد الزام او تور نه وو لګېدلی، البته ځیني اعمال او اخلاق یې فاسقانه وو. (البدایة والنهایة)


ویل شوي چي یزید له سندرو، ګډا، شراب څښلو، راګ رنګ او ښکار سره مینه او تړاو درلود، نابالغ هلکان، سندرغاړي، او سپي یې په کور کي ساتل، ښکرور پسونه، خرسان او بیزوګان به یې جنګول او ده به یې تماشا کول. په ۲۵ یا ۲۶ یا ۲۷ هجري کي زېږېدلی ، او د خپل پلار د واکمنۍ په دوره کي داسي بیعت ورسره وشو چي له هغه وروسته به خلیفه او یا حاکم وي او د معاویه رضي الله عنه د وفات نه وروسته بیعت بیرته وورسره نوی شو.


حضرت عمربن خطاب رضي الله عنه فرمایلي وو: د کعبې په رب قسم چي زه په دې پوهېږم عربان به کله تباه کیږي، دا به هغه وخت وي چي مشرتابه یې هغه شخص ته په لاس ورشي چي د جاهلیت زمانه یې نه وي لیدلې او په اسلام کي هم د خاص مقام اثر او رسوخ درلودونکی نه وي. 


یزید چي کوم اخلاق او عادات درلودل نو دا مناسبه نه وه چي راشده خلافت سره متصل او نږدې د مسلمانانو مشر وټاکل شي، هغه وخت د لوړ مقام درلودونکي اصحاب رضي الله عنهم او قدرمن تابعین ژوندي وو، او په منځ کي یې داسي شخصيتونو وجود درلود چي په څو ځله له یزید نه د خلافت او حکومت مستحق او حقدار وو، او د هغو اهدافو د تحقق پوره توان او طاقت یې درلود چي اسلام ټاکلي، قرآن پرې شاهد دی او پلي کول یې د خلافت دنده ده .


له همدې امله وه چي خلګو دا توپیر احساس کړ، دا عدم تناسب یې ولید او که دا کار څه موده وروسته شوی وای نو خلګو به بیا دومره شدید عکس العمل نه ور سره ښودلای ، او خلګ به د داسي غبرګون او رد فعل ښودلو ته نه اړ کېدل کوم چي آثار یې وروسته د اموي او عباسي خلافتونو په دوران کي ښکاره شول.

 

ان شاءالله نور بیا...

 

ماخذ: المرتضی، علامه ابوالحسن علي ندوي رحمه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ورپسې لیکنه:
د کربلاء پېښه

سرته