تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فکري جګړه: د مقدساتو سپکاوی او اختلافات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 16, 2019
  0

په اسلامي هیوادونو کي د فکري جګړې اغېز (۱۲-۳)

لیکنه: عبید الله / د فکري جګړې مونوګراپ

 

٥: د اسلامي مقدساتو سپکاوى: 
     د اسلام سپيڅلى دين د الله تعالى جل جلاله په وړاندې يواځينى منلى شوي دين دى ځکه چې د اسلام د دين ګرد اوامراو نواهي د الله جل جلاله له پلوه د خپلو بندګانو د نېکمرغۍ لپاره نازل کړاى شوي دي او په دغه دين او د الله جل جلاله په شريعت کې د هيڅ يو بنده لپاره د لاسوهنې حق نشته بلکې يواځې او يواځې د واحد او واحد الله تعالى نظام دى لکه چې الله تعالى جل جلاله فرمايلي دي:
(
إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ

 

نواسلام د ټولو انبياوواو رسولانو علیهم السلام دين دى مګر صليبيان ددغه حق دين سپکاوى کوي لومړى سپکاوى يې دا دى چې د اسلام د حق دين په وړاندې يې سنګر نېولى دى او د مسيحيت باطل دين ته دعوت چلوي هغه دين ته چې د خپلو خواهشاتو او غوښتنو مطابق يې جوړکړى دى دويم دا چې صليبيان د اسلام د مبارک دين د ټولو قوانينو سپکاوى کوي برابره خبره ده که هغه سياسي ، اقتصادي ، ټولنيز، ښوونيز يا روزنيز قوانين دي او دغه سپکاوى له ٢٠٠١م کال څخه را پدې خوا کله چې د امريکا په مشرۍ صليبيانواو نورو اسلام دښمنه ځواکونو د اسلام په وړاندې د صليبې جګړې اعلان وکړ نو له دې نه وروسته يې خپل ټول سمعي او بصري وسائل ددغې موخې دلاسته راوړلو لپاره وقف کړل او د اسلام په شرعي قوانينو يې تهاجمي هراړخيز يرغلونه پيل کړل ترڅو دغه الهي فطري نظام په بشري ټولنو کې منفور او بدنام او بالاخره له مينځه يوسي چې ددغوسپکاويو يو څو بېلګې په لاندې ډول دي :

 

د في سبيل الله جهاد سپکاوى: په ٢٠٠١م کال کې د صليبيانو فرعون صفته مخکښ جورج بوش د اسلام د عظيم رکن جهاد سپکاوى وکړ او في سبيل الله جهاد يې تروريزم وباله . جهاد نه د قومي تعصب او قومپالنې لپاره، نه د عامه وژنو لپاره او نه د دولت ګټلو لپاره فرض کړل شوى دى بلکې د خورا سترو او مهمو اهدافو لپاره فرض کړاى شوى دى هغه اهداف چې د ټول بشريت لپاره د خير او ښېګڼې څخه بل څه نه دي. (پداسي حال کي چي کفار د خپلو ګټو د ساتني لپاره پر نورو هیوادونو یرغل کول، عامه وژنه کول بیا پرمختګ او مرسته بولي).

 

د اسلامي حجاب سپکاوى: که څه هم صليبي سيکولر حکومتونو له پخوا څخه په خپلو هېوادونو کې پر مسلمانو مېرمنو د شرعي حجاب د بنديز لګولو لپاره ځانګړي شيطاني قوانين جوړ کړي دي او پر مسلمانو مېرمنو يې راز راز فشارونه راوړي دي ترڅو هغوى هم د خپلو ښځو په شان بربنډ مخونه او لوڅ سرونه په تعليمي او اداري مراکزو او ټولنو کې (د نارینه د شهوت پالني ذریعه) وګرځوي. مګر ددې لپاره چې په اسلامي هېوادونو کې هم د اسلامي حجاب له حياء ،عفت او عصمت څخه ډک الهي فرمان له پښو لاندې کړي او پر ځاى يې غربي او امريکايي بې حياء او فاحش تش په نوم تهذيب او کلچر دود کړاى شي نو د ٢٠٠١م کال پر افغانستان باندې د امريکا د يرغل څخه وروسته امريکا خپل ټول خپرونکي وسائل د اسلامي حجاب سپکاوى ته وقف کړل. د خپلو تلوېزوني چينلونو په ذريعه يې د حجاب په سپکاوي کې جوړې کړې ډرامې خپرې کړې، په اخبارونو او مجلو کې يې د حجاب په سپکاوي کې مضامين او افسانې خپرول پيل کړل چې تر اوسه هم دام لري .

 

د اسلامي لباس (جامې ) سپکاوى : غربي سيکولر او امريکايي اسلام دښمنه ښکېلاک د اسلامي لباس لکه څادر، پټکي ، قمیص ، پرتوګ، ږيرې او نورو پر خلاف تبليغات پيل کړي دي ، د اسلامي لباس په سپکاوى کې ليکنې کوي او د خپل کفري لباس پتلون ، نېکټايي او بربنډګر ځېدلو بې حيايي په مسلمانانو کې د ترويج هلې ځلې کوي .

 

د لمانځه سپکاوى : د٢٠٠٠م کال په جنورۍ کې صليبي اسلام دښمنو په انټرنيټ باندې د اسلام د بنسټيز رکن (لمانځه ) په سپکاوى کې يو انځور خپور کړ چې په دغه انځور کې په لمانځه پورې ملنډې او تمسخر کړاى شوى وه دغه انځور خبيثانو دومره په مهارت سره جوړ کړى وو چې د اصليت ګومان پرې کېدلاى شو لنډه دا چې کفار د خپل شيطاني فطرت د لرلو په وجه د اسلام د سپيڅلي دين د هر معنوي او تهذيبي عمل سپکاوى کوي .(٤_٤٩_٦٢)

 

۶: د مسلمانانو تر مينځ د خپل مينځي شخړورامينځ ته کېدل :
 دا چې وروستني اسلامي خلافت (عثماني خلافت ) په نړۍ کې د مسلمانانو د کلک او پياوړي يوالي استازيتوب کاوه نو صليبي اسلام دښمنو دا وپتيله چې دغه اسلامي خلافت د مسلمانانو يووالي ته غوټې وراچولي دي او مسلمانانو ته د شمعې حيثيت لري چې د پتنګانو په څېر پرې راڅرخي نو دوى لازمه وګنله ترڅو لومړى د مسلمانانو د کمزوري کولو لپاره د هغوى يووالى له مينځه يوسي او هغوى په داسې وړو وړو دولتونو، مذهبونو، ګوندونو او ډلو باندې ووېشي ترڅو په راتلونکي کې د دوى په وړاندې د مقابلې توان ونه لري او په دې کار سره دوى (د اسلام دښمنان ) وکولاى شي چې په کراره کراره دغه وېشل شوي مسلمانان کمزوري او بالاخره له مينځه يوسي چې په دغه کار کې تر ډېره حده بريالي هم شول.


د بېلګې په توګه دوى ددغه کار لپاره لومړى عرب ملتونه د عثماني ترکانو پر وړاندې پاڅون ته وهڅول او هغوى ته يې مختلفې تخريبونکې خبرې کولې مثلاً دا چې تاسې (عربان ) د اسلام لومړنى قوم يي او همدا تاسې اسلام نورو ته رسولی ، ستاسې ژبه پاکه ده .... نو بايد تاسې د خلافت واکمنان شی چې بالاخره د همدې ناوړه هڅونو په پايله کې اسلامي خلافت په ځاي ددې چې د عربو لاس ته ولوېږي داسې ټوټه ټوټه شو چې نور نو ددغه اسلامي خلافت نوم هم څوک په خوله نه اخلي . په همدې ډول يې په نورو اسلامي هېوادونو کې مسلمانان د ژبو، مذهبونو، نژادونو او داسې نورو ځانګړنو په اساس يو له بل سره په جګړه بوخت کړي او په اصطلاح غربيان اوبه خړوي او په خپله پکښې ماهيان نيسي.

سرته