تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ټولنیزي رسنۍ موږ څنګه معتاد او روږدوي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 3, 2019
  0

ژباړه: جمعه ګل همدرد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ټولنیزي رسنۍ د خلکو د روږدولو یا د هغوی د پاملرني راجذبول په پار د هر ډول چلونو څخه کار اخلي.

 

یاد ولرئ چي د نړۍ ډيرو ذهنو انسانان خپل ژوند دې ته وقف کړی دی چي په ټولنیزو رسنۍ خلګ معتاد کړي.

 

د ګوګل نړیوال شرکت یو پخوانی مشر دا مني چي انټرنیټي شرکتونه په دې هڅه کي دي تر څو خلک د خپلو پر لیکه سوو اپلیکېشنونو په وسیله روږد او معتاد کړي او خپل کارونکي در شونتیا در حده مصروف وساتي. دا څرګنده ده چي ځیني اپلیکېشنونه دا ډول طرحه کیږي تر څو کارونکي زښت زیات جذب کړي او ورځیني ډېر اړین کارونه شاته پریږدي. بریچر وایي، ما ساعتونه، ورځي، اونۍ حتي کلونه کار وکړ ترڅو یو داسي څه وکړم چي انسانانو ته ګټه ورسوم  او هیڅکله مي نه غوښتل چي کوم څه زه طرحه کوم هغه دي د انسانانو په زیان تمام سي. خو زه سل سلنه باوري یم چي ټیکنالوژي او په ځانګړې توګه انټرنیټ روږدونکی دی او زه یې خپله معتاد یم دا ځکه چي زه دومره ور سره بوخت یم چي خپلو ماشومانو ته اړینه پاملرنه نسم کولای.

 

 که تاسو د یو څه په اړه په یوټیوب کي ګرځی او د خپلي خوښۍ سره سم یو څه ګوری نو یوټیوب تاسو ته اړوند ډېر نور څه را غونډوي تر څو تاسو د هم هغه څه سره مصروف وساتي او جالبه لا دا ده چي په کوم شي پسي تاسو په یو ټیوب کي څېړنه کړې وي هم هغه او یا نور اړوند شیان ستاسو پر فېسبوک، جي مېل، ټویټر، ټیلیګرام او نورو اړوند شبکو په وار وار ستاسو مخي ته راځي. 

 

 

کوم منفي تاثرات چي د ټیکنالوژۍ یا په ځانګړې توګه د انټرنیټي شبکو د زیاتي کاروني څخه زموږ په روغتیا، ټولنیز ژوند او اقتصاد لویږي در حساب وتلي دي. زما ۱۷ کلن زوی دا څو ورځي کیږي ماته وایي چي راسته سترګه مي اوښکي کوي ما ورته د ډاکټر ته د تګ مشوره ورکړه ډاکټر ورته یوازي د ځیرک ټلیفون د نه کاروني ویلي وه او دا بېره یې ښکاره کړې وه چي که ځیرک ټلیفون نور هم وکاروي نو د سترګي د لید او د خولې د کږوالي ناروغي به ورته پېښه سي. 

 

په نوره نړۍ کي ځیني هوښیار پلرونه او میندي د خپلو کورو انټرنیټ په ورځ کي دوه یا دري ساعته فعالوي تر څو اولادونه د انټرنیټ د ډېري کاروني څخه منع کړي.  خو په داسي وخت کي موږ انټرنیټي شبکي هم نسو ملامتولاي چي ولي دومره جذاب شیان جوړوي چي کارونکي یې بېخي روږد کړي دي، ځکه دا د هغوی تجارت دی، لکه څنګه چي موږ د بسکوټو شرکتونه نسو ملامتولای چي ولي دومره خوندور بسکوټ جوړوي.

 

ټولنیزو شبکې در ډېره حده په دې کار بریالي سوي دي چي د نړۍ د اوسېدونکو ماغزه، انرژي او وخت په خپله ګټه وکاروي، په داسي حال کي چي دا خپل استعداد او ځيرکي ښيي، خو دا چي د نوموړو شبکو په زیاته کارونه پر چاپیریال، روغتیا، ټولنیز ژوند او اقتصاد څومره ناوړه اغیزي پریوزي یو ډېر اوږد او علمي بحث دی. موږ د ټیکنالوژۍ پر مټ ډېر څه تر لاسه کړه او ډېر څه مو د لاسه ورکړه. انټرنیټ ټوله نړۍ د یو کلي په اندازه را کوچنۍ کړه او ورسره ټولنیزو شبکو مرسته وکړه چي د نړۍ ټول انسانان در حد ډېر سره نژدې کړي، خو که حقیقت ته ځیر سو موږ یې په خپلو شیانو داسي روږد او معتاد هم کړو چي اکثره وختونه را څخه ډېر اړین کارونه د هم دغو شبکو په خاطر شاته پاته وي.   

______________

 د کتنپلاوي لخوا:

د ټولنیزو رسنیو څخه د ژغورني څو لاري:

- خپل کور یا دفتر او کار ځای کي باید حتماً یو ګټور اسلامي یا د عامه معلوماتو کتاب درسره پروت وي لکه سیرت، د خلفاؤ تاریخ، او داسي نور. د کتاب په شتون کي مطالعې ته شوق پیدا کیږي.

 

- د ټولنیزو رسنیو د کارولو ترمخه ځان ته وخت وټاکه مثلاً ووایه چي صرف د ۱۰ دقیقو د پاره یې کاروم.

 

- هغه رسنۍ فعاله کړئ چي د هغو څخه بیخي فعلاً چاره نه وي. غیر ضروري رسنۍ بندي کړئ.

 

- هغه کسان مه ملګري کوئ چي په ملګرتیا یې تاسو ته خاص نفعه نه رسیږي.

 

- د کورنۍ د غړو سره وخت تېر کړئ، یو څه دوی ته ور زده کړئ، پر خپلو دوستانو پوښتنه کوئ. د سیمي د معتبرو علماء کرامو سره ناسته ولاړه شروع کړئ.     

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته