تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تر ټوله اوږده او لنډه روژه
  تعلیم الاسلام
  May 5, 2019
  0

لیکنه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د نړۍ کوم ښارونه تر ټولو اوږده او تر ټولو لنډه روژه نیسي؟


 د نړۍ په هر ګوټ کي د روژې ورځي بېل ساعتونه لري. د روسیي په مورمانسک ښار کي به تر ټولو اوږده روژه وي. لمر به یوازې د ۳ ساعتونو لپاره له سترګو پټېږي او پاته نور وخت به ټوله ورځ وي او د اسمان پر مخ به ژړ لمر ولاړ وي، پدې ښار کي به روژه ۲۰ ساعته او ۴۵ دقیقي وي او  د سویډن په لولیه ښار کي به ۱۹ ساعته او ۴۳ دقیقي، د ریکویک په ښارکي ۱۹ ساعته او ۲۶ دقیقي، د الاسکا په فیربانکس کي ۱۹ ساعته او ۱۷ دقیقي روژه وي.


او تر ټولو لنډه ورځ به د ارجنټاین په اوسوایا ښار کي وي، خلک به یوازې د ۱۱ ساعتونو لپاره روژه نيسي.  په زیاتو هیوادونو کي به روژه د ۱۴ او ۱۷ ساعتونو په منځ کي وي. 


په افغانستان کي به لومړۍ روژه تقریباً ۱۵ ساعته وي او د روژې د میاشتي وروستیو ته به د ورځي اوږدوالی و ۱۵ ساعته او ۴۰ دقیقو ته ورسېږي. هوا به د روژې له شروع څخه تر وروستیو په کراره- کراره ګرمېږي. 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته