تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د درې ډوله خلګو روژه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 25, 2019
  0

لیکنه: محمدي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

روژه د نیولو په اعتبار پر درې ډوله ده.

۱. د عامو بنده ګانو روژه.
۲. د خاصو بنده ګانو روژه.
۳. د خاص الخاص بنده ګانو روژه.

 

لومړی د عامو بنده ګانو روژه:
د عامو بنده ګانو روژه داسي وي، چي یوازي یې خوله د خوراک او چیښاک څخه څښاک او فرج د نژدېکت څخه ساتلی وي.

 

دویم  د خاصو بنده ګانو روژه:
د خاصو بنده ګانو په روژه کي څو خبري شاملي دي
۱. ژبه یې د حرامو خبرو څخه ساتلې وي.
۲. غوږونه یې د حرامو اورېدو څخه ساتلي وي.
۳. سترګي یې د ناروا او حرامو کتلو څخه را ګرځولي وي.
۴. د ټولو اندامو يې روژه وي.
۵. د روژه مات پر وخت په خوراک کي د اعتدال څخه کار اخلي.

 

دریم د خاص الخاص بنده ګانو روژه.
د خاص الخاص بنده ګانو روژه داسي ده، چي
 دوی یوازي او یوازي د الله ج په عبادت مصروفه وي، ماسېوا د الله تعالی څخه یې په زړه کي هیڅ نه وي، د بدن د ټولو اعضاوو یې روژه وي او د د دنیا د کاروبار سره هیڅ قِسم تعلق نه ساتي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته