تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان جوړښت: هډوکي او عضلات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 14, 2019
  0

پنځمه برخه

ژباړه او راټولونه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د انسان هډوکي ۳۱ سلنه له اوبو څخه جوړ سوي دي او تر ځینو فلزاتو هم کلک دي. 


د بدن د ټول وزن څخه یوازي ۱۴ سلنه ئې هډوکي دي. 


د زیږیدو په وخت کي انسان ۳۰۰ هډوکي لري، کرار کرار سره یو ځای کېږي. د ځوانۍ په حالت کي ۲۰۶ هډوکي سي. 


د سر په کاسه کي ۲۲ هډوکي دي. 


د انسان په هډوکو کي تر ټولو کلک هډوکی د زامي هغې دی. 

 


د انسان پښه د هغه د لېڅي په اندازه ده. یعني د څنګلي د داخلي هډوکي څخه شروع بیا د لاس تر بند پوري. 


د پښي هډوکی د انسان د بدن تر ټولو ژر غټېدونکی هډوکی دی. 

 

عضلات
عضلات د انسان د بدن ۴۰ وزن تشکیلوي. 


د انسان بدن د ۶۰۰ عضلو څخه تشکیل سوی دی. 


انسان په عادي ډول  د ټول ژوند په اوږدو کي ۲۵ میلیونه ځله خپلي ګوتي غځوي او راټولوي. 


په ټولو ژوندیو موجوداتو کي یوازي د انسان مخ تر ټولو ډېري عضلي لري، په هر طرف کي ۲۲ عضلي. 


د تبسم کولو په وخت کي ۱۷ عضلات او د تندې تریو کولو په وخت کي ۴۳ عضلات په کار لویږي.


نو تبسم ډېره کوئ او خوشکه بنده کړئ. انرژي به مو هم سپمېدلې وي، خلک به هم درڅخه خوشحاله وي او ثوابونه به مو هم ګټلي وي. 


د وزن په کمولو کي عضلات تر چربۍ درې برابره اغیزمن دي.


په هرو شلو کسانو کي یو کس یوه پوښتۍ اضافه لري، او ډېر وخت نارینه يې. 


فیمور یا د ورانه هډوکی د انسان د بدن تر ټولو غټ هډوکی دی، چي د انسان د جګوالي څلورمه برخه دی. 


د زړه عضلې هغه وخت کار پریږدي، کله چي انسان مړ سي. 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته