تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د وحیو د نزول ادامه او اولین سورتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 20, 2019
  0

نبوي سیرت (۵۹ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د وحیو د نزول ادامه او اولیني سورتونه


جبريل علیه السلام  و رسول الله ﷺ  ته په خپل واقعي شکل او حقيقي صورت فقط دوه واره ښکاره سوى دى، چي اول وار يې دغه د بعثت په  شروع کي ؤ او دوهم وار د إسراء او معراج په شپه ؤ او د دغه اول او دوهم وار په باره کي اللهﷻ په سورة النجم کي فرمايي:


مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى (۱۱) أَفَتُمَارُونَهُ عَلَى مَا يَرَى (۱۲) وَلَقَدْ رَآَهُ نَزْلَةً أُخْرَى (۱۳) عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى (۱۴)
يعني: د محمّد ﷺ  زړه خلاف نه وه ورته ويلي، هغه چي جبريل علیه السلام  يې په سترګو ليدلى ؤ، آيا تاسي د محمّد ﷺ  سره په دغه شي کي چي ده ليدلى دى  بحث او جنجال کوى؟ او خامخا محمّد ﷺ  بل وار بيا جبريل علیه السلام  ليدلى دى، چيري يې ليدلى دى؟ ﴿ عِندَ سِدرَةِ المُنتَهَیْ ﴾ دا هغه دوهم وار ليدل  دي چي د معراج په شپه د سِدرةُ المُنتهْی د وُني یا درختي سره وسوه، چي د دغه تفصيلي بيان به ان شاءالله تعالی د معراج په قصه کي درته راسي.


 نو دغه اوسنئ منظر او مشهد چي رسول الله ﷺ  د اول وار د پاره جبريل علیه السلام په خپل واقعي شکل او صورت سره ويني ډير عجيب او نادره  حالت ؤ، رسول الله ﷺ  د ډيره خوفه پرخپل ځاى حيران ولاړ دى هيڅ حرکت نه کوي هري خوا ته چي ګوري آسمان په جبريل علیه السلام ډک دى او دغه ورته وايي: (يا محمّد! انتَ رسولُ الله وَاَنَا جبريل) يو څه وخت دغه حالت ؤ چي بيا جبريل علیه السلام  د ده ﷺ  د نظر څخه غايب سو او رسول الله ﷺ د ډيري بيري او خوف په حالت کي کور ته راغلى او ريږدي، وايي: زَمّـِلُونِي زَمِّـلُوني، پټ مي کړی، پټ مي کړی.

 
رسول الله ﷺ  په بستر کي ځان پېچلى ؤ چي جبريل علیه السلام  وحيِ ور ته را وړې او دا وار يې د اللهﷻ د طرفه رسالت ور ته را وړى چي هغه وحیِ د سورة  المدثر دغه آياتونه وه:


يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ (۱) قُمْ فَأَنْذِرْ (۲)
يعني: اې هغه څوکه چي د وحیو د بیري څخه دي ځان په کالو کي پېچلى دى! د خوب د بستر څخه ولاړ سه او خلك د الْهي عذاب څخه یا په الْهي عذاب سره وبېروه!


چي دا د خلكو په بېرولو او إنذار سره الْهي امر دى او د رسالت درنه وظيفه پر غاړه ور ولوېدل او نور هم ورته فرمايي: 
وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ (۳) وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ (۴) وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ (۵) وَلَا تَمْنُنْ تَسْتَكْثِرُ (۶) 
  يعني: او خپل رب په لويي سره يادوه او خپل کالي دي پاک وساته، ګناه او بتان پريږده، يعني: ظاهر او باطن دي بايد پاک وي او داسي احسان مه کوه چي بدل يې ډير غواړې!


 اللهﷻ موږ ته لوړ همت را ښيي چي هر شئ که مال وي که دولت،  که علم وي که لار ښوونه هر څه چي و چا ته ورکوې، دا نه ښايي چي د هغه عوض وغواړې، بلکه ته باید د اللهﷻ پر ورکړه شاکر واوسې او فرمايي: 


(وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ)
 او خپل رب ته صبر کوه، يعني: اوس نو ستا  آزارېدل شروع سوه، خلك دي بېله آزارولو نه پريږدي ته بايد صبر وکړې. 
دغه ټول الْهي امرونه یواځي رسول الله ﷺ  ته نه بلکه ټول محمّدي امت ته لار ښوونه ده، کوم زحمتونه او تکليفونه چي د دعوت په لار کي تاسي ته پېښېږي د هغه په مقابل کي د صبر او تحمل څخه کار واخلى او پوه سى چي دغه د تبليغ او دعوت عظيم الشانه وظيفه بيله زړه ورتيا او حوصلې، صبر او استقامته څخه پاى ته نه رسيږي. 


تر دغه وروسته د وحيو نزول پرله پسې سو او همېشه وحيِ نازلېدلې او بيا د سورة المزمل دغه آياتونه نازل سوه:
يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ (۱) قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا (۲) 
 يعني: اې هغه څوکه چي ځان دي په کالو کي پېچلى دى! په شپه کي لمانځه ته ولاړ سه، بيله لږي حصې څخه، يعني: شپه په عبادت تيره وه، خو که د شپې يو څه حصه آرام کوې کومه مضائقه نسته، پروا نه لري. 


دا نو و رسول الله ﷺ ته په عبادت کولو سره امر ؤ.  


او بيا سورة الضحى نازل سو: 
(وَالضُّحَى (۱) وَاللَّيْلِ إِذَا سَجَى (۲) مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَى (۳)  
 يعني: قسم په څاښت چي روښانه دى او قسم په شپه چي تاريکه سي او ټول شيان په خپله تاريکه کي پټ کړي چي ستا رب ته نه يې پرې ايښى.


يعني: دا چه وحيِ نه نازلېدلې دا د اللهﷻ د طرفه ستا پرېښوول او مهجوره کېدل نه دي چي ته يې پريښوولې بلکه د دې انقطاع څخه مقصد دا ؤ چي ته مستعد سې، د وحيو د نزول د پاره شوق او استعداد پيدا کړې او پرله پسې آياتونه نازلېدل او بيا هم اللهﷻ هغه نعمتونه ذکر کړل چي و رسول الله ﷺ  ته يې ورکړي وه او فرمايي:


وَلَلْآخِرَةُ خَيْرٌ لَكَ مِنَ الْأُولَى (۴) وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَى (۵)  
او اې محمّده!  ﷺ خامخا تا لره آخرت تر دنيا ښه او بهتر دى او ژر ده چي ستا رب به تا ته لويه برخه درکړي پس ته به راضي سې.


الله عزوجل  نور هم هغه نعمتونه ورته بيانوي چي و ده ﷺ ته يې پرله پسې ورکړي دي او فرمايي:
أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَى (۶) وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَى (۷) وَوَجَدَكَ عَائِلًا فَأَغْنَى (۸)
آيا ته يې يتيم نه وې پيدا کړى؟ بې پلاره يې پيدا کړې او بيا يې د پناه ځاى درکړی او ته يې داسي پيدا کړى وې چي په شرعه او شرعي احکامو نه پوهېدې او تا ته يې شرعي احکام در وښوول او نبوت يې درکړی.


دلته ضلالت د انحراف او د لاري څخه د اوښتلو په معنْی نه دى بلکه د ضلال معنْی: د عبادت په طريقه نه پوهېدل او نه پېژندل دي، چي څوک بايد څنګه د اللهﷻ عبادت وکړي او ته يې فقير يا مسکين پيدا کړې او بيا يې غني کړې، نو اللهﷻ د دغه سورت په نزول سره و رسول الله ﷺ  ته اطمينان ورکړى او هغه خپل نعمتونه او احسانونه يې ور ياد کړل چي ستا رب هيڅکله تا نه پرېږدي او نه دي مهجوروي، بلکه احسان يې هم درباندي کړى دى او نور يې هم درباندي کوي. 


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

سرته