تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اقتصاد کي افراط
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 24, 2019
  0

لیکنه: اصیل زارع / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱: اسلام د ژوند نظام دئ:
اسلام د اقتصاد هغه نظام نه دئ کوم چي نن استعماليږي او يا مطلب ځيني اخيستل کيږي، بلکې اسلام د ژوندانه هغه نظام دئ، چي يو ضروري شعبه ئې اقتصاد او معيشت دئ.


ټول اسلام يوازي د اقتصادي نظام په توګه تعبيرول او پېژندل هم مناسبه نه ده، لکه څنګه چي کپيټاليزم او سوسیالیزم د اقتصادي نظامونو په توګه پېژندل سوي دي.

 

۲: اقتصاد د ژوند بنيادي مسئله نه ده:
اقتصاد د اسلامي تعليماتو ډېره ارزښت لرونکې شعبه ده. که د اسلامي فقه هر کتاب په څلورو برخو وويشی نو دوې برخي به يې پر اقتصاد مشتملي وي.


د فقه مشهور کتاب «هدايه» نوم به مو اورېدلی وي، دا  کتاب څلور ټوکه دئ چي وروستي دوه ټوکه يې پر اقتصادي تعلیماتو مشتملي دي.


په اسلام کي اقتصاد د انسان د ژوند بنيادي مسئله نه ده، برعکس په نورو سيکولرو نظامونو کي اقتصاد د انسان په ژوند کي تر ټولو بنسټيز نظام ټاکل سوی، او پر همدې بناء يې د ژوند ټوله نظام ځني تشکيل او جوړ کړی دئ.


په اسلام کي اقتصاد د انسان لپاره ضروري ګڼل سوی، لیکن د ژوند مقصد او بنسټ نه دئ ګرځول سوئ.


۳: اصلي منزل آخرت دئ:
دا نړۍ د انسان د ژوند پای نه بلکي شروع ده، په خلص ډول که ووايم، دا اخيري منزل نه بلکي اخيري منزل ته د رسېدو يوه مرحله ده.


داسي فکر کول چي زما ټوله کوښښونه، زحمتونه، زما تکالیف، زما ټول توان په ژوند کي د اقتصاد برابرول دي، دا فکر د اسلام د بناوو څخه ليروالی دئ.


اسلام که چيري يو طرفه ته دنيا ارزښمنده کړې بل طرف ته يې امر کړی چي ټوله ژوند بايد د دنيا پر محور راونه ګرځول سي بلکې، آخرت ته هم پام وکړل سي.


مولانا رومي صاحب رحمة الله علیه په يو شعر کي ويلي:


آب اندر زير کشتی پشتی است
آب درکشتي هلاک کشتي است


که چيري اوبه تر کښتۍ لاندي او شاوخوا وي نو کښتۍ به حرکت وکړي او دوام به ولري، خو که چيري اوبه کښتۍ ته  داخلي سوې نو کښتۍ به ډوبه سي.


همداسي دنيا ولره، تجارت وکړه، ګټه لاسته راوړه لیکن دومره نه چي زړه ته دي د دنيا حب ننوځي. که چيري د دنيا حب زړه ته ننوځي نو بيا انسان هلاک او غرق کوي.


اسلام د اقتصاد  په هکله همدا نظريه لري، خو دا په دې معنا او مفهوم نه چي اسلام د رهبانيت تعليم ورکوي يا اقتصاد يا ګټه په لاس راوړل فضول او چټي کار دئ، بلکې اقتصاد او ګټه په لاس راوړل ډېر ښه دي، خو بايد خپل په حدودو او شرطونو کي وساتل سي.

سرته