تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- د ښځو د زرو زکات
 
  December 25, 2011
  0

پوښتنه : کومي ښځي چي په کورو کي  زر استعمالوي ايا پر دې زکات سته او که نسته؟

 د سوال کوونکي نوم:  فدامحمد

جواب: د ښځو د سرو او سپینو زرو زېورات او ګېنې که څه هم د استعمال لپاره وي بیا هم که نصاب پوره کړي زکات پکښي شته .
امام ترمذي رحمة الله عليه  د عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت رانقل کړی دی ، وایي دوې ښځي و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته راغلې او د دواړو په لاسونو کي د سرو زرو وښي وه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغو ته وویل : أَتُؤَدِّيَانِ زَكَاتَهُ ، ایا ددغو سرو زرو زکات ادا کوی ؟ هغو ورته وویل : یا ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وویل : أَتُحِبَّانِ أَنْ يُسَوِّرَكُمَا اللَّهُ بِسُوَارَيْنِ مِنْ نَارٍ ، ایا تاسو دا خوښ لری چي د دغو دوو بنګړیو د زکات نه ورکولو لکبله الله جل جلاله دوه د اور بنګړي در په لاس کړي ؟ هغو ورته وویل : یا، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وویل :فَأَدِّيَا زَكَاتَهُ ، نو زکات یې ادا کوی، امام ترمذي رحمة الله عليه  وایي، چي مُثَنَّى بْنُ الصَّبَّاحِ هم د عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ څخه همدا ډول د ابْنُ لَهِيعَةَ ددې حدیث په شان حدیث رانقل کړی دی خو دوی دواړه د حدیثو په روایت کولو کي کمزوري ګڼل شوي دي. البته د سرو او سپينو زرو څخه ماسيوا نوري ګېڼې لکه جواهرات ، ملغلري او غمیان که د استعمال د پاره وي یعني ښځی د ښکلا او زینت لپاره کار ورڅخه اخلي په لاس او په غاړه کوی یې، هغه که هر څونه قیمت او ارزښت ولري بیا هم زکات پکښي نشته، او که د تجارت او ګټي د پاره وي بیا زکات پکښي لازمیږي .د نورو سامانو او شیانو حکم هم همدا ډول دى که د تجارت لپاره وي او مالک یې د نصاف څښتن وي نو په هغه کي زکات شته او که د استعمال لپاره وي نوپه هغه کي بیا زکات نشته .

د تعليم الاسلام مجلې ۵ ګڼه، د دارالافتاء څانګه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته