تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نَسَبِي مُحَرَّمَاتُ
 
  December 25, 2011
  0


  هغه ښځي چي د نَسَبِي قرابت او خپلوۍ لكبله هيڅ كله نكاح نه ورسره تړل كيږي هغوى ته نَسَبِي مُحَرَّمَاتُ وايي او په لاندي ډول دي :
مور ، اناګاني ، انا كه د مور مور وي او كه د پلار مور وي ، كه نژدې انا وي او كه ليري انا وي ټولي مُحَرَّمَاتُ دي  .
 لور ، لمسۍ ، كړوسۍ دا هم ټولي مُحَرَّمَاتُ دي ، دا كه د لور د اولادې څخه وي ، د لور لور وي يا د لور لمسۍ وي او كه د زوى د اولادې څخه وي ټولي مُحَرَّمَاتُ دي .

خور ، خورځه همدا ډول د خورځې لوڼي ، لمسياني كړوسياني ټولي مُحَرَّمَاتُ دي .
ورېره د ورېرې لوڼي ، لمسياني او كړوسياني ټولي د سړي مُحَرَّمَاتُ دي هيڅ كله يې نكاح نه ورسره صحيح كيږي .
عمه همدا راز د مور او د پلار عمه ګاني دغه ډول د نيكه عمه ګاني ټولي د سړي مُحَرَّمَاتُ دي .
خاله همدا ډول د مور او د پلار خاله ګاني ، دغه راز د نيكه خاله ګاني هم ټولي د سړي مُحَرَّمَاتُ دي
 هيڅ كله يې هم نكاح نه ورسره صحيح کيږي.

ماخذ: فقه المبتدي، دريم ټوک-نکاح

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته