تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سود که د الله تعالی او د هغه د رسول سره جګړه؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 17, 2019
  0

لیکنه: اصیل زارع


په نړۍ کي يو بل رنځ او ډېر خطرناکه عمل د سود دئ. سود په ربحه، ربا  او په انګليسي ژبه کي د ( interest) په نوم سره هم ياديږي.


سود چيشي دئ؟

سود په معين وخت کي بیله عوضه معلومي ګټي اخيستلو ته وائي.


سود د اسلام له نظره تر ټولو ناوړه عمل ګڼل کيږي. د سود د معاملې کونکي سره اللّٰه تعالی په خپله د  جنګ اعلان کړی.


سود په ټولنه کي ځيني انساني کړني  لکه:زړه سوی، ښيګڼه، خواخوږي يا همدردي او قرض حسنه د منځه وړي او پر ځای يې بخل، سخت زړه توب او اخلاقي فساد منځته راوړي.


الله تعالی په قرآنکريم کي فرمائي: فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ. (البقره: ۲۷۹)
یعني که چيري له دې کار يعني سود څخه لاس نه اخلئ، نو د الله تعالی او د هغه د رسول جنګ ته تيار سئ.
الله تعالی په دې ايات کي په خپله د سود د معاملې کونکي سره د جنګ اعلان کړی دی.


زموږ په اسلامي هيواد يعني افغانستان کي هم د سود معامله ورځ په ورځ ډيريږي. هر بانک يوه حيله ورته جوړه کړې وي. په سود کي حيله جوړول هم په خپله سود دئ.


زموږ په هيواد کي يوه بله معامله چي د سود معاملې ته ورته ده رامنځته سوې، چي د ګروۍ پر شي باندي نفعه اخلي. که څه هم ګروي خپل ځان ته شرایط لري مګر هغه کسان چي د ګرو سوي شي څخه نفعه اخلي د سختي ګناه مرتکب دي. (تفصیل یې دلته کتلای سی)

 

ولي سود منعه سوی؟
تاسو پوهيږی؟ د هر څه څخه چي موږ خدای پاک او د هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم منعه کړي يو په هغه کي زموږ لپاره تاوان او په نه کولو کي يې ګټه پرته ده.


تاسو په خپله يو څيړنه ترسره کړئ په هغه هيوادونو کي چي د سود معامله ډېره ده، زياتره د اقتصادي بحران سره مخامخ دي او ورسره د روحي او اخلاقي فساد په جال کي بند دي حتی ډیر سود اخیستونکي ځان وژنه کوي لکه په هند کي چي دا واقعات ډير پیښیږي.

 

ـــــــــــــــــــــ
د سود د مسائلو پېژندنه

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته