تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فاتحې سورة په ویلو کي ښکاره غلطي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 17, 2019
  0

لیکنه: عبدالسلام حنفي


امید لرم چې سورة الفاتحة په لمانځه کي او د لمانځه څخه دباندي داسي ولولو لکه څنګه چې پر نبي کریم صلي الله علیه وسلم باندی  نازله شوي ده .


نن ډیر داسي کسان لیدل کیږي چې هغوی په لمانځه کې کله سورة الفاتحه لولي نو دوی (إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ) لولي خو اکثره په کې لحن جلي یعني ښکاره غلطي کوي. هغه داسي چې په ( ايّا) باندي کوم شد دی هغه نه وايي یعني بغیر له شد څخه يي وايي، چې دا په قرأت کي ښکاره غلطي ده او لمونځ ورباندي فاسدیږي ځکه د ( ایا ) معنی چي بغیر له شد څخه يي ووايي د لمر رڼا ته ویل کیږي (۱) نو که چیري يې څوک بغیر له شد څخه ووايي په داسي صورت کي به د (ایاک نعبد وایاک نستعین) معنی داسي شي چي ستا د لمر د رڼا عبادت کوو او د ستا د لمر د رڼا څخه کومک غواړو.


نو صحیح لوستل د الحمدلله داسي دي لکه څرنګه چې الله جل جلاله نازله کړې ده چې هغه  (إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ) ویل کیږي یعنی په (إِيَّاكَ) کي چې کومه  ( یا ) ده په هغه به تشدید یعني شد خامخا لولي.


او په الحمدلله کي ۱۱ ځایه تشدید کیږي نو هغه ځایونه به ټول په شد سره لولئ چي لمونځونه مو صحیح شي.


له دې وجه څخه علماء وايي چې د کوم کس سورت الفاتحه په صحیح توګه نه وي زده  نو هغه کس امامت ته مخته کول او په هغه پسي اقتداء کول هم درست نه دي. (وأما من لا يقيم قراءة الفاتحة ، فلا يصلي خلفه إلا من هو مثله.) (۲) 

ـــــــــــــ
۱: تفسیر ابن کثیر: ج ۱، ص ۱۳۴، مكتبة الشامله
۲: الموسوعة الفقهیة الکویتیة:ج۶، ص ۱۷۶، مكتبة الشاملة

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته