تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اووه هلاکونکي ګناهونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 27, 2019
  0

ټولونه: اصیل زارع

 

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : اجْتَنِبُوا السَّبْعَ الْمُوبِقَاتِ قَالُوا : يَا رَسُولَ اللهِ وَمَا هُنَّ قَالَ الشِّرْكُ بِاللَّهِ وَالسِّحْرُ وَقَتْلُ النَّفْسِ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ وَأَكْلُ الرِّبَا وَأَكْلُ مَالِ الْيَتِيمِ وَالتَّوَلِّي يَوْمَ الزَّحْفِ وَقَذْفُ الْمُحْصَنَاتِ الْمُومِنَاتِ الْغَافِلاَتِ. (رواه البخاري)

له ابو هريره رضی الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: له اوو هلاکونکو ګناهونو څخه ځان وژغورئ! پوښتنه وسول يا رسول الله دا کوم ګناهونه دي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د الله تعالی سره شريک نيول، کوډي کول، په ناحقه سره د انسان وژل مګر په حق سره، سود خوړل، د يتيم مال خوړل، د غزا د ډګر څخه تښتېدل او پر پاک لمنو ناخبرو مومنانو ښځو د زنا تهمت ویل.

 

۱- د الله تعالی سره شريک نيول، هلاکونکی عمل دئ!
د الله تعالی سره د هغه په ذات، صفاتو او اسماوو کي شريک نيولو ته شرک وائي.


د الله تعالی سره شريک نيول ستر ظلم دئ، هغه رب تعالی موږ پيداکړي يو، موږ ته يې د ليدلو لپاره سترګي راکړي، د اوريدلو لپاره غوږونه راکړي، د تګ لپاره يې پښې راکړي، د کار کولو لپاره يې لاسونه راکړي، د فکر لپاره يې دماغ راکړی، د ښايست لپاره يې مخ راکړی او داسي بې حسابه نعمتونه يې راکړي.خو بيا هم انسان د جهالت او د غرور او کبر لکبله د الله تعالی سره په یو شکل نه یو شکل شريک نیسي.


آيا دا ستره جفا نه ده؟


په قرآن شريف او احاديثو کي لاندي عملونه د الله تعالی سره شرک ګڼل سوي:


الف: د الله تعالی پرته پر مخلوق باندي قسم خوړل لکه د زوی يا پلار په سر قسم.
ب: کوډي او هغه تعويذونه یا دمونه چي پکښې د شرک الفاظ استعمال سوي وي.
د: د رياء لپاره لمونځ، روژه او ذکات ورکول چي دا هم یو ډول شرک بلل سوی.
ر: په دې عقيده، هډوکي، ښکرونه او داسي نور څه په غاړه کول چي دا د نظر لګېدو مخنيوی کوي.


۲- سحر او کوډي کول، هلاکونکی عمل!
اسلام تل د بشر خير غواړي، د بشر لپاره تل د ارامۍ او سوکالۍ  ژوند غواړي.
ځيني خلک زموږ په مينځ کي سته چي هغوی يو تر بله کوډي، جادو او سحر سره کوي. کوډي  په انسانانو کي سخت زړه توب، فساد، بې ثباتي، فتنې او نورو ته  بدني، روحي او اجتماعي زيان رسوي.


۳- د انسان  په ناحقه وژل هلاکونکی عمل دئ!
د يوه انسان وژل داسي مثال لري لکه د انسانيت وژل.


د دې ګناه په اړه الله تعالی په قرآنکريم کي فرمائي:


مِنْ أَجْلِ ذٰلِكَ كَتَبْنَا عَلٰى بَنِىٓ إِسْرٰٓءِيلَ أَنَّهُۥ مَن قَتَلَ نَفْسًۢا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِى الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَآ أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ۚ وَلَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَيِّنٰتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم بَعْدَ ذٰلِكَ فِى الْأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ. [سُوۡرَةُ المَائدة : ۳۲]
له همدې امله موږ پر بني اسرائيلو دا فرمان ليكلى و: "چا چي يو انسان د ويني له بدلې يا په ځمکه کښي له فساد خورولو پرته (په ناحقه) وواژه، داسي يې وګڼئ لكه چي هغه ټول انسانان ووژل او چا چي څوك له مرګه وژغوره، داسي وګڼه لكه چي هغه ټولو انسانانو ته ژوند ور وخبښه." - خو د هغو حال دا دى چي زموږ پېغمبران پرله پسې له روښانه څرګندو لارښودنو سره ورته راغلل؛ سره له دې هم د هغو زياتره كسان په ځمکه کښي زياتى كوونكي دي.
دلته په دې آيات کريمه کي، راغلي کوم شخص چي يو کس په ناحقه ووژني لکه هغه چي ټوله انسانان ووژل.


۴- د يتيم مال خوړل هلاکونکی عمل دئ!
د يتيم مال خوړل داسي مثال لري لکه څوک چي خپل نس د اوره څخه ډکوي.


الله تعالی د دې ګناه په اړه په قرآن کريم کي فرمائي:
إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوٰلَ الْيَتٰمٰى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِى بُطُونِهِمْ نَارًا ۖ وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا.[سُوۡرَةُ النِّسَاء: ۱۰]
كوم خلك چي په ظلم سره د يتيمانو مالونه خوري، په حقيقت کښي هغوى خپلي ګيډي(نسونه) له اوره ډکوي، او هغوى به هرو مرو د  دوږخ تاوجن اور ته  ورتګ کوي.


۵-سود يا ربا خوړل هلاکونکی عمل دئ!
د سود معامله کول داسي معنا لري لکه د الله تعالی او د هغه د رسول سره جګړه کول.
سود يا ربا په انساني ټولنه کي ځيني انساني مفاهم لکه:زړه سوی، ښېګڼه، خواخوږي، قرض حسنه له منځه وړي او پر ځای يې بخل، سخت زړه توب، مصلحت غوښتنه او مادي توب خوروي.


الله تعالی په قرآنکريم کي فرمائي:
فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ۖ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوٰلِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ [سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۲۷۹]
خو كه تاسي داسي و نه كړل(د سود معامله مو پرې نه ښودل)، نو خبر اوسئ چي د الله او د هغه د پېغمبر له خوا ستاسي پر خلاف د جګړې اعلان دى. كه اوس هم توبه وباسئ (او سود پرېږدئ)، نو تاسي د خپلي پانګي اخيستلو حقدار ياست، مه تاسي تېرى كوئ او نه به پر تاسي تېرى وسي. 


په دې ځای کي الله تعالی د سود د معاملې کونکو سره  د جګړې اعلان کړئ دئ.


۶- د جګړې د ډګره څخه تيښته، هلاکونکی عمل دئ!
د يوه نفر په تيښته سره ټوله لښکر بې جذبې کيږي او د ماتي سره مخ کیږي. په داسي حساس وخت کي تيښته او يا هم ثبات او مقاومت د جګړې پايلي بدلوي. تيښته جګړه بایلي او مقاومت او ثبات جګړه د بريالي توب تر سرحد پوري رسوي.


۷- پر پاک لمنو ښځو باندي تور لګول، هلاکونکی عمل دئ!
ښځه په اسلام کي ډېر لوړ مقام لري، په خاصه توګه د ښځي وقار او پت په شريعت کي په پوره ډول سره مطرح دی، تل کوښښ سوی تر څو د دوی درناوی خوندي وساتل سي.


د ښځي پر شخصيت ملنډي، ټوکي، توهین او تحقير، بې ارزښته ګڼل او د نارينو وو د نفسي غوښتنو لپاره د هغوی څخه کار اخيستل یا د زنا تهمت ورباندي ویل ستره ګناه ګڼل سوې چي په اخرت کي به تهمت ویونکي ته د سخت عذاب لامل ګرځي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته