تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام، ایمان او احسان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 5, 2019
  0

لیکنه: اصیل زارع / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه څخه روايت دی چي موږ يوه ورځ د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په خدمت کي حاضر وو (یو مجلس جوړ وو) په ناڅاپي توګه يو نفر زموږ مجلس ته داخل سو، کالي يې ډېر سپين او وريښتان يې ډېر تور وه.


پر دې نفر هيڅ د مسافر اثر نۀ وو، داسي معلوميدی لکه زموږ څخه چي وي، په داسي حال کي چي زموږ څخه يوه هم هغه نفر نه پېژندی. دا شخص راغلی په داسي حال کي کښينستی چي خپل زنګون يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زنګونو سره نژدې کړل، او خپل لاسونه يې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پر زنګون کښيښول او ويې ويل:
تاسو ماته وواياست چي اسلام څه ته وائي؟


حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په جواب کي ورته وويل:
اسلام یعني ته دا شاهدي ورکړه چي د الله تعالی څخه پرته بل هيڅ د عبادت او بندګۍ لايق ذات نسته، حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی پيغمبر دئ، لمونځ قايم کړه، خپل د مال څخه زکات ورکړه، روژه ونيسه او که وسع ولرې د بيت الله شريفي حج ادا کړه.


په دې سره هغه شخص د حضرت محمد صلی الله عليه په جواب کي وويل تاسو په حقه ياست.
د حديث راوي حضرت عمر رضي الله عنه فرمائي، زموږ پر دې شخص تعجب راغلی چي پوښتني کوي او بېله دې چي   نور سوالونه وکړي جوابونو يې هم تصديق کوي.


هغه شخص وروسته پوښتنه وکړل تاسو ماته وواياست چي ايمان څه دئ؟


رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمائل:
ايمان دا دی، چي پر الله تعالی، د هغه پر ملايکو، د هغه پر کتابونو، د هغه پر رسولانو او د اخرت پر ورځ ایمان درلودل او  د خير او شر پر تقدير باندي ایمان لرل.


 په دې سره هغه شخص بيا وويل تاسو په حقه ياست.


هغه شخص بيا پوښتنه وکړل تاسو ماته وواياست چي احسان څه ته وائي؟


رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمائل:
احسان دا دی چي ته د الله تعالی عبادت په دې ډول وکړې لکه ته چي هغه ويني، او که چيري ته هغه نه ويني، هغه تا ويني.


هغه بيا پوښتنه وکړل چي د قیامت د ورځي په اړه خبر راکړه.
رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمائل: پوښتل سوی کس تر سائل نه په پوهیږي.


هغه وويل چي د قيامت يو څو نښانۍ راته ووایاست!


رسول اکرم صلی الله عليه وسلم وفرمائل:


۱– چي مینځه خپله باداره وزیږوي.
۲– او چي ته ووينې چي ځيني خلک به  نه په تن کالي او نه په پښو چپلکي ولري، د پسو شپانه وي خو هغه به عمارتو کي سیالۍ سره کوي.


حضرت عمر رضي الله عنه فرمائي: چي وروسته هغه نوی شخص ولاړی وروسته يو څه وخت تېر سو رسول الله صلی الله عليه وسلم زما څخه پوښتنه وکړه عمره آيا ته پوهيږې چي هغه سوال کونکی څوک وو؟


ما عرض وکړی چي الله تعالی او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم ښه پوهېدونکي دي.


رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمائل چي هغه شخص جبرایل عليه السلام وو. تاسو ته راغلی وو چي تاسو ته دین در زده کړي.


(صحيح مسلم و معارف الحديث)

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته