تازه سرليکونه
د (افغانستان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شیر سرخ تاریخي جرګه او د مشر ټاکنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 8, 2019
  0

لیکنه: پو هیالی زرولي ( صدیقي) 

 

 

 د شیر سرخ تاریخي جرګه

دا چي جرګه د ګران هېواد افغانستان په تاریخ کي ډېره لرغوني سابقه لري، او د هیواد  په کچه مسائلو او ستونزو د حل یو لوی سیاسي، اجتماعي او تاریخي ارزښت لرونکی حیثیت لري چي تراوسه د یو ملي دود له مخي په دې هیواد کي پاتي ده.


وروسته په کال ۱۷۰۵ کال کي میرویس نیکه د خپلو مشرانو دغه سرنوشت یو ځل بیا را ژوندی کړ او د وخت د سیاسي ستونزو د حل له پاره یې اولسونه د ازادۍ له پاره جهاد او علني مبارزې ته وهڅول، د استقلال او خپلواکۍ په اړه ژور او عمیق بحثونه وسول، د اتحاد او اتفاق په ارزښت یې وپوهول او چي کله ټول اولس او قوم یوه خوله سو نو بیا یې د وخت د صفوي دولت پر ضد د خپلواکۍ غورځنګ پېل کړ، له دې وروسته په مانجه کي دوهمه جرګه ورپسې دریمه جرګه هم د یادولو وړ ده چي د ګورګین د منځه وړلو پلان پکښي طرحه او موافقه پر وسوه، د شیرسرخ لویه جرګه هم د خپلو اسلافو دغه هدایت ته په پام کي نیولو سره ترسره سوې چي جزیات یې په لاندي ډول بیانیږي:

 

کله چی نادرشاه په فتح اباد کي د پارسیانو لخو ووژل سو احمدشاه بابا دغه مهال چي د افغانستان د وحدت او خپلواکۍ یو ستر ارمان وو پرته لدې چي د پارس په کورنیو چارو کی دخیل پاته سي د خپلو ټولو افغاني قومندانانو سره یې مشوره وکړه چی په رأس کي یې نورمحمد خان ( میرافغان) واقع وو او ورته یې خپل نظر وړاندي کړ: ( چي نور باید خپل قوت او درایت د هیواد په ازادۍ او ابادۍ کی مصرف کړو.) ټولو د بابا دا نظر تائید او په یو اتفاق سره د هرات له لاري کندهار ته را وخوځیدل، احمدشاه بابا د هرات څخه د تیریدو په وخت کي داسي وښوده چي د پارسي واکمنو سره هیڅ کار نه لري، دوی په کال ۱۷۴۷ م کي د ګردو افغاني ټولیو سره کندهار ته راغلل. د لاري په اوږدو کي مشري د پخوا په څېر د میرافغان په لاس کي وه، چي کله ښار ته را ورسیدل ټولو په یوه خوله دا پریکړه وکړه چي تر هغو به نه جدا کیږي تر څو مو د دې خاوري له پاره یو واحد زعیم او ستر مشر نه وي ټاکلی. دا وړاندیز چي یوه ملي غوښتنه وه د ټولو له خوا څخه ومنل سوه او سم دلاسه ټول افغان مشران را وغوښتل سول او یوه لویه ارزښتمنده جرګه د شیرسرخ په زیارت کي جوړه کړای سوه چي په تاریخ کي د شیرسرخ د لویي جرګې په نامه یادیږي.


د شیرسرخ جرګي ډیري ورځي ونیولې چي دې منځ کي اته جرګې تر ډېرو خبرو اترو وروسته بې پایلي پای ته ورسیدې ځکه چی دلته پر یوه ټکي د ټولو پریکړي ته اړتیا وه او په دې هکله نظرونه او اندونه ډير متفاوت وه، د جرګې د برخه والو څخه د ټولو افغاني قواوو مشر او همدارنګه د مشهورو قومونو مشران هم وه چي د خپلو مخکنیو سیالیو له مخي یې یو د بل مشري نه سوای منلای، هغه چا چي تر دې دمه یې د جرګي په ټولو غونډو کي د ځان په اړه هیڅ ونه ویل هغه احمدشاه بابا وو، تر دې  چي په نهمه غونډه کي د جرګې یوه غړي د لومړي ځل له پاره د احمدشاه بابا د ښو اخلاقو او ښکاره لیاقت له مخي هغه د پاچاهي وړ وګاڼه او د هغه د مشرۍ له پاره یې وړاندیز وکړ دغه سړی یو روحاني شخصیت وو چي صابر شاه کابلی د استاد لایخور زوی نومیده چي د هغه وخت ټولو خلګو ورته خاص احترام او درناوی درلود.

 

د ده بې طرفه وړانديز نه یوازي دا چي د کومي شخړي لامل نه سو، بلکي د غونډي لوی مشران دې ته زیر کړل چي احمدشاه بابا د یوې کوچنۍ کورنۍ دی او دا د دې لویو مشرانو په وړاندي په خپل سر فیصلې نه سي کولای. په دې توګه تر لږو خبرو وروسته د جرګې ټولو برخه والو په یوه خوله او تمام اتفاق سره دغه وړاندیز قبول کړ او د احمدشاه بابا انتخابېدل یې ومنله او په نتیجه کي احمدشاه بابا د ګران هیواد افغانستان پاچا او د یو ملي مشر په توګه د دې جرګې څخه را ووت. دا تاریخي پریکړه په کال ۱۷۴۷ م د اکتوبر په میاشت کي ترسره سوه چي د بېلابېلو قومونو یووالي او استازیتوب یې تامین کړ او داسي ملي پریکړي یې وکړې چي د افغانستان ملي خپلواکي پکښي را منځته نو له دې کبله مرحوم پوهاند حبیبي دې جرګې ته لویه تاریخي جرګه وايي.

 

د احمدشاه بابا دحکومت دوره ۱۷۴۷ – ۱۷۷۳

احمدشاه بابا چي کله د ګران هېواد افغانستان پر تخت کښیناست یو جګړه لیدلی ازمویل سوی شخصیت وو، هغه په افغاني مزاج او  اروا ښه پوهیده او د ده ترڅنګ د کورنیو شخړو له امله د ملت د ټولنیز بنسټ کمزورتیا ته ځیر وو، احمدشاه بابا په دې پوهیده که چیري دا خور ملت سره را ټول او جمع سي او تر یو سالم قیادت لاندي رهبري سي د دوی عظمت او شان او شوکت به په ټولو ملتونو کي لکه د روښانه لمر غوندي وځلیږي، د خپل قدرت خاوند به سي او د یو محکم ملت په توګه به خپلي چاري پرمخ بوزي. هغه ؤ چي  د دغه کار له پاره ئې ډېر زیات زیار وویست او بالاخره یې دا وګړي وپوهول چي دوی سره وروڼه دي په ګټه او تاوان کی شریک، د یو مذهب پیروان او د یوې خاوري بچیان دي له همدې امله یې په پلازمینه کي ددې مشرانو څخه یو تل پاتې جرګه جوړه کړه او په ټولو ضروري او ارزښتمنو کارونو کي یې د هغوی سره سلا مشورې کولې.


د احمدشاه بابا جګړه ایز یونونه
احمدشاه بابا په مرکز کي د سمون وروسته د افغانستان ولایاتو او مربوطاتو ته په حرکت کي سو ترڅو ټول هېواد د واحد مرکزي قیادت پوري وتړي په دې برخه کي یې ځنډ ونه کړ او د خپل حکومت په لمړی کال یې غزنی، کابل او پیښور ونیول او تر خپل مستقیم فرمان لاندي یې را وستل.


په ۱۷۴۸ م کي د « ۳۰۰۰۰ » پلو او سپرو سره د کندهاره را ووت، د کابل او پیښور د لاري د اټک او جیلم غاړو ته ورسید، لاهور یې ونیوه او وروسته یې ډهلي ته مخه وکړه او چي کله یې ډهلی ونیوی بیرته خپل مرکز کندهار ته راستون سو چی هلته هم د یو لړ داخلي ستونزو په لیري کولو مصروف سو. په کال ۱۷۴۹ م کي هرات ته ولاړی او دغه ښار یې د څلورو میاشتو مسلسلي کلابندۍ وروسته ونیو او د نیولو وروسته بیا مرکز کندهار ته راوګرځیده او دا پلا یې په مرکز کي ځنډ ونه کړ او د ګاونډي بلوچستان د نیولو له پاره یې خپل لښکر واستوه دا وخت بلوچستان د سردار نصیرالله خان بلوڅ له خوا اداره کېده. نوموړي د نادرشاه د مړیني وروسته د خپلي حکمرانۍ څخه یوه کوچنۍ خودسرانه پاچاهي جوړه کړې وه، خو چي کله ورته د احمدشاه بابا وړاندیز ور ورسیده متکي نه سو او د وړاندیز هرکلی یې وکړ په دې توګه بلوچستان هم ونیول سو او دا حمدشاه بابا په قلمرو کی داخل سو.


احمدشاه بابا د خپلي مشرۍ د لمړۍ ورځي څخه د خپل عمر تر پایه پوري ددې هېواد د سیاسي او ملي برم د ارتقا له پاره د کوچینو جګړو برسېره نهه مهم جګړیز یونونه کړي دي، چي زیات مهم او مشهوري یې د پاني پت جګړه ده چي په تفصیل سره به ولیکل سي.

سرته