تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
۵ علتونه؛ ولي ژوند ښکلی دی؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 9, 2019
  0

عزت الله ذکي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


الله جل جلاله زموږ ژوند د ډېرو ګټورو ځانګړنو سره ايجاد کړی دی، دا چي ژوند الله جل جلاله ايجاد کړی او موږ ته يې ډالۍ کړی دی، نو موږ بايد د ژوند په هره برخه او هر حالت کي الله ﷻ تعالی ته شکر وباسو او منندوی اوسو.


مينه:
دا چي ډېری خلک دا استدلال کوي، چي له ميني پرته ښکلی ژوندی نه سي کولای، نو که په يوه سپېره دښته کي مينه وجود ولري، هغه ټوله سپېره دښته ښکلې کولای سي او موږ بايد پرمځکه د خپلو غوره آهدافو او مشروع آرمانونو د پوره کولو لپاره يو بل سره مرسته وکړو، ځکه مرسته د ميني سبب کېږي. مينه داسي يو شی دی، چي وګړي يې له عمر، ځای، ټولنيزو مځکو او مادياتو په نظر کي نيولو پرته هم تجربه کولای سي. دا په حقيقت کي د ژوندانه ښکلي اړخونه دي، وړيا او د ټولو لپاره آزاد دي، چي دا خپله يوه ښکلا ده.


خلک زموږ په ژوند کي:
الله تعالی دي زموږ و ستاسي ټولو ملګرو، دوستانو، قريبانو او په مجموع کي ټولو مسلمانانو ته بخښنه وکړي، ستر څښتن دي پر ټولو ورحمېږي او لايزال رب دي زموږ و ستاسي ملاتړو ته نوره هم بريا او غنا ورپه برخه کړي. موږ بايد په لاره کي د مخ کېدونکو غريبو کسانو سره خپل وسع او توان وکړو، ترڅو په پايله کي يې پوه سو، چي هغه ډول چي موږ ژوند خوښوو، د نورو هم خوښېږي او د رسول الله ﷺصلی الله علیه وسلم د يوه حديث له مخي، ترهغه مومن مومن کېدای نه سي، کوم څه چي د ځان لپاره خوښوي، د نورو لپاره يې خوښ نه کړي. ((لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ، حَتَّى يُحِبَّ لِأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ.)) البخاري (۱۳)، ومسلم (۴۵). ژوند به نور هم ښکلی سي، که يې چيري موږ د هغو سره چي زموږ سره مينه لري، شريک کړو. په ژوند کي د نورو سره د خپلو تجربو، مهارتونو، او پاملرنو شريکول ستاسي خپل حق دی.


د موخو پوره کول:

الله جل جلاله موږ ټول وړتيا لرونکي خلق کړي يو او موږ ټول هغه څه لرو، چي موږ ته په زړه پوري دي. هغه څه چي د ژوند خوښۍ په وجود راوړي، انسان بايد د خپل ژوندانه لپاره ځانګړي موخي او خوبونه تعقيب نه کړي، بلکي ژوند يوازي او يوازي د الله عزوجل د رضا په لټه وکړي. ددې کار په کولو سره به موږ احساس کړو، چي زموږ ژوند ډېر ارزښتمن دی. دا ژوند نور هم ښکلی کوي، په دې دليل چي د رښتيني ښکلا موخي د ښکلي احساس سره تړلي دي او په ځانګړي ډول په ژوند کي د ښه هدف لرلو سره هم تړاو لري.


ژوند کول يو امتياز دی:
الله سبحانه وتعالی زموږ په ژوند کي برکت ايښی دی، کله چي په ژوند کي د هغو فرصتونو په اړه فکر کوو، نو وبه ګورو، چي دغو فرصتونو زموږ د شخصي ودي او پرمختګ سره تر ډېره بريده مرسته کړې ده. يوازي ژوندی اوسېدل يو امتياز دی، په نړۍ کي په بېلابېلو اشکالو انسان وجود لري، دا ټول الله جل جلاله پيداکړي او د ټولو بيرته ورګرځېدل هم دغه ستر او پاک ذات لره دي. په دې معنا چي ژوند د الله تعالی له لوري بيرته وه الله ﷻ ته يو لنډ سفر دی. دا ددې سبب کیږي، چي تاسي ډېر ځانګړی اوسی، خو يوازي ستاسي وجود ته او هر انسان په خپل اندازه ځانګړی دی. نو په همدې خاطر بايد خپل خالق او ستر رب ته د خپل ژوند شکر اداء کړو.


بدلون راوستونکې وړتيا:
موږ ټول بايد هڅه وکړو، چي په داسي ډول دا نړۍ پرېږدو، لکه څنګه چي موږ موندلې ده. دا د ښکلي ژوند يو بل راز دی، چي موږ کولای سو د نورو خلکو لپاره دې نړۍ ته وده ورکړو او په دغه بهير کي خپل ژوند ښکلی کړو. موږ ټول په دې موافق يو، چي الله ﷻ عزوجل غوره کارونه ترسره کول خوښوي، کوم چي پايلي يې هم په دنيا او عقبا کي انسان ته ګټه رسوونکي دي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته