د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
کفر د پرمختګ ذریعه نه ګرځي!
بسم الله الرحمن الرحيم
توضیحات
په اوسني عصر کښې ځینې خلک د کافرانو په وسائلو باندې غولېږي چې الوتکې جوړوي، موټرې جوړولی شي، مخابراتي وسائل یې فعال دي، بالآخره –په اصطلاح –په ګېډه ماړه او په جامه پټ دي، بالمقابل مسلمانان نه ذکر شوي وسائل جوړولی شي او نه خپلواک سیاسي موجودیت لري چې د بل مملکت د اغېز لاندې نه وي.
د دوی دا خیال دی چې –العیاذ باالله- کفري دولتونه د کفر لکبله مخ په وړاندې تللي دي. خو خبره داسې نه ده، هغوی خپل عقلونه په دنیاوي کارونو کښې په کار اچولي دي او د مسلمانانو عقلونه معطل پاتې دي، نه ترې دنیاوي کار اخلي چې اختراعات وکړي او نه ترې اخروي استفاده کوي چې اختلافات د منځه یوسي او متفق او متحد شي او بالآخره ټول اسلامي دولتونه یو مشر وټاکي او د یو بېرغ لاندې سره راټول شي.
ـــــــــ