تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه کي د عباداتو تقیسم اوقات
  علي الله متوکل
  April 24, 2020
  0

 

روژه د عبادت لپاره خورا ښایسته موقع ده. د ډېرو خلکو تقسیم اوقات ګډوډ وي. غواړي عبادت ته یو ښه پلان ولري او زیات ثواب لاسته راوړي، خو د روژې میاشت داغسي ځني تېره سي، بیا نو ارمان پسې کوي. دلته مو د حدیثو په رڼا کي د روژې د ټول ورځي او شپې تقسیم اوقات درته برابر کړی دی.

 

تر سهار لمانځه مخکي:

نبي کریم ﷺ فرمایي: پر ځان د تهجد لمونځ لازم کړی. چي تر تاسو مخکي هم د نیکو خلکو  عادت وو. (ترمذی)

پېشلمی کول: نبي علی السلام فرمايي: پېشلمی وکړئ، بېشکه په هغه کي زیات برکتونه دي. (بخاری)

د سهار سنت کول: رسول الله ﷺ فرمایي: د سهار دوه رکعته (سنت) تر دنیا او هغه څه چي په دنیا کي دي غوره دي. (مسلم)

یاداښت: ښځي دي د پېشلمي تیارولو پر وخت د الله تعالی ذکر کوي، د ذکر او د روژه نیونکو دخدمت ثوابونه به وګټي.

 

د سهار لمانځه څخه تر ماپښین لمانځه پوري:

د جماعت تر وخت پوري ذکر او دعا: نبي علیه السلام فرمایي: د اذان او اقامت په منځ کي دعا کول خامخا قبليږي. (مسند احمد)

 

د سهار لمانځه څخه تر اشراق وخت پوري: د نبي علیه السلام عادت وو، کله چي به د سهار لمانځه څخه فارغ سو، تر لمر راختو پوري به پر هغه ځای ناست وو. (مسلم)

د اشراق لمونځ: رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: کوم څوک چي د سهار لمانځه څخه تر لمر ختو پوري په ذکر مشغول سي او بیا دوه رکعته نفل لمونځ وکړي، د یوه پوره حج او عمرې ثواب ورکول کیږي. (ترمذی)

لږ ارام کول: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: ستاسو ځان هم پر تاسو حق لري (و هغه ته ارام ورکړئ) (بخاري)

تعلیمي او کاروباري مصروفیت: نبي علیه السلام فرمایي: یو څوک په خپل مټ تر ګټلي پیسو بله هیڅ پاکه روزي نه سي موندلای. (بخاری)

په خالي وخت کي ذکر: نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: ژبه مو همېشه د الله تعالی په ذکر تازه وساتئ. (بخاری)

یاداښت: ښځي دي د خپلو کورنیو کارونو ترڅنګ د اولادو خدمت او تربیت کوي. د مخلوق خدمت تر ټولو غوره عبادت دئ.

 

له ماپښین څخه تر مازیګر لمانځه پوري:

ماپښین لمونځ په جماعت وکړئ: نبي علیه السلام فرمایي: د جماعت لمونځ تر یوازي لمانځه ۲۷ درجې فضیلت لري (بخاری)

د ماپښین د سنتو ارزښت: د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) عادت وو، د ماپښین تر فرضو مخکي یې څلور او وروسته یې دوه رکعته سنت کول. (ترمذی)

کار کول یا آرام کول: د اړتیا په اندازه باندي خوب او کار وکړی. ښځي دي ارام وکړي، که ارام نه کوي، نو دي د قرآن کریم تلاوت، ذکر او یا هم درود شریف ولولي.

 

له مازیګره تر ماخستن پوري:

له اذان سره سم و مسجد ته تلل: که څوک په ښه ډول سره اودس وکړي او بیا مسجد ته لاړ سي، نو هغه د الله تعالی میلمه دی. او میلمه (بنده) پر کوربه (الله جل شانه) باندي د اکرام حق لري. (طبراني)

سنت وکړئ: نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: الله تعالی پر خپل هغه بنده باندي رحم کوي، چي تر مازیګر لمانځه مخکي څلور رکعته سنت ادا کوي. (ترمذی)

تر فرض لمانځه وروسته تعلیم کول: رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: که څوم مسجد ته ددې لپاره ځي، چي د دین یو خبره به زده کړي یا به یې و بل چاته وښيي، نو د یوه حج ثواب ورکول کیږي. (طبراني) په مسلمانو هیوادونو کي زیات وخت تر مازیګر لمانځه وروسته یا مخکي د قرآن کریم ترجمه یا د دین دعوت کیږي. ورسره یو ځای سئ.

د روژه مات چمتو والی: نبي کریم (صلی الله عليه وسلم)  به د کور په کارونو کي له خپلو بیبیانو سره مرسته کول. (بخاری)

تر روژه مات مخکي دعا: نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: د روژه نیونکي دعا نه رد کیږي. (ترمذی)

د روژه مات پر وخت د الله تعالی له لوري و روژاتي ته یوه خوشحالي ورکول کیږي. (بخاری)

پر وخت روژه مات کول: نبي علیه السلام فرمایي: زما امت پر خیر باندي قایم کیږي، تر څو په روژه مات کي ځنډ و نه کړي.

 

له ماښامه تر تراویح پوري:

په لومړي تکبیر سره د لمانځه ادا کول: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: زما امت پر خیر باندي قائم کیږي، تر څو چي یې د ماښام لمونځ نه وي ځنډولی.  (ابو داؤد)

د اوابین لمونځ: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: که څوک تر ماښام لمانځه وروسته پالتو خبري و نه کړي او شپږ رکعته لمونځ وکړي د دولسو کالو د عبادت ثواب به ورکول سي. (ابن ماجه)

د ماخستن لمونځ: محبوب نبي فرمایي: که څوک د ماخستن لمونځ په جماعت باندي ادا کړي، نو هغه ته به د نیمي شپې د عبادت ثواب ورکول سي. (ترمذی)

د تراویحو د لمانځه ادا کول: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: کوم څوک چي د روژې په شپو کي د ایمان او ثواب په امید تراویح ادا کړي، د هغه مخکیني ګناهونه بخښل کیږی. (بخاری)

 

کور او ارام: نبي کریم صلی الله علیه وسلم تر ماخستن لمانځه مخکي خوب

او تر لمانځه وروسته بېله اړتیا مجلس کول منع کړي دي. (بخاری)

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته