تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د جابر رض د پلار شهادت
 
  December 27, 2011
  0

رالېږونکی: دوست محمد عرفان

حضرت ابو نصره رحمة الله عليه وایي، حضرت جابر بن عبدالله رضى الله عنه وفرمایل: کله چي د احد د غزا وخت سو نو د شپې زما پلار زه راوغوښتم او وې ویل: چي زما فکر داسي دئ، چي زه به سبا د رسول الله صلى الله عيله وسلم په اصحابو کي تر ټولو لومړی شهید کیږم او والله ! زه داسي څوک نه پرېږدم اوځم، چي د رسول الله صلى الله عيله وسلم تر ذات وروسته و ما ته تر تا زیات خوږ وي او پر ما پور هم دی هغه زما له خوا اداء کړه او د خپلو خویندو په باره کي د ښه چلند وصیت قبول کړه.

نو هغه وو، چي هغه سهار تر ټولو مخکي شهید سو او ما هغه د یو بل صحابي سره ښخ  کړ بیا زما زړه ونه غوښتل، چي زه هغه په یوه قبر کي د بل صحابي سره پرېږدم. نو ما هغه شپږ میاشتي وروسته له قبر څخه راويستئ هغه بلکل داسي وو لکه څنګه چي په هغه ورځ وو په کومه ورځ چي ما هغه په قبر کي ایښۍ وو. یوازي يې په غوښو کي لږ څه فرق يا توپير راغلي.

ماخذ: حياة الصحابه

اخرجه الحاکم (ج۳ص۲۰۳) قال الحاکم هذا حدیث صحیح علی شرط مسلم واخرجه ابن سعد (ج۳ص۵۶۳) عن ابی نضرهّ عنه نحوه مختصرا
 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته