تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
امام چي جماعت نه ورکوي او نتخوا اخلي؟
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  June 24, 2020
  0
نوم: علي زرموال
ولایت: کندهار
مسلسله شمېره: (۲۹۵۴)
 

سوال: زموږ دکلي مسجد رسمي دی او رسمي امام هم لري چي په لایحه وظایف کي د هغه مسؤولیت خطابة او پنځه وخته لمونځونه دي خو دی پنځه وخته لمونځ موږ ته په جماعت نه راکوي دده معاش سنګه دی او څه حکم یي دی؟

 
الجواب: حامدآ  ومصلیا 
دتنخوا لرونکي سړي، دتعطیلاتو دار ومدار په عرف باندي دی په عرف کښي چي څومره دهغه تعطیل وي دغومره ورځي رخصتي کول د هغه حق دی اوله  عرف څخه زیاتي رخصتي د اعتراض نیوکي وړ دي. د علامه ابن عابدین په آند په ټول کال کي پنځلس ورځی رخصتي د معافي وړ دي.
 
والله اعلم بالصواب
-----------------------
وفي القنية من باب الإمامة إمام يترك الإمامة لزيارة أقربائه في الرساتيق أسبوعا أو نحوه أو لمصيبة أو لاستراحة لا بأس به ومثله عفو في العادة والشرعا هوهذا مبني على القول بأن خروجه أقل من خمسة عشر يوما بلا عذر شرعي لا يسقط معلومه وقد ذكر في الأشباه في قاعدة العادة محكمة عبارة القنية هذه وحملها على أنه يسامح أسبوعا في كل شهر واعترضه بعض محشيه بأن قوله في كل شهر ليس في عبارة القنية ما يدل عليه.( ردالمختار ج۵/۴۲۰/کتاب الاجارة).
وهکذا فی فتاوی حقانیه(ج۵/۲۷۱/کتاب الاجارة)
وهکذا فی احسن الفتاوی(ج۶/ص۲۰/کتاب الاجارة)
 
 
-----------------------
 
المجیب: عبدالولي (لمتخصص فی الفقه بجامعة الخیر الاسلامیة بکندهار)
 
الجواب صحیح : مولوي محمد عمر خطابي 
 
 
-----------------------
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته