تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:نبي عليه السلام ته د قريشو وړانديزونه
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 1, 2020
  0

نبوي سیرت (۹۱ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 و رسول الله  صلی الله علیه وسلم ته د دعوت د پرېښوولو دپاره د قريشو وړانديزونه

 

د دغو دوو مشهوره او معروفه پهلوانانو او قهرمانانو: حمزه بن عبدالمطلب او عمر بن الخطاب رضی الله عنهما  ترايمان او اسلام را وړلو وروسته هغه د ظلم توري پردې څيري سوې او قريش د هغه عذاب ورکولو د نشې څخه پُرسد سوه، اوس ويني چي مسلمانان ورځ په ورځ ډېريږي، نو غواړي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خبرو د لاري د دعوت په پرې ښوولو کي کومي فيصلې ته ورسيږي او د دې کار په مقابل کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  هرڅه و غواړي دوى يې ورکړي، خو دوى بېچارګان په دې نه پوهېدل چي ټول هغه شيان چي لمر پر راخيژي و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د دعوت په مقابل کي د غُماشي د وزر قدر او قېمت نه لري او دوى په دغه خپلو وړانديزونو کي ناکامه او نا  اميده سوه. 

 

هغه داسي: قريشو مشوره سره وکړه ويل اوس نو موږ ته دوې لاري پاته دي چي د هغو څخه به يوه عملي کوو، يو دا چي په خپله د محمّد صلی الله علیه وسلم  سره بحث او خبري وکړو قانع به يې کړو چي  دغه د دعوت د کاره څخه لاس واخلي، که يې دا نه کړه قبوله نو دوهمه لار پاته ده چي هغه مخامخ مواجهه او مقابله ده، نو ويل څوک بايد د خبرو دپاره ورسي چي خبري ور سره وکړي؟ د قريشو يو خاص مشر يې د دغه کار دپاره انتخاب کړی چي څوک وايي: وليد بن مغيره ؤ او څوک وايي عُتبه بن ربيعه ؤ، په هر صورت يوه ورځ قريش د خپل مجلس په ځاى کي سره ناست دي، وې ليدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد کي يواځي ناست دى، وليد يا عتبه و ويل: يا معشرَ القريش! آيا محمّد ته ور نه سم؟ او خبري ور سره و نه کړم؟ ښايي زموږ د پېشنهادو څخه يو شئ قبول کړي او موږ پرېږدي، قريشو ويل: هو ورسه او خبري ور سره وکړه، وليد هم ور ولاړ سو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته کښېنستى او ويل: اې وراره! تا ته معلومه ده چي ته په قوم کي د لوړي مرتبې او ښه  نسب خاوند يې او تا دغه خپل قوم ته داسي لوى شئ را وړى چي په هغه سره دي دوى وپاشل، د دوى پر دين او خدایانو دي عيبونه و ويل او د دوى تېر سوي پلرونه دي کافران وبلل، اوس زما څخه يو څه خبري واوره او په هغو کي ښه فکر وکړه ښايي د هغو څخه يو څه قبولي کړې، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: وايه يا وليد! زه يې اورم، هغه ويل: اې وراره که ته په دغه کار سره پيسې غواړې؟ دومره مال او پيسې به درته را ټولي کړو چي تر موږ ټولو مالداره او غني سې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د کعبې شريفي سره ناست  دى او غوږ يې ورته نيولى دى، دا د خبرو کولو او خبرو اورېدلو ادب دى، که څه هم د وليد ټولي خبري بې معنْی او چټي دي مګر ادب دا نه ايجابوي چي هر ګړئ د هغه خبري ور پرې کړي او خپلي خبري شروع کړي نو يې غوږ ورته نيولى دى، وليد نور هم و خپلو خبرو ته ادامه ورکړه او ويل: که دي د دې کاره څخه شرف، مشري او سرداري مقصد وي، د مکې عمومي سردار او رئيس به دي کړو، هيڅ فيصله به ستا د رأيي څخه مخالفه نه کوو اوکه پاچهي غواړې زموږ پاچا به دي کړو او که دي د دې کار څخه مقصد ښځه وي هره پېغله چي ته لاس پر ايږدې در په نکاح به يې کړو او که دغه شئ و تا ته يو خيال او تصور راځي يعني: سودا او وسوسه وي او ته يې د ځان څخه نه سې ليري کولاى طبيب به درته را وغواړو او په دې لار کي به تر هغه وخته پيسې خرڅي کړو ترڅو چي ته جوړېږې.

 

قريش آماده دي چي د دې په مقابل کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د دين او دعوت خبري پريږدي هرڅه وکړي او وايي: هرڅه چي ته وايې زموږ  قبول دي پرتا ويل او پر موږ کول دي، خو د دين او دعوت خبري پرېږده، قريش تر دغه اندازې د دعوت څخه په تکليف وه او د دعوت د نشرېدلو څخه بېرېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  غوږ ورته نيولى دى.
کوم وخت چي وليد د خپلو خبرو څخه فارغه سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: ستا خبري خلاصي سوې؟ وليد ويل: هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم و ويل: اوس نو ما ته غوږ ونيسه.

 

 وروڼو! اخلاق دغه دي: تر کومه وخته چي هغه خبري کولې دئ صلی الله علیه وسلم چپ او خاموشه ؤ فقط غوږ يې نيولى ؤ، کوم وخت چي وليد د خبرو كولو څخه فارغه سو رسول الله صلی الله علیه وسلم ويل: اوس نو غوږ ونيسه، هغه ويل: ښه وايه، رسول الله د دغو ټولو خبرو په جواب کي د سورة حْمۤ السجده څو آياته ورته و ويل، په نورو خبرو سره يې هيڅ جواب ورنه کړى، د هغه دپاره فقط قرآن مجيد کافي ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم و ويل:  

بسم الله الرحمن الرحيم: حم ﴿١﴾ تَنزِيلٌ مِّنَ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ ﴿٢﴾ كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿٣﴾ بَشِيرًا وَنَذِيرًا فَأَعْرَضَ أَكْثَرُهُمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ ﴿٤﴾ وَقَالُوا قُلُوبُنَا فِي أَكِنَّةٍ مِّمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ وَفِي آذَانِنَا وَقْرٌ وَمِن بَيْنِنَا وَبَيْنِكَ حِجَابٌ فَاعْمَلْ إِنَّنَا عَامِلُونَ ﴿٥﴾ 
يعني: دغه قرآن د هغه الله د طرفه را لېږل سوى دى چي ډير مهربانه او ډير رحم کونکى دى، قرآن داسي کتاب دى چي آياتونه يې په تفصيل سره بيان سوي دي، قرآن دى چي په عربي ژبه لوستل سوى دى، د هغه قوم دپاره چي پوهيږي، مومنانو ته په جنت سره زېرى ورکونکى دى او کفارو ته د دوږخ څخه بېرونکى دى، نو د دغه کفارو څخه ډیرو مخ وګرځاوه، دوى حق نه اوري او دغه کفار محمّد صلی الله علیه وسلم ته وايي زموږ زړونه په پردو کي دي، په هغه څه نه پوهيږو چي ته موږ هغه ته دعوتوې (چي  توحيد او قرآن دى) او زموږ په غوږو کي دروند والى دى (ستا خبري نه اورو) زموږ او ستا په منځ کي د مخالفت پرده ده، نو ته په خپل دين عمل کوه او موږ په خپل دين عمل کونکي يو. رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه آياتونه ور ته تلاوتول ترڅو چي د الله عزوجل  دې قول ته ورسېدى:
فَإِنْ أَعْرَضُوا فَقُلْ أَنذَرْتُكُمْ صَاعِقَةً مِّثْلَ صَاعِقَةِ عَادٍ وَثَمُودَ ﴿فصلت: ١٣﴾ 
يعني: که چيري دغه کفارو د حقه څخه مخ واړاوه، نو ته دوى ته و وايه: زه تاسي د سخت عذابه څخه بېروم په مثل د هغه سخت عذاب د عاديانو او ثموديانو، چي پر عاديانو باد صُر صُر مقرره سو او پر ثموديانو جبريل علیه السلام  چغه او ناره وکړه. 

 

وليد د صاعقې د نامه په اورېدلو سره ډير زيات وبېرېدى د خپله ځايه څخه ور ولاړ سو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر مبارکه خوله يې لاس ور کـښېښاوه چي چپ سي او نوري د عذاب خبري و نه کړي او ويل: د الله روى مي در وړى  دى رحم، د الله روى مي در وړى دى رحم، دډيري بيري څخه وارخطا سو چي پر دوى به هم داسي صاعقه نازله سي لکه د عاد او ثمود صاعقه او بيرته راغلى پر خپل ځاى کښېنستى، رسول الله صلی الله علیه وسلم نور آياتونه هم پسي تلاوت کړه تر څو د سجدې و آيات ته ورسېدى د سجدې آيات چي يې تلاوت کړى رسول الله صلی الله علیه وسلم سجده وکړه او بيا يې ورته و ويل: يا وليد! وادي ورېدل؟ اوس نو ته او دغه آياتونه، زما د طرفه ستا جواب دغه دى، نه بحث ؤ نه مناقشه او نه نور دلائل وه، فقط او فقط د ده د خبرو جواب د قرآن مجيد آياتونه وه، وليد د خپله ځايه څخه لکه بېهوښه ولاړ سو دا د قرآن مجيد سحر او اعجاز دى، دا د قرآن کريم تأثير دى، وليد د اول وار دپاره قرآن مجيد مفصل او بې ږغه ږوغه واورېدى، داسي يې واورېدى چي غوږ  يې ورته نيولى ؤ، فکر او پام يې پرکاوه، د قرآن مجید تر تاثير لاندي راغلى دى ولاړ سو او بيرته قريشو ته ورغلى، ټول قريش په دارالندوه کي د ده په انتظار ناست وه، دئ يې د بحث او پېشنهاد دپاره لېږلى ؤ او اوس ټول د جواب په انتظار دي، خو وليد لکه مسحور او بېهوښه و دارالندوه ته ورننوتى، د دغه عجيب کلام تر تاثير لاندي ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «اِنّ مِنَ البَيَانِ لَسِحراً» يعني: بيشکه ځيني بيانونه د سحر تاثير لري، کوم وخت چي د بشر ځيني کلام يا بيان سحري تاثير و لري، نو د قرآن مجيد او الْهي کلام په باره کي څه فکر کوى؟ رشتيا هم وليد بن المغيره د قرآن مجيد په اورېدلو مسحور سوى ؤ، کوم وخت چي دارالندوه ته ورننوتى او قريشو وليدى، ويل: سړئ بيرته راغلى مګر په والله نه په هغه مخ چي تللى ؤ په سړي کي ډير فرق راغلى دى، وليد کښېنستى قريشو ور ته و ويل څه خبر دي را وړى؟ وليد ويل: والله د محمّد څخه مي داسي خبري واورېدې چي د هغه په مثل خبري مي په خپل عمر نه دي اورېدلي او دا خبره يې هم پر اضافه کړه:
« إنّ لِقَولِهِ لَحَلاوةٌ، وَإنّ عَلَيهِ لَطَلاوةٌ، وَ إنّ أعلاهُ لَمُثمِرٌ، وَإنّ أسفَلَهُ لَمُغدِقٌ، وَ إنّهُ لَيَعلُوا وَلا يُعلْى عَلَيهِ».   يعني: د ده خبري خوږ والى لري، په خبرو کي يې اعجاب او ښايست پروت دى، لفظ د خبرو يې مېوه لري، معنْی د خبرو يې تنده پورته کوي، د ده خبري تر هر چا لوړيږي او د ده پر خبرو څوک نه سي لوړېدلاى. 

 

وروڼو! د عربو لوړ والى، مهارت او پوهی په ژبه کي وه، سبحان الله! هر وخت چي الله عزوجل  و يوه قوم ته خپل رسول ورلېږلى دى د هغه شي معجزه يې ور سره ورکړې ده، چي دغه قوم به په هغه شي کي مشهوره او رسېدلى ؤ، مثلاً د عيسْى علیه السلام  قوم په طِب کي شهرت درلودى او رسېدلى ؤ، نو د عيسْى علیه السلام  معجزې هم د دغه قسمه څخه وې چي پيس يې جوړاوه، مور زاده ړوند يې بينا کاوه، حتّْی مړي يې ژوندي کول، ځکه چي دغه قوم ته دا ور معلومه سي چي دا د الله عزوجل  د طرفه معجزه ده او د انسان کار نه دى.
همدارنګه د فرعون قوم چي په سحر او جادو کي رسېدلى او مشهوره ؤ، نو الله جل جلاله  و موسْى علیه السلام  ته هم د دغه قسمه څخه معجزې ورکړې هغه دا چه د لاس لکړه يې دومره لوى مار سو چي د ساحرانو ټول جوړ سوي شيان يې تېر کړل او لاس چي به يې د بغل څخه را وايستى داسي به ځلېدى لکه لمر، نو ځکه د فرعون ساحرانو چي سحر یې پېژندی او د سحر ماهیت ور معلوم ؤ کوم وخت چي يې دغه معجزې ولیدلې پوه سوه چي دا سحر نه دی بلکه الْهي معجزه ده او ایمان یې راوړی.

 

 عربو د دې شيانو څخه کوم شئ نه درلودى هغه دوى چي درلودى او رقابت به يې په کاوه او د هغه شي استادان وه هغه د ژبي فصاحت او بلاغت ؤ او واقعاً هم د تاريخ د شروع څخه بيا تر اوسه پوري په ټول بشرکي د فصاحت او پراختيا په اساس بله داسي ژبه نه ده پيدا سوې لکه عربي، نو ځکه و عربو ته د هغه جنسه څخه معجزه راغله چي دوى په هغه کي مهارت درلودى، داسي شئ په معجزه کي نه ورته راغلى چي دوى د هغه په باره کي معلومات نه لري، بلکه عربو ته داسي شئ په معجزه کي راغلى چي دوى د هغه کار استادان وه او قرآن مجيد دومره بليغ او فصيح ؤ چي دوى ورته عاجزه سوه او تر اوسه هم ورته عاجزه دي، نو ځکه د وليد پر ژبه دغه جملې و ويل سوې، قريشو ورته و ويل:يا وليد! تا خپل دين پرېښاوه؟ (اَ صبأت يا وليد!) د دينه واوښتې؟ وليد ويل: يا! د دينه نه يم اوښتى مګر والله ما داسي کلام په عمر نه دى اورېدلى، قريشو ويل: دا شعر دى، وليد ويل: والله تر تاسي ټولو په شعر پوهېږم، د شعر په بحرو، په نثر، په شعر، په ټولو پوهېږم، شعر پيژنم د عربو ژبه را معلومه ده مګر د محمّد صلی الله علیه وسلم کلام شعر نه دى، قريشو ويل: چي شاعر نه دى نو کاهن او کوډګر دى، وليد ويل: کاهن پيژنم او کارونه يې، د هغو د اور بلولو او شـيانو سوځولو ټوله طـريقې را مـعلومي دي، حتّْی مېرګيان او د مېرګيانو مرض را معلوم دي، د لېوني او مېرګياني هيڅ حرکت پکښي نسته، قريشو ويل: نو ساحر او جادوګر دى، وليد ويل: سحر او ساحران پيژنم د هغو د شيانو تړل او غوټه کول را معلوم دي د هغو په پوکلو پوهېږم، د هغو دکارو څخه هيڅ کار پکښي نسته، قريشو و ويل: موږ نه پوهیږو چي څه درته و وايو، وليد ويل: يا قوم! زما خبره قبلوی؟ هغو ويل: وايه مقصد دي څه دى؟ وليد و ويل: دوه کاره دي چي د هغو څخه به يو کوى، قريشو ويل: هغه کارونه څه شي دي؟ وليد ويل: اول دا چه متابعت به يې وکړو  ځکه د ده خبري حق دي، دوى ويل: په تا يې هم سحرکړى دى موږ څنګه خپل او د خپلو پلرو دين پرېږدو؟ دا هيڅ امکان نه لري، ده ويل: چي دا مو نه سوه خوښه او نه يې قبلوى نو دا دوهم کار وکړی،  قريشو ويل: هغه څه شي دى؟ ده ويل: دئ او خلك سره پرېږدى، پرې يې ږدى چي خلك دعوت کړي په والله د ده دغه خبري چي دغه اوس ما واورېدې يو عظيم کيفيت لري که دئ پرخلكو غالبه سو د ده عزت او شرف ستاسي عزت او شرف دى، دئ هم د قريشو څخه دى د ده فخر ستاسي فخر دى، تاسي به په ده سره هغه بختور خلك سى او که خلكو دئ و وژى دا هم هغه شئ دى چي تاسي يې غواړى، د وليد خبره پخه او معقوله وه خو قريشو و ويل: يا! والله! دئ او خلك به هيڅکله نه سره پرېږدو، وليد متردِد سو چي قريش نه په اوله خـبره راضي دي نه په دوهمه، وليد و ويل: اوس به نو آخري خبره درته وکړم، قريشو ويل: ښه! وايه، وليد ويل هغه مناسب او معقول شئ دا دى چي خلكو ته واياست چي ساحر دى او زموږ ټولو خبره بايد يوه وي، کوم څوک چي د مکې د دباندي څخه راځي و هغو ته به موږ ټول دغه يوه خبره کوو چي ساحر دى، نژدې او مناسبه خبره هم دغه ده چي د ده په خبرو کي سحر دى، د سحر په واسطه قوم سره جلا کوي، ښځه او خاوند سره جلا کوي پلار او زوى سره جلا کوي، سبحان الله! شيطان د دغه ولید لار  و وهل، اوس لږ وخت د مخه ده کوښښ کاوه چي قوم ته سمه لار ور و ښيي مګر اوس دئ په خپله واوښتى او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې په بد ويلو شروع وکړه، نو  د دغه وليد په باره کي د سورة المدثر دغه آياتونه نازل سوه چي رب عزوجل  فرمايي: 
ذَرْنِي وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِيدًا ﴿١١﴾ وَجَعَلْتُ لَهُ مَالًا مَّمْدُودًا ﴿١٢﴾ وَبَنِينَ شُهُودًا ﴿١٣﴾ وَمَهَّدتُّ لَهُ تَمْهِيدًا ﴿١٤﴾ ثُمَّ يَطْمَعُ أَنْ أَزِيدَ ﴿١٥﴾ كَلَّا ۖ إِنَّهُ كَانَ لِآيَاتِنَا عَنِيدًا ﴿١٦﴾ سَأُرْهِقُهُ صَعُودًا ﴿١٧﴾ إِنَّهُ فَكَّرَ وَقَدَّرَ ﴿١٨﴾ فَقُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ ﴿١٩﴾ ثُمَّ قُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ ﴿٢٠﴾ ثُمَّ نَظَرَ ﴿٢١﴾ ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ ﴿٢٢﴾ ثُمَّ أَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ ﴿٢٣﴾ فَقَالَ إِنْ هَٰذَا إِلَّا سِحْرٌ يُؤْثَرُ ﴿٢٤﴾ إِنْ هَٰذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ ﴿٢٥﴾ سَأُصْلِيهِ سَقَرَ ﴿٢٦﴾ 
اوس به د دغه تلاوت سوو آياتو مختصره ترجمه درته وړاندي سي:
ذَرْنِي وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِيدًا ﴿١١﴾ الله جل جلاله  فرمايي: ما او هغه څوک چي يواځي مي پيدا کړى دى سره پرېږده، د يواځي څخه مقصد دا دى چي هر سړئ د مور د نس څخه بې ماله بې اولاده يواځي را وزي، فوج او لښکر، مال او دولت، اولادونه او اقرباء او نور شيان د ځانه سره نه را وړي او يا د يواځي څخه مقصد خاص دغه وليد بن مغيره دى ځکه دئ د پلار يو زوى ؤ 
وَجَعَلْتُ لَهُ مَالًا مَّمْدُودًا ﴿١٢﴾  او بيا مي و ده  ته ډير زيات مال ورکړی 
وَبَنِينَ شُهُودًا ﴿١٣﴾ او زامن مي ورکړه چي د ده سره به په هر مجلس کي حاضر وه، وليد د ډېر مال خاوند او د لسو زامنو پلار ؤ چي دغه زامن به همېشه د ده په مجلس کي حاضروه
وَمَهَّدتُّ لَهُ تَمْهِيدًا ﴿١٤﴾ تيار او آماده مي کړل ده لره په تيارولو سره، يعني: ده لره مي په دنيا کي د عزت او مشرتوب ټول اسباب آماده کړي وه
ثُمَّ يَطْمَعُ أَنْ أَزِيدَ ﴿١٥﴾ او بيا طمعه او اميد کوي چي نور به يې هم ور زيات کړم
كَلَّا ۖ إِنَّهُ كَانَ لِآيَاتِنَا عَنِيدًا ﴿١٦﴾ هيڅکله داسي نه کوم چي مال، نفر او نعمتونه دې نور هم ور ډېرکړم، بېشکه چي هغه زموږ آياتو لره مخالف او عناد کونکى ؤ
سَأُرْهِقُهُ صَعُودًا ﴿١٧﴾ ژر ده چي د اور پر لوړ غره به يې وخېژوم (صَعُود) په دوږخ کي د يوه غره نوم دى چي همېشه کافران ورخېژول کيږي بيا د هغه غره د سره څخه کښته را لغړول کيږي، چي دا هم د کفارو دپاره يو قسم عذاب دى
إِنَّهُ فَكَّرَ وَقَدَّرَ ﴿١٨﴾ بېشکه هغه فکر وکړی چي پر قرآن څنګه طعن يا عيب و وايم او په خپل زړه کي يې خبره جوړه کړه، چي و وايي: قرآن کريم سحر دى
فَقُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ ﴿١٩﴾ پس هلاک سو، ملعون کړل سو، څنګه يې دا خبره جوړه کړه
ثُمَّ قُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ ﴿٢٠﴾ بيا دي هلاک او ملعون سي، خراب او برباد دي سي، څنګه يې دا خبره جوړه کړل چي قرآن سحر دى
ثُمَّ نَظَرَ ﴿٢١﴾  بيا يې محمّد يا قرآن ته وکتل
ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ ﴿٢٢﴾ بيا يې مخ تريو او تندﺉ يې غوټه کړی
ثُمَّ أَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ ﴿٢٣﴾ بيا يې محمّد ته شا کړه او د اِسلام څخه يې سر غړونه وکړه
فَقَالَ إِنْ هَٰذَا إِلَّا سِحْرٌ يُؤْثَرُ ﴿٢٤﴾ نو ويل: نه دى دا قرآن مګر سحر دى چي د نورو ساحرانو څخه را نقل سوى دى
إِنْ هَٰذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ ﴿٢٥﴾ او نه دى دا قرآن مګر قول د بشر
سَأُصْلِيهِ سَقَرَ ﴿٢٦﴾ ژر به دئ د دوږخ اور ته داخل کړم، دغه سړئ چي حق يې وپېژندى او ده  ته دغه حق واضح او روښانه سو، تر داسي اندازې چي خپل قوم يې هم ورته رابلى او بيا په يوه وار وا وښتى، داسي اوښتل چي د حق دښمن وګرځېدى، نو خود دغه سړئ د اور مستحق دى.
دغه آياتونه د دغي حادثې يا سوال او جواب په سبب نازل سوه.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته