تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د زړه سکون چیري دی؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 2, 2020
  0

د زړه سکون چیري دی؟
لیکوال: علي الله ”متوکل“/ تعلیم الاسلام ویبپاڼه


د نړۍ فساد د همدغه وجي دی، چي هرڅوک غواړي خیر او شر په خپله خوښه و ټاکي؛ هرچا د خوښی او ځان خوښ ساتلو لپاره معیارونه ټاکلي، غواړي د زړه سکون او ارام و مومي. خو لاس ته یې هیڅ هم نه ورځي. ولي؟ دا ځکه انسانان چي هر وخت پر خپله لار تللي، نو یې د فرعون په څېر د خدای دعوه شروع کړې یا یې د مادیاتو او نفس بنده ګي ته لاس اچولی. 
ځیني بیا په دې فکر دي، چي د زړه سکول په پیسو، شتمنۍ یا شهرت کي دی. خو کله چي دا هرڅه تر لاسه کړي، بیا هم د زړه سکون نه لري. 


 هغه څوک چي دین نه پالي هغوی له ځان سره یو ډول د یوازيوالي او تنهایي احساس کوي ، که څه هم د خلکو په رش او ګڼه ګوڼه کي اوسي؛ دلته د یوازیوالي څخه زموږ مطلب فزیکي یوازیوالی نه دی، بلکي معنوي او روحي یوازیوالی دی چي په ارامه ارامه انسان خوري او یوه ورځ ئې ختموي، نو دین هغه وسیله ده چي انسان د الله جل شانه سره نښلوي، اړیکه ئې قایموي او د الله جل شانه د رضا په خاطر د نورو خلکو احسان، کومک، همدردي، میلمه پالنه او انسانیت په لاس راوړي.

 

د انسان د ګڼو غوښتنو څخه یو هم د روح سلامتي او د رواني حالت سمون دی. له وروستیو څېړنو څخه جوتیږي چي انسان د حقیقي دین په پاللو سره روحي موازنه لاسته راوړي، پر داخلي دردونو او روان بریالی کیږي، معنوي تسکین او د زړه ډاډ مومي.

 

د مذهب څخه لیري والی د نن په ماده پرسته او ظاهر پرسته ژوند کي خلک په ذهني کشمکش او د زړه په خوږ اخته کړي. د ساینس په مټ او د ټکنالوژی په مرسته د هوسایني او ارام ژوند لپاره هر اړخیز مادي سهولتونه برابر سوي خو قلبي او ذهني ارام نسته.

 

ایا کله مو فکر کړی چي ولي؟ او یا مو د درملني لټه کړې؟ یا، هیڅکله هم نه

الله جل شانه د الرعد په سورة کي فرمایي: أَلاَ بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ القُلُوبُ
ژباړه: خبر سئ! د الله په یاد زړونه ډاډه کیږي. 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته