تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زموږ پر ټولنه د فاسدو رسنیو او سریالونو اغېز!
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 13, 2020
  0

زموږ پر ټولنه د فاسدو رسنیو او بهرنیو سریالونو اغېز!!

 

ليکنه : ف. همت/تعليم الاسلام ويب پاڼه

 

پوهانو ویلي دي: که غواړﺉ یوه ټولنه تر خپل ښکېلاک لاندي راولی، نو کلتور او فرهنګ یې ترې واخلئ.

دامعنی چي په داسي ډول د دوی په منځ کي نفوذ پیدا کړئ، چي په ځان پوه نه سي مګر درته  تسلیم سي.

زموږ په ټولنه کي ډېری رسنۍ ترخپل فرهنګ ډېر د پردیو فرهنګونو ته کار کوي (د پردیو فرهنګونو  مطابق جامې اغوستل، د ښځو بې ستري کول، د ودونو، ښادیو او نورو محافلو بېلابېل پردي دودونه ترویجول د دوی کار ګرځېدلی دی(.

 

رسنۍ د خبر رسولو او نورو اړینو معلوماتو د رسولو دنده لري، رسنۍ باید اسلامي، علمي، فرهنګي، ساینسي، اقتصادي، تربییوي، ټولنیزي او نوري بیلابېلي ګټوري داسي خپروني وړاندي کړي چي د ټولني ورته اړتیا وي، ترڅو زموږ د بېچاره اولس د پرمختګ او ویښتابه سبب وګرځي.

 

متأسفانه نن ورځ اکثریت رسنۍ دخپلي سوداګرۍ په موخه پردي ناوړه فرهنګونه په موږ کي ترویجوي، چي دا د مسلمه امت د پاره تر زهرو کم نه دي.

موږ وینو چي د رسنیو له لاري د فلمونو، سریالونو، عشقي کیسو د نشرولو پایله داده چي ټولنه مو ورځ تر بلي بې دینۍ او بد اخلاقۍ ته مخه کوي، ښځینه طبقه مو دومره بې ستره سوې، چي هغه جامې چي آن د پلار او ورور په مخ کي د اغوستلو نه وي، دوی په هغو جامو کي په بازارونو کي د پردیو نارینوو په وړاندي ګرځي، دا تمدن نه دی بلکي دا فکري او فرهنګي ښکېلاک او د ګناه ترویج دی، زموږ ټولنه کومه کفري ټولنه نه ده چي هرڅوک چي هرڅه وغواړي ودي یې کړي، دا یوه اسلامي ټولنه ده، دلته اسلامي شرعي  نصوص سته او عملي کول یې د هر مسلمان وجیبه ده.

 

د رسنیو منفي اغیزي تر مثبتو اغیزو زیاتي دي، نامشروع اړیکي، غلا او چور، قتل، طلاق، بې حیایي او داسي نور... دا ټول هغه ناوړه شیان دي چي زموږ ټولني ته په زیاته پېمانه د ټلویزیون له لاري راغلي دي.

 

هر مسلمان ته په کار ده چي خپل کور او  کورنۍ د دښمن د دې چل څخه وساتي، داسي نه وي چي په خوشحالۍ سره خپل نوی نسل ددښمن خولې ته ورکړي، ترڅو هغوی یې عقیده او ذهنیت پخپله خوښه جوړ کړي.

مسلمان باید هوښیار او ځیرک وي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته