تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انجنير په حيث د هندانو په عبادتخانه کي کار کول؟
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 14, 2020
  0
نوم: عبید الله صافی
مسلسله شمېره (2968)
 
پوښتنه: زه یو انجنير یم بت خانه جوړیږي د هندوانو لپاره چي خپل عبادت پکښي وکړي زما لپاره په دي بت خانه کي کار کول څنګه دي د سیکانو لپاره یا د هندوانو لپاره معبد جوړیږي ماته د یو انجنیر په حیث په دي بت خانه کي د کار کولو جواز سته که یا د قران او حدیث په ړنا کي؟
 
--------------------------------------
 
جواب: حامداً و مصلیاً
جواز لري، البته بهتره داده چي د ځان لپاره بل کار وپلټل سي.
والله اعلم بالصواب
__________________________________________
قال الحصكفي (رحمه الله) وجاز تعمیر کنیسة وحمل خمر ذمی بنفسه اودابته بأجر.الدرالمختار علی هامش ردالمحتاار: ج۵/ص۲۷۷.
وفی الخانیه : ولوان مسلما آجر نفسه لیعمل فی الکنیسة ویعمرها لا بأس به لأ نه لا معصیة فی عین العمل. خانیه علی ها مش هندیة: ۳/۴۲۶/فصل فی التسبیح والتسلیم والصلوة علی النبی صلی الله علیه وسلم .
وفی الهندیة: ولو إستأجر ذمی مسلما لیبنی له بیعة او کنیسة جاز ویطیب له الأجر. الفتاوی الهندیه : ج۴/ص۴۵۰ الفصل الرابع في فساد الإجاره.
وکذافی جواهر الفقه لمفتی محمد شفیع (رحمه الله) ج۲/ص۴۵۷.
------------------------
 
الجواب صحیح : مولوي محمد عمر خطابي 
المجیب:حمدالله المتخصص فی الفقه بجامعة الخیر الاسلامیة بکندهار
 
 
 

سرته