نوم: محمد
ولایت: هرات
هیواد: افغانستان
مسلسله شمېره: (2967)
پوښتنه: السلام عليکم، زما يوه پوښتنه ده هغه دا چي زه غواړم چي د خپلو خپلوانو سره رابطه وساتم خو هغوی زما تحويل نه اخلي فکر کوي چي زما کار په بند دی چي کورته يې ورسم مهمان خانې ته مي بيايي نه مي پرېږدي چي د سپين ږري پلار باندي يې پوښتنه وکم همداسي د خاله زامن حتی مبایل مي نه پورته کوي مغروره دي زه څه وکم؟
--------------------------------
جواب: حامداً و مصلیاً
اصلی صله رحمي کونکی هغه دی چي دوستان دده سره خپلوي نه ساتي خو دئ د هغوی سره خپلوي پالي نو تاسو د خپلو دوستانو سره رابطه مه پرې کوی ځکه په حدیث کي راغلي دي چي صله رحمي پرې کونکی جنت ته نه داخلیږي، او داچي هغوی ستا سره رابطه نه ساتي داد هغوی مسئولیت دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
والله اعلم بالصواب
لیس الواصل بالمکا فیء ولکن الواصل الخ وعن جبیر بن مطعم (رضی االله عنه) قال قال رسول الله علیه وسلم (لاید خل الجنة قاطع متفق علیه) مشکوة ج۲/ص۱۲۹/وعن انس قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم (من آحب ان یبسط له فی رزقه وینساْ له فی اثره فلیصل رحمه)مشکوة ج۲/ص۴۱۹.
------------------------
الجواب صحیح : مولوي محمد عمر خطابي
المجیب:حبیب الرحمن المتخصص فی الفقه بجامعة الخیر الاسلامیة بکندهار