تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د ډيرو قسمونو کفاره
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 20, 2020
  0
مسلسله شمېره: 2971
 
پوښتنه: که يو كس ډیر قسمونه اخستي وي اندازه یي نه وي ورته معلومه اوس کفاره د څو قسمو لپاره ورکړي؟ 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
جواب:
حامداً و مصلیاً
که یو کس ډیر قسمونه اخستي وي او بیا ئي قسمونه مات کړي وي نو پر دغه کس د هر قسم لپاره جلا کفاره لازمه او ضروري ده د احتیاط له مخي او د امام محمد (رحمه الله تعالی) په قول ددغه کس لپاره یوه کفاره کفایت کوي او د قسمو اندازه به دغه کس په خپل غالب ګمان سره معلوموي چي څوداني دي.
والله اعلم بالصواب
 
۱: وفي البغیة : کفارات الایمان اذا اکثرت تداخلت، ویخرج بالکفارة الواحدة عن عهدة الجمیع وقال شهاب الائمة : هذا قول محمد قال صاحب الاصل هو المختارعندي.
۲: فتاوی حقانیة: ج۵/ص۳۹
۳:فتاوی دارالعلوم د یوبند : ج۱۲ / ص۴۴.
------------------------
 
 
 
 
 
الجواب صحیح : مولوي محمد عمر خطابي 
المجیب:حبیب الرحمن المتخصص فی الفقه بجامعة الخیر الاسلامیة بکندهار
 
 
 

سرته