تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حاشية الطحطاوي علی الدر المختار پيژندنه!
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  March 24, 2022
  0

د حاشية الطحطاوي علی الدر المختار پيژندنه!

 

ژباړه او راټولونه: عزت الله درويش /تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د اسلامي نړۍ ټول أهل علم په دې خبره سره يوه خوله دي چي د اسلامي فقهي مذاهبو تر ټولو اول مدون شوې فقه، د حنفي مذهب فقه ده. 


تاسيس کوونکی يې لوی فقيه امام أبوحنیفه (م۱۵۰هـ ق) رحمه الله دی.


د حنفي فقهي په إرتقاء او کمال ته رسولو کي چي کومو فقهاوو خپلي بې مثله هڅي کړي دي، په هغوی کي دده د ممتازو او نابغه شاګرانو سربيره د حنفي مذهب د کتابونو ليکوالان هم د يادوني وړ دي، چې ددې جملې څخه يو هم د ديارلسمې پيړۍ لوی فقيه امام الطحطاوي رحمه الله دی.

 

د امام الطحطاوي رحمه الله حالات:
شيخ شهاب الدين احمد بن محمد بن إسماعيل المصري الطحطاوي (الطهطاوي) رحمه الله د موجوده مصر هيواد د اسيوط ښار په طحطا کلي کي نړۍ ته سترګي غړولي دي او په کال: ۱۲۳۱هـ ق کي يې په قاهره کي له دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړي دي.
علامه طحطاوي رحمه الله د ديارلسمي پېړۍ په مشهورو فقهاوو او د قاهري په مفتيانو کي شميرل کيږي.


 زده کوونکي يې:
 دده په مشهورو شاګردانو کي علامة الفقيه محمد آمين بن عابدين الشامي رحمه الله او مفتي مکة علامة الفقيه الشيخ محمد حسين الکتبي الحنفي (م ۱۲۸۱) 
د ياد وړ دي.


د علماوو ستايني: 
علامه شامي رحمه الله د نوموړي په اړه ليکي: العلامة النحرير، والفقيه الشهير، السيد احمد الطحطاوي، صاحب الحاشية الفائقة علی الدر المختار . 
(اتحاف الذکي النبيه، ضمن رسائل ابن عابدين:۱/ ۲۶۱).


حاشية الطحطاوي :
صاحب کتاب علامه سيد احمد طحطاوي رحمه الله په مقدمه کي ليکلي:  « يو وخت زما په زړه کي الله تعالی دا خبره راوسته چي په الدرالمختار شرح تنویر الأبصار باندي بعضي تقييدات وليکم ، نو د خپلي کمزورۍ باوجود ما شروع پرې وکړه.
او باب مسح علی الجوربين ته نيژدې مي ورسوله.
بيا چې څه وخت پس الله تعالی راته د الدرالمختار د مطالعې وخت راکړ نو د الله عزوجل په مدد مي په دې اهم کار بيا کار شروع کړ تر دې چي مي مکمل کړ » .
(مقدمه طحطاوي علی الدر ۱/ ۲ بيروت)

 

۱_  د حاشية الطحطاوي مأخذونه :
امام طحطاوي رحمه الله خپل کتاب د معتبرو او مستندو کتابونو په حوالو ښايسته کړی دی، د کومو کتابونو څخه چي علامه طحطاوي رحمه الله پوره استفاده کړې ده او په خپل کتاب کې يې هغوي ته ځای ورکړی دی، هغه دادي: 
حلبي کبيري، النهرالفائق، البحرالرائق، منح الغفار، هداية، فتح القدير، تبين الحقائق، حاشية الاشباه للعلامه ابي السعود، فتاوی عالمګیريه، فتاوی قاضي خان، فتاوی بزازية، فتاوی تاتار خانية، فتاوی ظهيرية او داسې نور...
خو تر ټولو زيات يې د حاشيه حلبي رحمه الله نه استفاده کړې ده ، لکه څرنګه چې په مقدمه د کتاب کې علامه طحطاوي رحمه الله پرې تصريح کړې ده.  
او د حاشية حلبي په نقل او ترتيب کې يې شاګرد خاص مفتي مکة علامة الفقيه الشيخ محمد حسين الکتبي الحنفي (م ۱۲۸۱هق) هم ډيره مرسته کړې ده. 


۲_ د حاشية الطحطاوي قلمې نسخې:
د ترکيې په أيا صوفيه مسجد کې ۱_ ۱۵۲۷،  ۲_ ۱۵۲۸،  ۳_ ۱۵۲۹ او ۴_ ۱۵۳۰ رقم باندې محفوظ دي.
او يوه نسخه يې د برلين په موزيم کې د رقم (۴۶۳۰) باندې محفوظ ده.


۳_ د حاشية الطحطاوي ځانګړتياوې:
د أهل علمو څخه دا خبره پټه نه ده، چې الدرالمختار اګر که د تنويرالأبصار شرحه ده خو بيا هم ددې عبارت دومره مختصر دی، چې ډيرو علماوو پرې شرحي او حاشيې وليکلې او ددې کتاب (الدرالمختار) د عبارت په حل کولو کي يې پوره کوشش وکړ چي دا هم د يادي شرحي پر قوت دلالت کوي.

لکه: حاشية علی الدرالمختار: چې العلامة الفقيه الشيخ عبد الحکيم الأفغاني رحمه الله ليکلې ده ، علامه ألافغاني په دمشق کې اوسېده او هم هلته په ۱۳۲۷ هـ ق کي وفات شو، له تصانيفو څخه يې:
کشف الحقائق شرح کنز الدقائق او حاشية علی ردالمحتار مشهور دي.
له دې نه پرته هم زيات شروحات پر همدې شرحه (الدر المختار) ليکل شوي، خو تر ټولو زيات مشهوري او مقبولي يې دوه دي (رد المحتار د علامه ابن عابدين شامې رحمه الله او حاشيه د امام طحطاوي رحمه الله .


د‌ حنفي فقهي ياد جامع ترین کتاب (الدر المختار) باندي د‌ علامه طحطاوي رحمه الله حاشیه کومه چي د اختصار باوجود د ډيرو علمي او فقهي نکاتو ډکه ده ،

اول: خصوصيت يې دا دی چې د الدرالمختار د مغلق او مجمل عباراتو د حل کولو پوره کامياب کوشش په کښي سوی . 

دوهم: د اصطلاحي الفاظو لغوي او شرعي تحقيق:
علامه د خپلي شرحي د ظاهري او معنوي خوبيانو د ښه والي هر مخکښ کوشش کړی، او پخپل کتاب کي يې ددې خبرې پوره خيال ساتلی چې د اصطلاحي الفاظو لغوي او شرعي تحقيق وکړي ترڅو لوستونکو ته د کتاب په حل کولو کي هيڅ مشکل پيدا نه سي.

دريم:  د نقلي او عقلي دلايلو ذکر کول.
څلورم: محاکمه بين الأقوال .
پنځم: د کتابونو او ابوابو په منځ کې دربط خيال ساتل.
شپږم: بيان د سند .


۳_  په حاشية الطحطاوي کې د موجودو اصطلاحاتو او رموزو وضاحت:

۱_ (ح) عبارت ده له «حاشية الحلبي علی الدر المختار» نه.
۲_ (رحمتي) عبارت دی، له «حاشية رحمت الله الدمشقي» نه.
۳_ (ابن عبد الرزاق) عبارت دی له «حاشية عبد الرحمن بن ابراهيم بن احمد، المعروف بابن عبد الرزاق»  نه.
۴_  (المصنف) عبارت دی له علامه «التمرتاشي الغزي» نه.
۵_ (الشارح) عبارت دی له علامه «علاء الدين الحصکفي» نه.
۶_ (شيخنا) که صاحب التنوير وويل، بيا عبارت دی، له «خير الدين الرملي الحنفي» نه او ځينې وايې عبارت دی له «سعيد حلبي» نه.
۷_ (القهستاني) عبارت دی له «جامع الرموز شرح النقاية» نه.
۸_ (الفتال) عبارت دی له «حاشية الشيخ خليل الفتال علی  الدر» نه.
۹_ (القاموس) عبارت دی له «القاموس المحيط للفيروز ابادي» نه.
۱۰_ (نهر، بحر) عبارت دی له «النهر الفائق، البحر الرائق» نه.
۱۱_  (الجوهرة) عبارت دی له «الجوهرة النيرة للحدادي» نه.
۱۲_ (فافهم) کې اشاره وي، هغه تېروتني ته کوم چې د علامه حلبي نه را منځ ته شوې وي، نوموړی د ادب له امله په «فافهم» ورته اشاره کوي، صراحتاً ورته خطا نه وايي.
۱۳_ (فيه نظر) جمله هلته کاروي، چېرته چې د هغه په فکر  څه خبر په کښي شتون ولري.
۱۴_ (فتدبر) هلته راوړي، چېرته يې چې پر مصنف د تېروتني  استدراک هدف وي.
۱۵_  (کان الانسب) د اولويت لور ته اشاره ده.
۱۶_  (استوجهه) زما توجيه داده.
۱۷_ (الاشبه) اي الاشبه بالحق، او بالمنصوص عليه، دا د ترجيح له کلماتو شمارل کېږي.
۱۸_ (شمس الائمة) که مطلق ذکر و، «حلواني» رحمه الله تعالی ته اشاره ده.
۱۹_ (المشائخ) که مطلق ذکر و، علماء د «ماوراء النهر» ځني مراد دي.
۲۰_  (فصولين) جامع الفصولين ، (امداد) امداد الفتاح، (معراج) معراج الدراية، (لباب) لباب المناسک، (اشباه) الاشباه والنظائر، (فتح) فتح القدير، (عيني) شرح الهداية للعيني ځني مراد دي…


۴_  د مسائلو د بيان طريقه او انداز :
لکه څرنګه چي دا کتاب د علامه طحطاوي رحمه الله خپل مستقل تصنيف نه دی، بلکې د حنفي فقهي د مشهور کتاب (درمختار علی تنویر الأبصار) حاشية ده، له هم دې امله د نورو شروحو او حواشيو په شان په دې کتاب کي هم اول د «قوله» په ذریعه متن د قوسونو په منځ کي وليکي او بيا يې تشريح او توضیح په ښه انداز کي د معتبرو فقهي کتابونو او فتاوو په حواله کوي. 


۵_ حاشية الطحطاوي د مأخذ په حیث:
د حاشية الطحطاوي نه ډيرو کتابونو کي اخذ سوي، خاصکر د وروستنيو فتاوو څخه به يوه هم داسې نه وي چې ددې حاشيې نه استفاده په کې نه وي سوي.
خو د حاشيې اهميت له دې هم واضح کيږي چي د علامه شامي رحمه الله په شان فقهاوو هم په خپله حاشيه کې له همدې حاشيي نه زياته استفاده کړې او په رمز د «ط» ترې تعبير کوي.
او شيخ محمد عابد السندي رحمه الله هم په (طالع الأنوار) کي د يادي حاشيې نه زياته استفاده او نقل کړی دی. چې دا هم ددې کتاب په غوروالې باندې دلالت کوي.

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته