تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په راسته اړخ پریوتلو کې علمي اعجاز
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  September 19, 2020
  0

په راسته اړخ پریوتلو کې علمي اعجاز

 
لیکنه  : عبدالسلام حنفي


په کومه طریقه  باندی خوب وکړو ؟ 


د خوب چې کومي غلطي طریقي دي  هغه کوم ضرورنه لري؟ نو محترمو مسلمانانو وروڼو دا خبري راسره په  همدې لیکنه کي تعقیب کړي کله چې یو انسان د خپل خوب بستر ته ولاړ سي نو  بیا په لاندي ډولونو سره خوب کوي 


۱ : ځیني پړمخي خوب کوي .
۲ : ځیني د شا  په تخته باندي بیده کیږي 
۳ : ځیني په چپه اړخ بیديږي 
۴ :  ځیني  بیا په راسته ارخ بیدیږي .


نو راځو، 
۱: رقم خوب ته چې پړمخي یا په نس باندي بیده کیدل. کله چې یو څوک پړمخي بیده سي. نو هغه کسان د ساه په اخیستلو کي په تنګ کیږي یا تنفس ډیر په سختي سره اخلي، ځکه چې د ټول بدن دروندوالي يي  په سږیو باندي راځي چې له دې وجهي سم تنفس نه سي کولاي . 
نو پړ مخي خوب کول باید  هیڅکله ونه سي،


۲ : د شا په تخته باندي خوب کول د دې سبب کیږي چې انسان په خوله سره ساه واخلي. نو کله چې یو انسان په خوله سره ساه اخلي. نو له نورو کسانو څخه یو خو په زکام سره ډیر زر اخته کیږي، او بل په خوله سره ساه اخیستل د غوښي د وچیدلو او غاښونو د خرابیدولو  سبب هم کیږي، او ممکن نورو مرضونه او حشرات  هم د خولی له لاري بدن ته داخل شي. 
نو د شا په تیر باندي خوب کول هم ښه نه دي.


۳ : په چپه اړخ باندي خوب کول په دې سبب باندي ښه نه دي چې کله انسان ډوډي وخوري نو دغه ډوډي تقریباً  له ۲ ساعتو څخه تر ۴ ساعتو پوري همداسي په خپل حال باندي پرته وي.  خو کله چې کوم انسان په چپه اړخ پسي بیده هم شي، نو د هضم سیستم دا ډوډي له ۵ ساعتو څخه نیولي بیا تر ۸ ساعتو پوري نه شي هضم کولاي ځکه چې راسته سږی غټ دي چې دا په زړه او ینه باندي سربيره سي او زړه او ینه تخته ونیسي، او زړه او ینه خپل کار سم سرته نه شي رسولاي. او همداسي اندیښمن پاتي وي.
نو په چپه اړخ باندی بیده کیدل هم تاواني دی،

 

۴ : او په راسته اړخ باندي خوب کول. په دې سبب باندي  چې چپه سږی کوچني دي  او سپک هم دي او ینه چې  په بدن کې یو غټ اندام هم دي نو کله چې په راسته اړخ بیده شي ینه په خپل ځاي کې ښه تکیه شی ، او د هضم سیستم  په خپل حالت باندي ډیر ښه کار شروع کړي،  
نو تر ټولو بهتره طریقه د خوب کولو لپاره همدا ده چې باید په راسته اړخ باندي خوب وشي،  او سنت طریقه هم داده لکه یو حدیث شریف کي رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي، کله چې ته خپل بستر ته ځي نو داسي اودس وکړه لکه د لمانځه لپاره يي چي کوي  او بیا په راسته اړخ باندي څمله او بیا دا دعا ووایه ( اللهم اسلمت نفسي الیک ووجهت وجهی الیک وفوضت امری الیک الحدیث  ) متفق علیه 
او دا هم ویل شوي دي چې د شا په تخته باندي ویده کیدل د پادشاهانو خوب دي 
او پړمخ ویده کیدل د شیطانانو خوب دي 
او په چپه اړخ ویده کیدل د مالدارانو خوب دي ځکه چې  ډیره ډوډي يي خوړلي وي 
او په راسته اړخ باندي ویده کیدل ، د متقیانو ، علماوو ، او د سیدنا محمد رسول الله صلي الله علیه وسلم خوب دي، ځکه پیغمبر صلي الله  علیه وسلم  به په راسته اړخ بیده کیدي او راسته لاس به يي تر باړخو لاندي کړي او تر خوب مخکي به يي دغه دعا وویله ،  اللهم باسمک ربي وضعت جنبي ، وبک ارفعه ، ان امسکت  نفسي فارحمها  وان ارسلتها  فاحفظها بما تحفظ به  عبادک الصالحین. رواه البخاري. 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته