تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هوښیار او بې عقل
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  September 27, 2020
  0

هوښیار   او  بې عقل

ليکوال: محمد ابدالي


یو څوک له ځان د دې فیصله نسي کولای چي فلانی بې عقل او فلانی عقلمند دی، بلکي دا فیصله د الله ﷻ کار دئ، چا ته چي بې عقل وایي نو بې عقل دی او چا ته چي عقلمند وایي عقلمند دئ.


رسول الله ﷺ هیڅ یوه خبره له ځانه نه ده کړې؛ بلکي د وحیو له لاري ورته ښودل سوي دي، الله ﷻ فرمایي:{وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوٰیٓ إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْىٌ يُوحٰى}[سورة النجم آية 3]
ژباړه: دغه(محمد) هیڅ خبره له ځانه نه کوي، بلکي دا  هغه ته راغلي وحيي دي.


رسول الله ﷺ فرمایي: هوښیار هغه څوک دئ چي خپل ځان وپېژني او تر مرګ وروسته (حقیقي ژوند) لپاره عمل وکړي او بې عقل هغه څوک دئ چي نفس یې د هوا تابع وي بیا د الله څخه(د بخښي) تمنا هم لري. (ابن ماجه او ترمذي)


هوښیار هغه څوک دئ چي خپل ځان وپېژني او د اخرت لپاره نیک عمل وکړي، نیک عمله انسانان ټول عقلمندان دي؛ کافر، فاسق، فاجر او ګنهګار انسانان بېعقلان دي، ځکه ځان یې د نفس او هوا تابع ګرځولی  دئ، کافر ته که دا خپل نفس ووایي چي کفر مه پرېږده نو نه یي پرېږدي، فاسق، فاجر او ګنهګار ته چي نفس ووایي ګناه مه پرېږده نو دی یې هم مني، دا نو بې عقلان انسانان دي، دا د بیعقلۍ فیصله الله پر کړې ده او په بې عقلانو یې ورته ویلي دي، دا زما خبره نه ده.


او ګنهګار په ګناه مبتلا وي خو د شیطان په دې دام کښي هم لوېدلی وي چي وایي "الله مهربانه دئ بخښه به راته وکړي." بېله شکه چي الله ﷻ مهربانه دی، خو دا که انسان په ګناه اخته وي او د بخښني تمنا لري نو دا بې عقلي او د شیطان په دام کي لوېدل دي ځکه الله ﷻ هغه وخت انسان ته بخښه کوي چي ګناه پرېږدي.


د عقلمندۍ او بې عقلۍ معیار الله ﷻ راته ښودلی دئ، موږ هسي یو او بل ته هوښیار وایو.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 
 
 

 

سرته