تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي خرهاری کوو؟ او څنګه يې پريږدو؟
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 4, 2020
  0

ولي خرهاری کوو؟ او څنګه يې پريږدو؟


ژباړه: جمعه (همدرد)

 

ځیني خلک په خوب کي له خرهاري څخه سر ټکوي، راسئ د خرهاري په لاملونو او له منځه وړلو باندي بحث وکړو.

 

ولي خرهاری کوو؟
 
۱. پوخ عمر: څومره چي د انسان عمر ډېريږي نو د خوب عادتونه هم بدلون مومي. یو شمېر ډېر عمر لرونکو انسانانو ته پر بستر له پرېوتو وروسته ژر خوب نه ورځي، ځینو ته بیا خوب ورځي خو د خوب کولو سره سره داسي احساس کوي لکه خوب چي یې نه وي کړی یعني خوب ارام نه ورکوي. د عمر په ډېرېدو سره د انسان د ستوني او ژبي عضلات د خوب په وخت کي ډېر استراحت ته میلان کوي، چي پایله کي یې د عضلاتو د ښورېدو په وجه د انسان د ساه اخیستولو په وخت کي خرهار منځته راځي. 

 

۲. د پزي او ستوني حالت: د پزي او ستوني ځیني ناروغۍ هم د خرهاري لامل کیږي. د ځینو ناروغیو په پایله کي د انسان په پزه کي د دوو سږمو تر منځ دیوال یوه طرفته کږیږي، داسي وخت کي عضلات پاړسوب پیدا کوي چي ساه اخستولو په وخت کي د خرهاري لامل ګرځي.


 
۳. د خوب ډول: ځیني کسان ستوني ستخ یعني پر ملا باندي پرېوتو سره خرهاری کوي.


  
۴
. ډېر وزن: چاغښت د ډېرو ناروغیو مور ده او د خرهاری یو لامل همدا چاغښت دی. 

 

د خرهاري مخنیوی څنګه وکړو؟

 

۱. د خوب ډول مو بدل کړی: ستوني ستخ بېدېدل مو د ژبي اخیرنۍ حصه د ستوني د شاه د دېوال سره نښلوي او یو ډول رېږدېدونکی اواز رامنځته کوي، چي د خرهاري لامل ګرځي. پر اړخ پرېوتل مو دا ستونزه تر ډېره حلولای سي. 

 

۲. وزن مو لږ کړی: زیات وخت چاغښت د خرهاري لامل وي، نو وزن مو کم کړی. البته، ځیني ډنګر انسانان هم خرهاری کوي.


 
۳. د سالم خوب کولو تمرین وکړی: ډېر ساعتونه کار کولو سره ځان تر حد زیات ستړی کول او بیا د خوب بستر ته تلل هم د خرهاري لامل ګرځي ځکه په داسي کولو سره ستاسو دماغ په ژور خوب بیدیږي او عضلات مو ړنګیږي چي پایله کي یې خرهار رامنځته کیږي.


۴. سږمې مو پاکي وساتی. که خرهاري ستاسو پزه کي پیلیږي نو د سږمو پاک ساتل مرسته کوي ځکه کومه هوا چي د سږمو د لاري داخل او خارجیږي لاري یې باید ایله وي. 

 

۵. بالښت مو بدل کړی: ځیني خلک چي حساسیت لري ښايي په لږ خاورو ککړ بالښت هم ورته حساسیت پیدا کړي چي د خرهاري لامل ګرځي. 

 

۶. ښه ډېري اوبه یا چاي وچښی: لږ مایعات ستاسو پزه او ستوني کي د موجودو موادو د کلکوالي سبب ګرځي چي پایله کي یې د ساه اخیستولو لاري بندیږي او خرهار رامنځته کیږي. د درملو د مشهور انسټیټیوټ د لار ښووني مطابق یوه روغه ښځه باید د ورځي ۱۱ او سړی باید ۱۶ ګلاسه اوبه د خورک او څښاک د لاري واخلي. 

 

په لنډ ډول به داسي ووایو: کافي خوب وکړی، پر اړخ پرېوزی، د خوب پر وخت د نشيی موادو کارولو څخه په کلکه ډده وکړی او که امکان لري په ګرمو اوبو ولمبېږی البته که مو پزه بنده وي. همدا ساده تمرین مو د خرهاري مخه نیولای سي. 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته