تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دمطالعيې پروخت لنډيزلیکل
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 4, 2020
  0

دمطالعيې پروخت لنډيزلیکل


لیکوال: محمدفهیم (وقار)


 
خلص له خالص څخه اخیستل سوې کلمه ده؛ خالص بیا هغه څه ته وايي، چي له سینګار، تزئین او ډیزاین پرته یو څه موجود وي. همدارنګه، تخلیص له خلاصه کولو، لنډولو او اختصار کولو کليمو معنی لري. په عمومي ډول تخلیص لیکنه هغه فن، علم یاهم هنر دی، چي په مرسته یې موږ له لویو مطالبو څخه مهم او لنډ مطالب باسو. یاهم تخلیص لیکنه هغه کړنلاره ده، چي  په مرسته یې مطالب ساده، لنډ او جذاب کړل سي.

 

خلاصه څنګه ولیکو؟

 

تخلیص لیکنه د زده کړي، پرمختګ او تحلیلي ذهنیت په رغولو کي ډېر اغېز لري. هغه کسان چي یواځې کتاب لولي او خلص نه ترې اخلي؛ د هغه کسانو په وړاندي چي کتاب خلاصه کوي ډېر توپیر لري، د هغوی  ذهن پراخه نه وي، تحلیل نه سي کړی او مطالب ژر ترې هېريږي، تخلیص نه لیکل د دې لامل کيږي، چي زموږ مینه له مطالعې او زده کړي سره کمه یا بې ارزښته سي، فرضاً مطالعه کوی، ۵۹ پاڼه کي یاست نو د تېرو پاڼو جزئیات درنه هېر دي، نو دا ګټوره مطالعه نه ده. له همدې کبله؛ تخلیص لیکنه د مطالعې او زده کړي مهمه برخه ده، چي که وکړل سي؛ مطالعه ګټوره کوي.

 

 

دخلاصې لیکني بېلا بېلي لاري چاري:

 

۱- د خلص لیکني لپاره منظم فایل یا کتابچه: د لنډیز لیکلو لپاره باید په کمپیوټر کي یو ورډ فایل ولری او یا هم کتابچه. له کوچنیو کاغذانو څخه کار مه اخلی، شاید در څخه ورک سي. زه خپله کمپیوټر کي د ورډ فایل څخه ګټه اخلم.

 

۲- نخښي رسم کړئ: د مطالعې پر وخت اړین ځایونه په نښه کړی. دا نښي که په پنسل وي؛ غوره په دې ده، چي یو وخت یې بیا پاکولای هم سو. له نخښو څخه موخه دا ده، اړین موضوعات هر وخت هم لنډیز کولای سی او هم یې لوستلای سی.

 

۳- تر اړینو برخو لاندي خط کش کړی: ځینې وخت کولای سو په کتابونو، چپټرونو او فایلونو کي خطونه کش کړو، دا خطونه کېدای سي په یوه های لایټر وي، دا به موږ ته ښيي، چي د دې پاڼي مهم او قوي برخي کومي دي او د دې ترڅنګ به په زده کړه کي اغېز پرېباسي. دا کار دوې ګټې لري، تاسو له مطالعې نه ستړی کوي او نه هم مهم مطالب در څخه ورکيږي.

 

۴- شاوخوا لیکنه وکړئ: متن ولولئ، مهم نقاط یې ذهن ته وسپارئ او د صفحې په یوه خوا کي هماغه متن په خپلو الفاظو لنډ ولیکئ. د دې تر ټولو ښه لاره دا ده، چي د هر پاراګراف په پای کي له ځانه وپوښتو چي د دې پاراګراف مقصد څه و؟ غوښتل یې موږ ته څه ورسوي؟ نو همدې پوښتني ته ځواب خپله تخلیص لیکنه ده.

 

۵- مطالب په برخو وویشئ: ځینې وختونه مطالب ډېر مغلق او اوږده وي، په څو برخو ویشل سوي وي، د دې ټولو برخو لپاره د پاڼي په یوه برخه کي مطالب کتګوري کړئ، په دې معنی چي تشکیل ورته جوړ کړئ، په ګروپونو، برخو او ډلو یې وویشئ، د بېلګي په ډول: تاسو یو مطلب لولئ، چي د راپور ډولونه، همدا مطلب په شلو پاڼو کي لیکل سوی، تاسو د دې لپاره چي مفهوم ترې واخلئ، په یوه پاڼه کي یو چوکاټ جوړوئ او همدې چوکاټ کي د راپور عمومي ډولونه لیکئ. بیا همدې هرې برخې ته نهایت لنډه تشریح لیکئ، تر څو بل وخت په کتلو سره یې ټول مفاهیم ستاسو ذهن ته راسي.

 

۶- نوټونه واخلئ: د خلص لیکني تر ټولو قوي میتود همدا دی یوه کتابچه یا یو فایل جوړ کړئ، مشخص نوم ورکړی، فایل یا کتابچه باید منظمه وي، تر څو وروسته بیا ګډوډي پېښه نه کړي، دا کار مو ډېر وخت نیسي، خو نهایت ډېره ګټه لري.

 

 

د خلص (لنډيز) لیکني لپاره څه شي اړین دي؟

 

۱-که په یو ځل لوستلو ستاسو ذهن کي ځای و نه نیو؛ بیا یې ولولئ، تر هغه یې ولولئ، چي مطلب یې ستاسو ذهن کي حک سي.

 

۲- ډېره شرحه مه لیکئ، کله کله انسان حریص سي او هره برخه خلص کړي، هغه چي وګوري تر اصلي مطلب خلص ډېر سوی وي، نو له کوچنیو مسایلو تېر سی، کلي او کلیدي موضوعات لومړیتوب وګرځوئ.

 

۳- له خلص لیکني وروسته حتماً خپل خلص سوی مطلب ولولئ، تر څو ډاډمن سی، چي موضوع مو سمه اخیستې.

 

۴- د لیکلو لپاره هغه سبک وکاروئ، چي ستاسو خپله خوښ وي، ځیني وخت موضوعات خورا پېچلي وي، د بیان سبق یې سخت وي، خو که هماغه متن بل څوک موږ ته په ساده الفاظو ولولي ممکن موږ یې ژر زده کړو، نو دلته هم موضوع په خپل سبق او الفاظو ولیکی.

 

۵- موضوعاتو ته یو ډول ترسیمي تسلسل ورکړئ، د بېلګي په ډول، یوه ونه رسم کړئ، په لومړي شاخ یې یوه موضوع ولیکئ، په دوهم یې دوهمه مهمه موضوع او....

 

۶- په متن کي هغه کلمې چي په معنا یې نه پوهېږئ د پوښتني په نښه یې مشخصي کړی. که د ځینو کلماتو معنا درته مبهمه وه،د ندایې په لیک نښه یې مشخصه کړی.

 

 ۷- که دا فکر درسره وي، چي خلص لیکنه به مي ډېر وخت ونیسي او څه ګټه به ترلاسه نه کړم، نو غوره ده، چي مطالعه هم پرېږدی. ځکه د مطالعې هدف ستاسو د ذهنیت بدلون دی، اما برعکس؛ خلص لیکنه بل وخت تاسو ته مهم معلومات په لاس درکوي، ذهن مو پراخوي، تحلیل مو پیاوړی کوي، کتاب لوستني مینه مو ډېروي، مطالعه مو اغېزمنه کوي او..

 

۸- له کتاب څخه د غوره زده کړي لپاره دا مهمه ده، چي کتاب بیا تکرار کړئ، خو په دې برخه کي غوره دا ده، چي خلص موضوع مطالعه کړئ، تاسو ته د خپل زحمت پایله په لاس درځي.

 

۹- خپله وېره هېره کړئ، که د خلص کولو په وخت دا وېره درسره وي، چي مطلب به مو سم نه وي اخیستی؛ اصل  پاڼه له سره ولولئ او له خلص سوي پاڼي سره یې پرتله کړی. دا کړنه مو وېره؛ هېروي.

 

۱۰- د خلص لیکنې پر مهال که په دې تکل خلص لیکنه پیل کړی، چي تر کتاب لوستني وروسته اړ یم، چي له کتاب پرته د همدې کتاب مفهوم په خپل ذهن کي ولرم، نو مطمیناً دقت مو زیاتيږي. فرض کړئ تر خلص لیکني وروسته یو څوک مو مقابل کي ولاړ دی او غواړي در څخه وپوښتي، چي تاسو څه ترلاسه کړل.

 

۱۱- د کال په بهیر کي تاسو ډېر وخت لرئ، خپل خلص سوي لیکني وخت نا وخت لولئ، د هغه کتاب ټول مفهوم به مو په ذهن کي موجود وي او د ورځنیو حالاتو سره به یې پرتله کولای سی.

 

۱۲- د خلص لیکنې تر ټولو ډېره ګټه د ازموینې په شپه ده، که خلص لیکنه نه وي کړې، نو اړ یاست ټول کتاب ولولی، چي دا خپله  ستاسو وېره له ازموینې څخه ډېروي، اما که یو لنډیز له ځان سره ولری، په خورا ذوق به یې لولی او په مېړانه به ازمویني ته ور روان یاست. 

د دې ډول زړورتیا خوند ما خپل ژوند کي ډېر څکلی، انسان د پوره استقلالیت احساس کوي او ازمویني ته په داسي نیت ور روان وي، چي تر ټولو به زما پارچه عالي وي.

 

۱۳- خلص لیکنه کولای سي تاسو ته د آرشیف تر ټولو غوره سرچینه چمتو کړي، په دې مفهوم چي کله تاسو له هر مهم کتاب څخه خلص ولرئ او څه وخت وروسته په یاده موضوع کي مطالعې ته اړ سی، نو تر ټولو ښه سرچینه ستاسو خپل خلص دی.

 

۱۴- ټول کتابونه د خلص لیکني وړ نه دي، یعني ناول خلاصه کول تاسو ته هیڅ ګټه نه رسوي، په دې برخه کي یواځي هغه کتابونه چي ستاسو له مسلک سره سم وي او یا اړین وي؛ خلاصه کوی.

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته