تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د غـارِ ثـور واقـعـې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 4, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۱۹ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 


د غـارِ ثـور واقـعـې

 

 کوم وخت چي دوى غار ته ورسېدل ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  و عامر بن فُهيره ته و ويل: ته ولاړ سه او زما کورنۍ ته خبر ورکه چي موږ چيري يو او بيا يې رسولُ الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: يا رسولَ الله! والله ته به غار ته نه ننوزې ترڅو چي زه تر تا د مخه نه يم ننوتلى، ځکه که په دغه غار کي يو څیرونکی حیوان يا مار او لړم ؤ تر تا د مخه به ما ته تکليف راکړي، نو اول ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و غار ته ننوتى، غار ثور د غره غار دى په غار کي يې وکتل هلته د غار په يوه طرف کي يو څو نور کوچني غارونه هم وه ابوبکر رضی الله عنه  خپل لُنګ څيري کړی څو غاره يې په پټ کړه، خو دوه سوري يا غاره خلاص پاته سوه په هغو کي يې خپلي پښې کښېښوولې او بيا يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: اوس نو غار ته را داخل سه، رسولُ الله صلی الله علیه وسلم  غار ته ور ننوتى او سر يې د حضرتِ ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  پر ځنګانه کښېښاوه او بيده سو، پسله څه وخته څخه د يوه غاره څخه يوه شي ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  پر پښه و واهه، خو ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د دې بيري څخه چي رسولُ الله صلی الله علیه وسلم  به را ويښ سي هيڅ حرکت و نه کړى خو د درد څخه يې تر سترګو اوښکي را توى سوې چي هغه اوښکي يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر  مبارک مخ ولوېدې، دا د صديق اکبر صِدق او اخلاص ؤ او دا يې د رسولُ الله صلی الله علیه وسلم  پر ساتنه حرص ؤ، رسولُ الله صلی الله علیه وسلم  په دغه اوښکو را ويښ سو او ويل: څه درته پېښه ده؟ يا ابا بکر! ده و ويل: زما مور او پلار دي تر تا قربان وي يو شي و وهلم، رسولُ الله صلی الله علیه وسلم خپلي مبارکي ناړي پوري ومښلې، د ابوبکر رضی الله عنه  د بدن څخه هغه درد ايسته سو او دوى دواړه په دغه  غار کي درې شپې پټ پاته سوه، د جمعې شپه، د شنبې شپه او د يکشنبې شپه. کوم وخت چي د قريشو دا يقين سو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى د خبيثي نقشې په شپه د دوى د لاسه څخه و وتى تر ټولو د مخه يې د حضرتِ  علي رضی الله عنه  په وهلو شروع وکړه او کعبې شريفي ته يې راوستى د يو څه وخت دپاره يې په دې سبب بندي کړی چي ګوندي د رسولُ الله صلی الله علیه وسلم  معلومات ځني حاصل کړي خو کله چي کفار د علي رضی الله عنه  څخه نا اميده سوه نو د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  کور ته ورغله دروازه يې ور وټکول د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  لور اسماء رضی الله عنها  ورته را و وتل، ابوجهل ورته ويل: پلار دي چيري دى؟ هغې ويل: نه يم خبره چي چيري دى، ابوجهل خبيث پوه سو چي هغه هم د محمّد صلی الله علیه وسلم  سره تللى دى، نو يې يوه سخته چپلاخه ور سره کړه چي اسماء رضی الله عنها  د دغي چپلاخي د زوره پر مځکه و لوېدل او د غوږ والئ يې و لوېدى، اسماء رضی الله عنها  ورته و ويل: و شرمېږه د خلكو د وهلو نه يې ښځي وهې، ابوجهل هم په خپل ځان کي وشرمېدى چي ښځه وهي د دې ځاى څخه بيرته نا اميده ولاړى. 


وروسته ابو قحافه د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  پلار چي په سترګو هم ړوند ؤ و اسماء ته ورغلى، ابو قحافه پوښتنه ځني وکړه چي پلار دي چيري دى؟ اسماء رضی الله عنها  ويل: نه يم خبره، څرنګه چي ټول قريش پوهېدل چي دوى په هجرت تللي دي نو ابو قحافه و ويل: تاسي ته يې د خرڅ او مصرف دپاره يو شئ در پرې اېښى دى؟ اسماء رضی الله عنها  د دې دپاره چي خپل نيکه ته اطمينان ورکي ولاړه سوه او په هغه کڅوړه کي يې ډبري را وړې کومه چي ابوبکر رضی الله عنه  په هغه کي پيسې ايښوولې، هغه کڅوړه یې وابو قحافه ته ونيول او  ويل: دغه يې را پرې ايښي دي، ابو قحافه چي په سترګو ړوند ؤ او شئ يې نه ليدى پر کڅوړه يې لاس تېرکړی د ده په خيال زر ورغله ځکه د هغه وخت پيسې زر وې، ويل: که يې دا در پرې ايښي وي دا خو ډېر شئ دى حال دا چه ابوبکر رضی الله عنه  په کور کي څه نه وه پرې ايښي، خپل مال او دارايي چي پنځه شپږ زره درهمه کېدل هغه يې ټول د دې دپاره ور سره اخستي وه چي د هجرت په لار کي یې د رسولُ الله صلی الله علیه وسلم  د ضرورت په وخت کي مصرف کړي. 


ابوبکر رضی الله عنه  ته رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر خپل اولاد د مخه او ور نژدې ؤ ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  هغه څوک دى چي بيا په وروسته کي په مدينه منوره کي رسولُ الله صلی الله علیه وسلم  د مجاهدينو د مرستي دپاره د صحابۀ کرامو څخه د مرستي يا کومک پر قسم مال وغوښتى هر چا يو څه را وړه خو ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  خپله ټوله دارايي خپل ټول مال هر څه چي يې درلودل ټول يې را وړه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې کښېښوول، څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د ده ژوند او دارايي ور معلوم وه پوه سو چي ده خپل ټول مال را وړى دى نو يې  پوښتنه ځني وکړه چي د خپل اهل او کورنۍ دپاره دي يو څه پرېښوول؟ ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و ويل: هغو ته مي الله او رسول الله پرېښوول.


خير د قريشو دا يقين سو چي محمّد صلی الله علیه وسلم  او ابوبکر رضی الله عنه  په هجرت تللي دي جنون او ليونتوب ورته پېښ سو فوراً يې يوه اضطراري جلسه يا  مجلس جوړکړی په هغه کي يې دا فيصله وکړه چي ټول هغه کارونه به  عملي کوو چي په هغو کي دا امکان وي چي دغه دوه نفره ونيسو، ټولي هغه لاري چي د مکې مکرمې څخه دباندي وتلې تر مسلح مراقبت لاندي يې ونيولې، نوري ډلي يې جوړي کړې چي تر مکې مکرمې دباندي ووزي او شا وخوا پسي وګرځي، د قريشو مشرانو دا اعلان هم وکړی: که چا محمّد صلی الله علیه وسلم  مړ يا ژوندئ راوستى و هغه ته (100) اوښان په انعام او جائزه کي ورکوو، سل اوښه انعام په هغه وخت کي لويه سرمايه وه نو ټولو خلكو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په پلټنه او پيدا کولو شروع وکړه، پياده او سپاره خلك پسي ګرځي او هر يو ډېر زيات کوښښ کوي چي محمّد صلی الله علیه وسلم  پيدا کړي، په غرو او شېلو کي ګرځي خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د هغه د ملګري هيڅ اثر نسته، د  مکې مکرمې ځينو خلكو د جبلِ ثور پر طرف پلټنه شروع کړه او هلته پسي ګرځي هر ځاى چي يې وکتل دوى يې نه کړه پيدا خو يوه نفر و ويل: دلته په دغه غره کي يو غار هم سته. 


کفار د غار و طرف ته ور رهي سوه  مګر د غار پر شا وخوا هيڅ داسي علامې نسته چي دلته دي څوک راغلي وي خو بيا هم کفار تر غاره پوري ورغله او د غار په خوله کي و درېدل، اوس نو دلته روايتونه مختلف دي څوک وايي: الله جل جلاله  د غڼو په واسطه د غڼو ځالګۍ د غار پر خوله واچولې او ځيني روايتونه وايي چي د غار په خوله کي کوتره وه چي هګۍ يې اچولي وې او پرخپلو هګيو پرته وه، چي دغه دواړه  پردې دلالت کوي چي نه دلته څوک سته او نه څوک راغلي دي خو دغه روايتونه ضعيفه دي صحي روايت هغه دى چي په صحيح البخاري کي يې امام بخاري رحمة الله عليه  روايتوي، سبحان الله! دغه کفار د غار تر خولې پوري راغله او د غار په خوله کي ولاړ دي غار هم لوى او اوږد غار نه دى که يوه د دغو کفارو څخه دننه و غار ته صحي کتلي واى دوى به يې ليدلي واى، که څه هم د غڼو ځالي موجودي واى بيا يې هم دوى ليدلاى سواى، خو هغه واقعي شئ چي پېښ دى هغه دا چه کفار د غار تر خولې پوري راغلي دي په محمّد صلی الله علیه وسلم  پسي ګرځي، سل اوښه جائزه او انعام غواړي، اوس د غار په خوله کي ولاړ دي او خبري  کوي مګر يو هم ځان ته دا تکليف نه ورکوي چي يو وار دننه غار ته ور ننوزي،  په بخاري شريف کي حديث دى چي ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  وايي: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره په غار کي وم چي سر مي را پورته کړی د کفارو پښې مي وليدې، ما ويل: يا رسولَ الله! که يوه د دغه قوم څخه کښته وکتل موږ  ويني يعني: موږ ته دومره ډېر نژدې ولاړ وه که يوه و دغه غار ته سر را کښته کړى واى موږ يې ليدلاى سواى مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  په هغه اعتماد او باور چي پرخپل رب يې درلودى را ته و ويل: يا ابا بکر! څه ګمان دي دى  پر هغو دوو چي درېیم يې الله دى؟ دا پر الله جل جلاله  د اعتماد او توکل هغه لوړ مقام دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  درلودى. 


او دا هم د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  فضيلت دى چي الله جل جلاله  په قرآن مجيد کي  د صاحب په نامه سره ذکر کړى دى، د هيچا په وسه نه ده پوره چي د ابوبکر رضی الله عنه  د فضيلت څخه انکار وکړي ځکه په قرآن مجيد کي د ده رضی الله عنه  فضيلت ذکر سوى دى الله جل جلاله   فرمايي:
إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا  [التوبه:40] 
يعني: کوم وخت چي دوى دواړه په غارکي وه کوم وخت چي محمّد صلی الله علیه وسلم  و خپل ملګري او صاحب ته وايي: ته مه خپه کېږه بيشکه چي الله زموږ سره دى او دا هم د امت په اجماع سره ثابته ده چي  په دغه سفر کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ملګرى ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ؤ، دا د ابوبکر رضی الله عنه  د فضيلت ثبوت او اثبات دى چي الله جل جلاله  دئ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  صاحب او ملګرى و بلى او الله جل جلاله  و فرمايل: زه د دوى دواړو سره يم. اوس نو کفار د غار تر خولې پوري ورغله او هلته ولاړ دي خبري کوي خو دوى يې و نه ليدل او بيرته را وګرځېدل دا الْهي معجزه ده چي په دغه ځاى کي ښکاره کيږي ځکه کفار د غار ترخولې ورغله او په هغو خلكو پسي ګرځي چي په دغه غارکي موجود دي خو په غارکي يې و نه کتل، الله جل جلاله  منعه کړل، د دوى زړونه يې د دغه څخه را وګرځول چي په دغه غار کي چي دوى يې په خوله کي ولاړ دي پسي وګوري، دا د قادر الله قدرت دى. 


کفار درې ورځي پرله پسې په رسول الله  صلی الله علیه وسلم پسي وګرځېدل هر ځاى يې طلب او پلټنه وکړه خو هيڅ شئ يې لاس ته نه ورغله،نه معلومات، نه علامه، نه  دوى، قريش نو پرېږده چي په خپل طلب او پلټنه کي سرګردانه دي. 
په دغو ورځو کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ملګرى يې هلته په غار کي دي د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  زوى عبدالله د ورځي په مکه مکرمه کي ګرځي د قريشو معلومات ټولوي او د شپې پټ غارِ ثور ته ورځي او هغه د قريشو حالات و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته بيانوي چي نن داسي او داسي پېښه وه، د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  لور اسماء رضی الله عنها  به هم په شپه کي 
د سبا ورځي دپاره خواړه ورته راوړل، سبحان الله! دغه لوړ غر، دغه ليري او ډبرينه لار چي نن ورځ يو قوي ځوان د ورځي په روښنايي کي بېله ډير تکليفه او ستړيا نه سي ور ختلاى خو اسماء رضی الله عنها  ښځه ده او په عین وخت کي حامله هم ده د شپې په تاريکه کي د کفارو څخه په پټه دغه لوړ غره ته خېژي او دوى ته خواړه ور رسوي او بیا بیرته خپل کورته راځي، دا کوم همت، جُرئت او فدا کاري ده. 
خوندو! مسلماني ښځي دغسي وي چي د الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله علیه وسلم  په لار کي حتّْی د دین او مسلمانۍ په لار کي هيڅ تکليف تکليف نه بولي، دا اسماء رضی الله عنها  وه او دغه یې مرسته ده چي د هجرت په وخت کي يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره کول. 


او عامر بن فُهَيره هغه د ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  مولْى به بيا پر دغه لار پسونه بېول 
او را وستل چي د عبدالله او اسماء پلونه او د پښو علامې ورکي سي، څوک په دې نه سي پوه چي پر دغه لار څوک تللي او راغلي دي او د دغو پسو یا میږو څخه به يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  او ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  ته شيدې هم ورکولې، حضرت ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  پوره ترتيبات نيولي وه، د خوړو راوړلو مؤظف، د اخبار رسولو مؤظف، د آثارو او علامو ورَکولو او خرابولو مؤظف، ټولي وظيفې وېشل سوي وې، که څه هم د دغه هجرت دپاره سامان او وسائل ساده او بسيط وه، خو بيا هم د هغه وخت او زمانې د حال سره برابر او مطابق وه، ټول کارونه په يوه صحي نقشه سره جوړ سوي وه، اوس نو په غار کي درې ورځي پوره او تيري سوې، د قريشو دا اميد قطعه سو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دي د مکې مکرمې په داخل يا اطرافو کي پيدا کړي نو يې خپل طلب او پلټنه پرېښوول ځکه درې ورځي پرله پسې بېله نتيجې پوره  سرګردانه سول.

 


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته