تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي :د نوي ټولني جوړول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 5, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۲۵ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 

د نوي ټولني جوړول

 

موږ مخ کي و ويل: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هجرت په اول کال د ربيع الاول د مياشتي په دوولسم تاريخ د جمعې په ورځ چي د ميلادي (622) کال د سپتمبر د مياشتي د (27) تاريخ سره برابر ؤ په مدينه منوره کي د بني النجار په منطقه کي د ابو ايوبِ انصاري رضی الله عنه  د کور مخ ته د خپلي اوښي څخه کښته سو او وې فرمايل: ان شاء الله منزل يا د استوګني ځاى دلته دى او بيا د ابو ايوب انصاري رضی الله عنه  و کور ته ولاړى او اول هغه کار چه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغه په عملي کولو شروع وکړه هغه پر هغه مځکه چي اوښه هلته چوکه سوې وه د مسجد جوړول وه او دغه مځکه يې د هغې د مالکانو څخه چي دوه يتيم هلکان وه را نيول. 
او د مسجد د جوړولو په کار کي په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم  حصه اخستل چي خښتي او ډبري به يې نقلولې او دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم کار کول يا په کار کولو کي حصه اخستل د صحابۀ کرامو نشاط او احساسات نور هم ور زياتول تر داسي اندازې چي د اصحاب کرامو څخه يوه نفر دغه شعر هم وايه:
لـئن قـَعـدنا والـنبي يعـمَل           لَـذاکَ مـنّا العـمـل المُـضل
يعني: که موږ کښېنو او رسول الله صلی الله علیه وسلم  کار کوي دغه ناسته زموږ دپاره ګمراه کونکى عمل او بد کار دى. 


دغه د مسجد مځکه چي خَرابَه مځکه وه په هغه کي د مشرکانو پخواني قبرونه وه، ژوري کَندي وې، د خرما وُني وې او د غرقد ونه پکښې وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په امر سره د مشرکانو قبرونه وکِندل سوه او خاوري يې وغورځول سوې، هغه کَندي آواري او برابري سوې، د خرما او غرقد وُني پرې کړل سوې، په دغه وخت کي قبله د بيت المقدس و طرف ته وه، د مسجد د پايو دېوالونه په ډبرو پورته سوه او نور دېوالونه يې په اومو خښتو او خټو پورته سوه، چت يې د خرما په ښاخلو پـټ کړل سو او د منځ عمودونه يې د خرما د وُني د تنو څخه ورکړل سوه، پر مځکه يې شګي او رېګ آوار سوه، و مسجد ته درې دروازې ورکول سوې، د مسجد اوږد والى سل ذراعه ؤ او بَر یا عرض يې هم دغومره يا تر دغه لږ کم ؤ، د مسجد و څنګ يا بغل ته په اومو خښتو کوټې يا حُجرې جوړي سوې چي سرونه يې په ښاخلو او د خرما په پاڼو پټ سوه چي دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ازواجو مطهراتو خوني او حُجرې وې، کوم وخت چي د دغو حُجرو بناء پوره او کامله سوه نو رسول  الله صلی الله علیه وسلم  د ابو ايوب انصاري رضی الله عنه  د کوره څخه و دغو حُجرو ته ور نقل سو او دا مو هم درته و ويل: چي مسجد يواځي د لمنځو د آداء کولو ځاى نه ؤ بلکه يوه مدرسه يا پوهنتون هم ؤ چي مسلمانانو هلته اسلامي تعليمات او توجيهات زده کول او مسجد د هغو مجلسو ځاى ؤ چي هلته هغه مختلفي قبيلې پُخلا کېدې کومي چي د جاهليت د وختو څخه يې نفرت او نزاع، جنګ او جدل په منځ کي پاته وه او مسجد د اسلامي شئونو د اِدارې ځاى ؤ او مسجد لکه د نن ورځي پارلمان هلته مشورتي او تنفيذي مجلسونه کېدل، پردې ټولو سربېره مسجد د هغو فقيرو مهاجرينو دپاره کور او د استوګني ځای هم ؤ چي نه يې کور درلودى نه اهل، نه يې اولاد درلودى نه قوم. او د هجرت په اول کال کي د لمانځه د رکعتو د زياتوالي وحيِ نازلي سوې. 


وروڼو! د لمانځه په متعلق درې مرحلې تيري سوي دي، په اوله مرحله کي لمونځ اختياري ؤ فرض نه ؤ هرچا چي به هر وخت هر څومره لمونځ کاوه د ده خوښه وه، هـو رسول الله صلی الله علیه وسلم  خلک و لمانځه ته را بلل او تشويقول خو لمونځ فرض نه ؤ بلکه اختياري ؤ بېله د شپې د لمانځه  څخه چي دغه د شپې لمونځ د
)يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ ﴿١﴾ قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا     ( په نزول سره اول يواځي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرض سو او بيا وروسته پر مسلمانانو هم فرض سو، مګر نور لمنځونه تر إسراء او معراج پوري نه وه فرض سوي خو په معراج کي پنځه لمنځونه فرض سوه، د مخه مسلمانانو لمنځونه کول خو فرض نه وه او بيا په معراج کي پنځه لمنځونه پر ټولو مسلمانانو فرض سوه خو ټول لمنځونه دوه دوه رکعاته وه، سهار، ماپښين، ماځيګر، ماښام، ماخستن، ټول دوه دوه رکعاته وه او مسلمانانو هم تر هجرته پوري دوه دوه رکعاته لمونځ کاوه څو د هجرت په اول کال کي په ماپښين، ماځيګر، ماښام او ماخستن کي زياتوب وسو او د سهار لمونځ پر هغه خپل حال دوه رکعاته پاته سو. 


تر دغه وخته آذان هم نه ؤ خلک د لمانځه دپاره بېله کومي علامې او ږغه را ټولېدل، خلکو به په خپل فکر وخت سنجاوه او د لمانځه د آداء کولو دپاره به په مسجد کي سره يو ځاى کېدل نو د هجرت په اولو وختو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د داسي شي په باره کي فکرکاوه چي په هغه سره خلک خبر سي چي د لمانځه وخت دى او په دې باره کي يې د صحابۀ کرامو  سره مشوره وکړه، ځينو و ويل: (بُوق) يعني: تُولۍ به پيدا کړو، دا يې نه سوه خوښه ځکه تُولۍ يهودو استعمالول، چا بيا و ويل: (ناقوس) يعني: سُرنا به پيدا کړو، دا يې هم نه سوه خوښه ځکه سُرنا بيا نصاراوو استعمالول خو په دغه ورځ پرکوم خاص شي اتفاق و نه سو او سره ولاړل، په وروسته کي يوه صحابي چي نوم يې عبدالله بن زيد ؤ په خوب کي يو سړئ وليدی چي زرغونه کالي يې اغوستي دي او يوه سُرنا ور سره ده، عبدالله ورته و ويل: سړيه دغه سُرنا نه خرڅوې؟ هغه ويل: څه په کوې؟ عبدالله ويل: موږ د لمانځه دپاره خلک په خبروو، سړي و ويل: تر دغه ښه شئ در وښيم؟ عبدالله ويل: هـو، سړي ويل: هر وخت چي د لمانځه وخت سو په لوړ آواز سره واياست

« الله اکبر الله اکبر، الله اکبر الله اکبر، اشهد ان لا اله الا الله، اشهد ان لا اله الا الله، 
اشهد ان محمّداً رسول الله، اشهد ان محمّداً رسول الله، حىّ على الصلْوة، حىّ على الصلْوة، 
حىّ على الفلاح، حىّ على الفلاح، الله اکبر الله اکبر، لا اله الا الله
» ټول آذان يې ور وښووى. 
عبدالله بن زيد چي د خوبه را ويښ سو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او خپل خوب يې ورته و وايه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دا ښه خوب دى او دغه جملې و بلال رضی الله عنه  ته ور وښيه ځکه د هغه آواز لوړ او ښه دى، په دغه کي موږ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه تعليم دى چي آذان بايد هغه څوک وکړي چي آواز ئې ښه او لوړ وي، نو مؤذن بايد د ښه آوز خاوند وي ځکه خوب  عبدالله بن زيد رضی الله عنه  ليدلى ؤ او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: آذان دي بلال وکړي. 


اوس چي بلال رضی الله عنه  لوړ و مسجد ته وختى او آذان کوي په دغه وخت کي حضرت عمر رضی الله عنه  بيده ؤ او په دغه آذان د خوبه را ويښ سو خو په دغه وخت کي ده رضی الله عنه  هم دغسي خوب ليدى چي آذان پکښې ؤ، نو ژر و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او ويل: يا رسولَ الله! والله ما دغه شئ په خوب ليدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو د لمنځو د خبرتيا دپاره دغه آذان ښه او بهتر شئ دى او بيا پر دغه آذان وحيِ هم نازلي سوې چي آذان يې ثابت او قايم کړی، دا د دغه آذان د مشروعيت او شروع کېدلو قصه وه کوم چي هره ورځ پنځه واره د دنيا په آفاقو کي پورته کيږي او د عالم الوجود ټول اطراف په رېږدول کيږي، د الله جل جلاله  پر وحدانيت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر رسالت شاهدي په آداء کيږي، د دغه آذان په واسطه مسلمانان د يوه الله جل جلاله  د عبادت دپاره د الله جل جلاله  په کورو کي سره را ټوليږي او يو ځاى کيږي.

 

 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته