تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي. د مدينې منورې د يهودو سره معاهده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 7, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۲۹برخه)


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 


د مدينې منورې د يهودو سره معاهده

 

پسله هغه څخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مدينه منوره کي د نوي اسلامي ټولني اساس ټينګ او مظبوط کړى، د مسلمانانو په منځ کي يې  عقيدوي، سياسي او نظامي وحدت را وستى، نو يې دا بهتره وليدل چي د غير مسلمينو سره هم منظم علاقات ولري او د دې کار څخه يې مقصد دا ؤ چي ټول بشريت په أمن  او سلام، خير او سعادت کي ژوند وکړي او دغه منطقه په يوه اتحاد کي منظمه سي او هلته په هغه منطقه کي چي په تعصّب او نفاق سره ډکه وه د عفوي او بخښني طريقه کښېښوول سي، لکه د مخه چي مو درته و ويل: هغه غير مسلمين چي و مدينې منورې ته نژدې پراته وه هغه يهود وه، دغو يهودو که څه هم پټ په زړوکي د مسلمانانو سره عداوت درلودى مګر تر اوسه پوري يې هيڅ مقاومت او دښمني نه وه ښکاره کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د يهودو سره هم يوه خاصه معاهده وليکل یا په بل عبارت د یهودو دپاره یې هم د دوی په خوښه او اتفاق یو قانون ولیکی چي په هغه قانون کي يې يهودو ته ديني او مالي مطلقه آزادي ورکړې وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى دپاره د فِراره کولو، يا د مالو د مصادره کولو، يا د دښمنۍ هيڅ سياست نه ؤ اختيار کړى او دغه قانون د هغه قانون تر څنګ ؤ چي په خپله د مسلمانانو تر منځ ليکل سوی ؤ، چي د هغه قانون مهمي مادې مو درته بيان کړې او اوس به د يهودو سره د لیکل سوي قانون یا معاهدې مهم ټکي درته بيان سي:


1 -  د بني عوف يهود د مسلمانانو سره يو امت دى، د يهودو خپل دين دى او د مسلمانانو خپل دين دى، د دوى مريان او د دوى ځانونه د دوى دي او په دوى پوري اړه او تعلق لري. 


2 - يهود خپل خرڅ او مصرف کوي او مسلمانان خپل خرڅ او خپل مصرف کوي.


3 - يهود او مسلمانان به يو د بل مرسته د هغه چا په مقابل کي کوي چي د دوى سره جنګ يا پر دوى تجاوز او تېرى کوي.


4 - يو سړئ د بل حليف په ګناه نه نيول کيږي او د مظلوم به مرسته کيږي.


5 - ترکومه وخته چي مسلمانان په جنګ کي وي يهود د مسلمانانو ملګري دي.


- که د دغه عهد نامې د خلکو په منځ کي يوه داسي شخړه يا اختلاف پېښ سو چي د هغه څخه د شر او فساد بېره وه هغه موضوع به و الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته محول کيږي.


7 - و قريشو او و هغو کسانو ته چي د قريشو نصرت کوي جِوار نه ورکول  کيږي. 


8 - مسلمانان او يهود به يو د بل سره د هغه چا په مقابل کي مرسته کوي چي پر مدينه منوره حمله کوي او پر هر چا د هغي حصې ساتنه لازمه ده چي د دوى و طرف ته وي.


- دغه عهد نامه بېله ظالمه او ګناهکاره بل څوک نه ماتوي.يعني: هر چا که دغه عهد نامه ماته کړه هغه ظالم او آثم دى او جزاء ورکول کيږي.


د دغه عهد نامې په ليکلو سره مدينه منوره او د هغې شا وخوا داسي وګرځېدل لكه يو وفاقي دولت يا فدرالي حکومت چي مرکز او پايتخت يې مدينه منوره سو او د دغه حکومت رئيس: که چيري دغه تعبير صحي وي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دى، حکم او امر په دغه حکومت کي د مسلمانانو دى، نو په دغه عهد نامه سره مدينه منوره د اسلام دپاره يو حقيقي او واقعي مرکز او پايتخت وګرځېده او د دې دپاره چي د أمن او سلام منطقه نوره هم پراخه سي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په را تلونکو وختو کي د نورو قبائلو سره هم د وخت د مراعته سره سم دغسي معاهدې کړي او ليکلي دي،   چي په راتلونکو بحثو کي به پرخپل ځاى درته بيان سي.

 

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته