تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي هغه غزاوي او سريې چي تر بدر د مخه وي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 7, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۳۳برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

هغه غزاوي او سريې چي تر بدر د مخه پيښي سوي دي

 

دغه يوه شي ته همېشه متوجه اوسى: 
د سيرت يا تاريخ په کتابو کي هر هغه جنګ ته چي په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم  وتلى وي ( که جنګ سوى وي که نه وي سوى) و هغه ته (غزاء) ويل کيږي. 


او هر هغه جنګ ته چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه وي وتلى بلکه د خپلو قومندانانو څخه يې يو څوک د يوې ټولۍ سره لېږلى وي و هغه ته (سَرِيَه) ويل کيږي.


اوس چي مسلمانانو په عسکري حرکت شروع وکړه دغه حرکتونه يې فقط د هغه استطلاعاتي يا استخباراتي دورو يا ګزمو په شکل سره وه، يعني: د معلوماتو دپاره دورې او ګزمې وتلې، د دغه تلو او راتلو څخه د مسلمانانو مقصد دا ؤ چي پر مدينه منوره را ګرځېدلي لاري ور معلومي سي او هغه لاري ور معلومي سي چي مکې مکرمې ته ځي او د هغو قبيلو سره د صلحي معاهدې وليکي چي د دغو لارو پر شا وخوا پرتې دي. 


او په عين وخت کي د مدينې منورې مشرکان او يهود او د شا وخوا هغه صحرايي عرب چي مشرکان وه او پر دوى را ګرځېدلي وه په دې پوه کړي چي مسلمانان قوي دي او د هغه پخواني ضعفه څخه خلاص سوه. او په عين وخت کي قريشو ته هم اخطار ورکړي چي د غفلت د خوب څخه را ويښ سى او ممكن قريش پرخپل تجارت او اقتصاد دغه خطر حس کړي او د صلحي لار اختيار کړي دغه قصد او إراده پرېږدي چي د مدينې منورې مسلمانان د خپلو کورو په منځ کي و وژني او د هغه ضعيفه مسلمانانو چي په مکه مکرمه کي پاته دي آزارول پرېږدي او مسلمانان د خپل رسالت د رسولو دپاره په جزيرة العرب کي حُر او آزاد پريږدي. 


اوس به د دغه لېږل سوو سَرِيُو حالات په اختصار سره درته بيان سي: 

اوله سريه: چي سريةُ سيفُ البحر ورته ويل کيږي، (سيفُ البحر) د هغه ځاى نوم دى چي دغه ټولۍ هلته ولاړل. 
د هجرت په اول کال د روژې په مياشت کي چي د(623) ميلادي کال د مارچ مياشت وه رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه ټولۍ يا سريه جوړه کړه چي شمېر يې (30) نفره ؤ او ټول مهاجرين وه او د دغي ټولۍ مشر يا قومندان  سيدنا حمزه بن عبدالمطلب رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اکا ؤ، د دغي ټولۍ بيرغ سپين او د بيرغ اخستونکى (ابا مرثد بن کناز بن حصين الغنوي) ؤ، د دې  ټولۍ وظيفه دا وه: چي د قريشو پر هغه قافله حمله وکړي چي د شامه څخه را رهي سوې وه او درې سوه نفره ور سره دي، د دغي قافلې مشر ابوجهل ؤ، دا هغه اوله ټولۍ ده چي په اسلام کي جوړيږي، حمزه رضی الله عنه  د ديرشو نفرو مهاجرينو سره د قافلې و طرف ته رهي سو او هلته د سيف البحر په منطقه کي د قافلې سره مخامخ سو دواړه طرفه د جنګ دپاره مخ په مخ سره و درېدل، دا ممکنه وه چي د قافلې د خلکو او مسلمانانو په منځ کي جنګ پېښ سي مګر مَجدي بن عمرو الجُهني چي د دواړو طرفو سره یې د صلحي او نه تجاوز تعهد درلودی، خپل قوم یې د قافلې او د مسلمانانو د ټولۍ په منځ کي و دراوه، ويل: زه نه غواړم چي زموږ په مځکه او منطقه کي جنګ پېښ سي او قافلې ته يې د تېرېدلو اجازه ورکړه. 


نو د حمزه رضی الله عنه  ټولۍ څه و نه کړه، ځکه حمزه رضی الله عنه  يواځي په دې سره امر کړه سوى ؤ چي قافله را وګرځوي، دا اجازه نه وه ورکول سوې چي د بل چا سره جنګ وکړي او بل دغه مجدي د مسلمانانو حليف هم ؤ، يعني د ده او د مسلمانانو په منځ کي د نه تعارض معاهده موجوده وه نو د دغه مجدي بن عمرو په واسطه د قريشو قافله صحي سالمه ولاړل. 

 

دغه واقعه د هجرت په اول کال د رمضان المبارک په مياشت کي وه چي په دغه وخت کي لا روژه نه وه فرض سوې، نو د جهاد اجازه د هجرت په اول کال کي سوې ده او اوله واقعه هم د روژې په مياشت کي وه، د دغه څخه موږ ته دا رامعلومه سوه چي د روژې مياشت د راحت او ټنبلۍ، خوب او خوراک مياشت نه ده، بلکه د روژې مياشت د زحمت او طاعت، جهاد او عبادت مياشت ده او په را تلونکو بحثو کي به تاسي و وينى چي د اسلام لوى لوی واقعې او فتوحات په روژه کي پېښ سوي دي حتّْی د اسلام اوله ټولۍ او اول جهادي بيرغ د روژې په مياشت کي وه.


دوهمه سريه: چي سريۀ رابغ ورته ويل کيږي (رابغ) و جدې ته نژدې د يوه ځاى نوم دى، د دغي ټولۍ لېږل د هجرت د اول کال د شوال په مياشت کي وه، روژه تېره سوه د شوال په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه بله ټولۍ د عبيده بن الحارث بن عبدالمطلب رضی الله عنه  په مشرۍ جوړه کړه، چي  دغه عُبيده د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اکا زوى دى.


 رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغو ټوليو مسئوليت او مشرتوب د دې دپاره د خپلو اقرباوو پر غاړه ور اچاوه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  جنګ د قريشو سره ؤ، نو يې غوښتل چي د مسلمانانو د ټوليو افراد خاصتاً قومندانان هم قريش وي،  بل چا ته يې دغه مشرتوب په دې سبب نه ورکاوه چي خلک پوه سي چي دغه جنګونه او اختلاف د يوې او بلي قبيلې په منځ کي نه دى بلکه دواړه طرفه يوه قبيله ده، دلته د دين او عقيدې اختلاف دى په ديني او عقيدوي مسائلو کي دوست، قوم او قبيله اعتبار نه لري. 


 قصه داسي وه: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته خبر راغلى چي د قريشو يوه بله قافله د ابوسفيان په مشرۍ را رهي ده او د دې قافلې سره دوه سوه  نفره ملګري دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  عُبيده بن الحارث بن عبدالمطلب امر کړى چي ټولۍ جوړه کړه، دا وار شپېته نفريزه ټولۍ جوړه سوه او د ټولۍ ټول افراد مهاجر مسلمانان وه، ټولۍ جوړه سوه او د قافلې پر طرف رهي سوه، د دغي ټولۍ بيرغ سپين او د بيرغ اخستونکى مُسطح بن اثاثه بن مطلب بن عبد مناف رضی الله عنه  ؤ، څرنګه چي ابوسفيان د مخه لا د دغسي حملې دپاره ځان آماده کړى ؤ، نو يې وکولاى سواى چي د مسلمانانو څخه قافله خلاصه کړي او هغه په دې ډول سره: ابوسفيان د قافلې د تېرېدلو د لاري په مخ کي غشي ويشتونکي کښېنولي وه او د غشو ويشتونکو تر شا د قافلې د تېرېدلو لار وه، نو غشو ويشتونکو به د مسلمانانو پر ټولۍ د غشو وارونه کول او مسلمانان د غشو په سبب نه سواى ور د مخه کېدلاى او هلته تر شا قافله تېره سوه، په دغه طريقه سره د مشرکانو قافله د مسلمانانو د حملې څخه خلاصه سوه چي په نتيجه کي د مسلمانانو او کفارو په منځ کي په غشو ويشتل وسوه مګر نور جنګ نه سو پېښ، خو په دغه سريه کي د مکې مکرمې د کفارو د ډلي څخه دوه نفره د مسلمانانو سره ملګري سوه چي د دغو دوو نفرو څخه يو مِقداد بن عمرو البهراني ؤ، چي مقداد بن الاسود هم ورته ويل کيږي او بل يې عتبه بن غزوان المازني ؤ چي دوى اصلاً مسلمانان وه او د کفارو په قافله کي د همدغه مقصد دپاره ور سره را وتلي وه چي و مسلمانانو ته ځان ورسوي او د هغو سره يو ځاى سي. 


درېیمه سريه: چي سريةُ الخَرار ورته ويل کيږي (خَرار) و جُحفې ته نژدې د يوه ځاى نوم دى، د هجرت په اول کال د ذوالقعدې په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه شل نفريزه ټولۍ جوړه کړه چي دا ټولۍ هم ټول مهاجرين وه، د ټولۍ مشر او قومندان سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه  ؤ، د دغي ټولۍ  بيرغ سپين او اخستونکى يې مِقداد بن عمرو  رضی الله عنه  ؤ، دا ټولۍ هم د قريشو و يوې قافلې ته ولېږل سوه او ټولۍ ته و ويل سوه چي تر خرار به نه تېرېږى، دغه ټولۍ پر پښو او پياده ور رهي سوه، د ورځي به پټېدل او د شپې به يې تګ کاوه، دغه ټولۍ د پنجشنبې په ورځ وخرار ته ورسېدل او هلته خبر سوه چي قافله پرون لا تېره سوې ده نو په دې وارکي هم جنګ نه سو پېښ. 
په دغه وختو کي د مکې مکرمې څخه خبر راغلى چي د قريشو لوى سردار او د مکې مکرمې ډېر لوى مشر او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لوى دښمن وليد بن المغيره مړ سو، چي دغه وليد د خالد بن وليد پلار ؤ، نو وليد نه د بدر په  جنګ کي ګډون کړى دى نه په نورو جنګو کي ځکه دئ تر دغو جنګو د مخه مړ سو. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته