تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي .په کُـدر کي د بني سُلَيم غزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 10, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۵۴برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په کُـدر کي د بني سُلَيم غزاء

 

پسله بدره څخه د مدينې منورې استخباراتو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دا خبر را وړى چي د بني سُليم قبيله چي د غَطَفان د قبيلو څخه يوه قبيله ده  او په نجد کي اوسېدل د مدينې منورې د حملې دپاره لښکري سره برابروي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ډېر ژر د دوو سوو سپرو سره د دغي قبيلې و طرف ته ور و وتى چي دغه فتنه په هغه خپله ځالګۍ کي و وژني، تر څو چي د دغي قبيلې وکورو ته چي په (کُدر) کي پراته وه ور ورسېدى، بنو سليم ته چي دا خبر ورسېدى د خپلو کورو څخه وتښتېدل او هلته په يوه شېله کي پنځه سوه اوښه او يو مريئ چي (يسار) نومېدى ځني پاته سوه، دغه اوښان او دغه نفر مسلمانانو ونيول، پسله هغه څخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د اوښانو څخه خُمس وايستى پاته اوښان يې پر مسلمانانو تقسيم کړه چي و هر نفر ته دوه دوه اوښه ور ورسېدل او هغه مريئ يې آزاد او ايله کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه ځاى کي درې شپې تيري کړې او بيا بيرته مدينې منورې ته ولاړى، دغه غزاء د هجرت په دوهم کال او د شوال په مياشت کي وه، دغه غزاء تر بدر اوه ورځي وروسته وه.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته